په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ حمله / ۲۰۱۳ د اګست ۳ مه

د ننګرهار د سقوط لپاره کټ مټ د مجاهدینو د وخت هغه پلان تکرارېږي، چې د ای ایس ای مامورین د خوشباوره مجاهدینو ترڅنګ په جلال آباد را شیوه شول.

لا هم طالبان نه پوهېږي، چې د شیرزادو د وړمې ورځې په کمین کې د خپلو پیریاني ملګرو د مداخلې راز چاته ووایي او کنه؟

په شیرزادو، حصارک او خوګیاڼو ولسوالیو کې له زرو زیات تازه دمې پاکستانۍ ملېشې د وزیرستاني او پنجابي طالبانو په جامه کې دېره شوي دي او له ځایي خلکو د جنګ لپاره جلب احضار غواړي.

د محلي ادارې د ناپامۍ له وجې د دغو سیمو هغه قومي مشران هم د طالبانو په انحصار کېوتي، چې وړاندې د حکومت کلک ملاتړي وو. د شیرزادو ملک وردګ شپږم قومي مشر دی، چې د طالبانو له بریدونو سره مخ کېږي.

په حصارک کې طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې خلکو ته ویلي، چې په سږني جنګي موسم کې باید د کور پر سر لس، لس زره افغانۍ پرې کړي، که څوک پیسې نه لري یو میل کلاشینکوف دې ورکړي او یو ځوان دې له طالبانو سره سنګر ته ولېږي.

د لوګر د ازرې او د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ له پوځي عملیاتو څخه تښتېدلي جنیګیالي اوس په خوګیاڼو او شیرزادو کې دېره شوي دي.

سیمه ییز خبریالان محلي اداره ګرموي، چې د قومي مشرانو او پاڅونوالو ملاتړ یې ونکړ، کنه نو اوس به د پاکستان استخباراتي ملېشو په دومره ډاډ په دغو سیمو کې مورچلونه نه وای نیولي.

د ننګرهار اوسېدونکی خوشال خلیل وایي، قومي مشران او پاڅونوال مستقیماً د طالبانو د بریدونو نښه دي، خو محلي اداره بېغوري کوي :((لس ورځې وړاندې د حصارک په جوګان کلي کې د لښکري په نوم یو قومي مشر له سهاره تر ماښامه د طالبانو د برید پر وړاندې مقامومت وکاوه، خو بالاخره د مهماتو د خلاصېدو له امله ښځه او زوی یې ووژل شول او نوموړی طالبانو له ځانه سره بوت، که حکومت ددغو قومي مشرانو ملاتړ کړی وای، نن به د شیرزادو په ګډون یاده ساحه د وسله والو په مورچل نه وای بدله شوې.))

د استخبارتي ملېشو پلان شوي بریدونه او په ولسوالیو کې د جنګي مهماتو کموالی بل لامل دی، چې پدغو سیمو کې یې د طالبانو پرمختګ ته زمینه مساعده کړې، خو محلي اداره لا هم کوټلی پلان نه لري.

دوه اونۍ وړاندې د بټي کوټ ولسوال پدې دلیل له دندې ګوښه کړای شو، چې له رسنیو سره یې په مرکه کې محلي اداره په بېغورۍ تورنه کړې وه او پدغه ولسوالۍ کې یې ورځ تر بلې د وسله والو د پرمختګ په اړه رازونه ویلي وو.

په ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو لوی مقابله کوونکي سیمه ییز پولیس دي، خو دوی هم په وروستیو کې د سختو بریدونو نښه دي. دوه ورځې وړاندې په شیرزادو کې د یو کمین په ترڅ کې د ګڼو سیمه ییزو پولیسو وژل کېدل او د لسو رېنجر موټرو ویجاړېدل یې ژوندی مثال دی.

خو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ آمر معصوم هاشمي دا تورونه نه مني. نوموړی وایی، دا مهال په حصارک کې پوره امن دی او د دوی له خوا په ترسره شویو تصفیوي عملیاتو کې هم ښې لاسته راوړنې شته.

ځایي خلک وایي، پوځي ملېشي د وزیرستاني طالبانو په جامه کې خلک د عربي الفاظو په ترنم ویروي، خو اصلاً دې جګړه کې د پاکستان پوځ مستقیماً ښکیل دی.

بلخوا د ننګرهار یو سیمه ییز خبریال محور ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، پدې ولایت کې پاکستاني کونسلګرۍ څو ځل په مرکو کې ورته ویلي، چې له پاکستان سره په سرحد کندهار او ننګرهار کې د هند د کونسلګریو په اړه اندېښنه لري او مجبور دي مقابله وکړي.

دغه خبریال وایي، چې په یادو ولایتونو کې د هند کونسلګرۍ هم بې غرضه ندي پاتې شوي :((پاکستان داسې فکر کوي، چې پدغو سرحدي ولایتونو کې د هند کونسلګرۍ پراخ کار کولی شي، ګڼو قومي مشرانو له ما غوښتنه کړې، چې د هند او پاکستان له کونسلګرانو سره ورته د لیدو چانس برابر کړم، دا پخپله د دغو دواړو کونسلګریو له لوري په سرحدي ولایتونو کې له پراخو استخباراتي هلو ځلو پرده پورته کوي.))

9 thoughts on “محور ورځپاڼه: په مشرقي د خونړي هجوم لومړی راز”
  1. Afghanistan ka da khpale khawre na da Hindustan nafooz khatam krro no yaqeenan che kalaree ba pake rashee.Da Afghanistan hukumat ao khalko la pakar dee che pa dai khabara ghor wakrree ao pakha gamoona poorta ka ka doi ghwarree che pa watan ke ya aman ao qararee rashee.Dase kho nashee kedai che Hindustan da da Afghanistan da khawre na pa Pakistan ke laswahana kawee aman de barbadawee ao Afghanistanian de da khair pa ghundai nast khushala ao basabata zwand ter ka.Ka Afghanistan ghwarree che pa mulk ke ya aman ao khushalee rashee no da Pakistan da besabata kawalo ao wranawalo hase da pregdee.

  2. المونه نه ،
    دا ستا په شان …. پښتو ویونکي د پنجاب … به ډېر ژر رسوا شي او د خپل عمل سزا به وویني. د هندوستان اسلام، مسلمانان، انسانیت او حتی تشو میتیازو ته د پاکستان د کثیف او ملعون تش په نامه وطن او اسټبلیشمنټ ټول مذهبیان نشي رسېدلی. هندوستان زمونږ دوست وه، دی، او وي به په داسې حال کې چې پاکستان دا ۳۴ کاله زمونږ قتل کوي. که په ریښتیا خپل پلار او نیکه درته معلوم وي له نیکه نه دې پوښتنه وکړه حتما به یې په شناختي کارډ کې هندو لیکل شوی وي. دا درته په جهر سره وایم چې مېړنۍ افغان اردو او پولیس داسې درپسې دي لکه د افغان هکرانو ګروپ او ژر به د خپلو عملونو سزا د سندودیش، بلوچستان او پښتونستان د جوړېدلو په هنداره کې ووینئ، توف او لعنت دې وي درباندې په داسې بې غیرته تبصره چې تا لیکلې ده.

  3. Alamoona ta baid za pa jawab ki woayama chi mong khpalwaka hewad yoo da mong aw zamong hukumat pori ara lari chi da cha sara irtibat tengahwi aw da cha sara ee na .pa hagha wakht ki chi pa afghanistan ki arama arami wa aya da chatalistan pri khushala woo .razama da matlab khabari ta chi chatalistan his kala na ghowari chi afghanistan dee yaw azad khod mukhtara mumlakat wee.

  4. Afghanistan dost nalari Pakistan da Afghanistan tarikhe dushman da.hindustan de ham wrak shi hagh ham khpal hadaf lari. aw mili urdo yawa ghulama urdo da

  5. یاغي، دا دې نه دي ویلي چې ملي اردو ولې غلامه اردو ده؟ که ته دې الفاظو ته لږ فکر وکړې ملي څه معنی لري؟ او غلامي یې د چا کړې ده؟ ملي اردو د افغان او افغانستان ساتونکې ده.

  6. De porkistan monafiqeeno Sara bayed pa Pakistan ki jagra woshee, aow da durindline bal taraf ta de har Hagha sok pa Nasha shee Che da Pakistan molagaree kawee. Afghanistan ba khapala pa Aman ki shee. Mannana

  7. سالامونه او نيکي هيلې؛؛ جمال په ګ وتو دی بر کت سه ډيرې غوڅ ي او په ميړانه ځ واب دی ورکړی؛؛ټ ول پشتون کور که لر دی او که بر با يد دا ده غنی خان خبرې واوری (دا ستا ګ وتي دفولادو جوړ دعا زارۍ له ندی؛؛ستا دا م ټ ي د مړانی جوړي دی خوارۍ له نه دی
    ستا دا زور پشتو او توره ستا د سری وينې غور ځ نګ
    چی دا ښ کلی سر دی ټ ی ټ شی ځ وانه ښ کاری ډير بدرنګ
    پاڅ ه پاڅ ه چجه وکړه ته دقهر تور شاماريې
    ته افت يي ته غضب يی ته د تندر لوي ګ ذار يي
    دا ستا لاس د قسمت لاس دی ورانول جوړول دوي کا
    ستا دا سترګ و کی اجل دی ورکول سوزول دوي کا
    دفرعون دکور پشانی دا حصار خاوری ايرې کړه
    دا مغروره سر تس نس کړه دا غرور زرې زرې
    پاڅ ا وښ يه دنيا ته دپشتون د بچو ننګ
    پا څ ه واوروه شغال ته د ايستلو تورو شرنګ) غنی خان با با

  8. ملی اردو دیرغلگرو امریکایانو پر مرکزونو پیره کوی هیس کله یی دهیواد دخلگو او سرحداتو دفاع او ساتنه ونکره پنجاپیانو دکنر او ننگرهار پر کلیو او کورونو په زرگونو راکیتونه وویشتل اوزموژ پوله ساتونکو خپل چرس او پودر سکل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *