۴
لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه
نولسمه برخه
ما د لنډیو د منابعو د معرفي کولو او د لنډیو د ثبتولو د ستونزو په برخه کې ګڼ شمیر مقالې لیکلي او خپرې کړې دي. د دې مقالو په شپاړسمه ، ولسمه او اتلسمه برخه کې مې د «لنډۍ د خلکو مال، که د شخص مال؟» تر سر لیک لاندې په دریو برخو کې د لنډیو د ثبت په برخه کې د ښاغلي جهاني پرنظریاتو باندې بحث کړی دی او د ده د نظریاتو په هغو برخو باندې تم شوی یم چې زما له نظره د تامل وړ وو. ده هم زما د هغو خبرو په ځواب کې چې ما د ده نظریاتو ته تردید ښودلی و، د ځواب په ډول بله مقاله ولیکله چې په تاند کې خپره شوه.
د دې بحث په پیل کې زه د څیړنې د ښونځي د یو شاګرد په صفت، دومره وایم چې هره څیړنیزه لیکنه او د هغه له پاره استدلال باید مستند وي، مآخذ، ریفرنس او لینک ولري. د جهاني صاحب په اته مخیزه لیکنه کې نقل قولونه شته، خو هیڅ ډول پته یې ښودل شوې نه ده، چې زه یې په دلیل باندې پوه نه شوم.
ښاغلی جهاني د خپلې لیکنې په پیل کې وایي:
«ما کال یو نیم مخکي د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه تر عنوان لاندي یو مضمون لیکلی وو.»
که له یونیم کال مخکې زماني قید نه د ده هدف دا وي چې ما ولې هغه وخت پرې څه و نه لیکل، دلیل یې د جهاني صاحب په اداري او سیاسي ژوند کې ځینې ملحوظات وو چې د هغو پر بنا په هغه وخت کې یې لیکل ما اړین و نه ګڼل.
ښاغلی جهاني په لاندې مواردو کې زما پر نیوکو قناعت نه لري او پر خپلو پخوانیو دلایلو باندې یې نور هم ټینګار کړی دی:
ــ د ښځینه لنډیو د سلنې ډیر والی یا لږ والی،
ــ د لنډیو د لرغونوالي مساله،
ــ لنډۍ د شخص مال، که د خلکو مال؟
ښاغلي جهاني د ښخینه لنډیو په باب په خپل لومړني بحث کې داسې نظر وړاندې کړی و، دا چې ډیری څیړونکي په دې عقیده دي چې د لنډیو ډیره سلنه د ښځو تخلیق دی، دی یې نه مني او د استدلال له پاره یې ویلي وو:
«… دغه راز دا خبره زما په عقیده د تاءمل وړ ده چي وایی اکثریت لنډۍ د پښتنو ښځو ویلي او جوړي کړي دي. زه فکر کوم چي د پښتنو مخ پوټو، له معاشرې څخه لیري ساتليو سويو او بیسوادو ښځو، په دې ښایست، د نظمونو د لیکلو توان نه درلود. دا لنډۍ، زیاتره، پخپله نارینه وو لیکلي او ویلي او ښځو ته یې منسوبي کړي دي.»
ما په خپله لیکنه کې خپل دلایل وړاندې کړي وو، خو ښاغلي جهاني زما دلایل ضعیف او نه قانع کوونکي ګڼلي او بیا هم پرخپلو خبرو په ټینګار سره لیکي:
« … لومړی خو ما، خدای مه کړه، د پښتنو ښځو او پېغلو له استعداد او پوهي څخه هیڅ وخت انکار نه دی کړی. دغه ګړی، په افغانستان کي دننه او له افغانستان څخه دباندي، داسي ځواني نجوني او مېرمني لرو چي نه یوازي په شعر او نثر کي له نارینه وو سره سیالي کولای سي بلکه د ډېرو نارینه لیکوالانو، شاعرانو او څېړونکو زور نه په رسېږي. خو زما خبره د نن څخه سل دوه سوه یا درې څلور سوه کاله مخکي زمانې ته متوجه ده. هغه زمان چي ښځو سواد نه درلود او په قفسونو کي ساتل کېدلې. نه یوازي یې سواد نه درلود بلکه د ټولني ظالمانه حاکمو قوانینو د یوه پردي زلمي سره د میني د څرګندولو په بدل کي د هغوی سرونه غوڅول. لیري به نه ځو، د یویشتمي پېړۍ په شرایطو کي چي د لویو او پرمخ تللیو ښارونو په منځ کي ځواني نجلۍ ته د خپلي خوښي د زلمي د انتخابولو حق نه ورکول کېږي او حتی له کوره ایستل کېږي او یا له زلمي سره یو ځای وژل کېږي، نو سل کاله مخکي تصور کول خو بیا ډېر ګران کار نه دی.»
زما دلایل زما په درې ګونو مقالو کې شته چې پاس یې ما پتې وښوولې او د بیا تکرار اړتیا یې نه وینم. زه فکر کوم چې که زه له دې نه زیات دلایل هم راوړم، دی نه قانع کیږي، پر خپل نظر ټینګ ولاړ دی او وايي: « د ټولني ظالمانه حاکمو قوانینو د یوه پردي زلمي سره د میني د څرګندولو په بدل کي د هغوی سرونه غوڅول. »
په بله برخه کې بیا وايي چې :«… دغه ګړی، په افغانستان کي دننه او له افغانستان څخه دباندي، داسي ځواني نجوني او مېرمني لرو چي نه یوازي په شعر او نثر کي له نارینه وو سره سیالي کولای سي بلکه د ډېرو نارینه لیکوالانو، شاعرانو او څېړونکو زور نه په رسېږي. »
ښاغلی جهاني!
د پخوانیو زمانو په باب زما او ستا خبرې پر حدثیاتو ولاړې دي، اوس یې په رڼو سترګو وینو چې نه یوازې سر، بلکې پزه، شونډې او غوږونه یې هم پرې کیږي، سنګسار خو لا نارینه خپل شرعي او قانوني حق ګڼي او په رڼا ورځ د ارګ په څو سوه مترۍ کې اور ور اچول کیږي، نو څنګه بیا هم ستا د وینا په استناد له دومره وهلو ټکولو او تهدید سره سره دا دی داسې څه تخلقوي چې له نارینه وو سره سیالي کوي او لا ور نه مخکې هم دي.
د ښاغلي جهاني په خبرو کې ښکاره تناقض لیدل کیږي. دی وايي چې څلور سوه کاله پخوا که کومې میرمنې د مینې اظهار کړی وای، سر ور نه غوڅیده، ځکه په هغه وخت کې هغوی داسې لنډۍ نه دي ویلي او دا ټولې د نارینه وو تخلیق دی. نو اوس څنګه چې پزه، غوږونه، شونډې او لا سوځول هم ورسره دي او تاسو خپله وايئ چې له نارینه وو نه مخکې هم دي، پخوا زمانو کې یې د سر د غوڅولو له ډاره څه نه شوای تخلیقولی او اوس له هغه نه د زیاتو تهدیدونو په دایره کې بیا څنګه له نارینه نه هم مخکې شوې؟
ښاغلی جهاني لازم شواهد غواړي، زه پوه نه شوم چې لازم شواهد دی څه شي ته وايي؟ زه د بل چا شواهدو ته اړتیا نه لرم او په یوازې ډول د خپل نظر په څرګندلو سره وایم چې زه د ښاغلي جهاني دا نظر چې ده ویلي دی چې لنډۍ د ښځو تلخیق نه، بلکې د نارینوو تخلیق دی، نه منم.
بله خبره دا ده چې ما د لنډۍ په باب د دغو مشهورو څیـړونکو چې د لنډۍ په باب یې څیړنې کړي او مقالې او آثار یې خپاره شوي دي، د استناد په ډول راوړي دي او دی وايي چې دا کافي نه دي. زه فکر کوم چې که زه د ده د قناعت له پاره هر څومرښه دلایل پیدا کړم او په مخ کې یې ور ته کیږدم، دی به قانع نه شي او بیا به هم پر خپلې دې خبرې ټینګار کوي چې نه ډیره سلنه لنډۍ د ښځو تخلیق نه، بلکې دا لنډۍ نارینه ووړ جوړې کړي او د ښځو له آدرسه یې جوړې کړې دي. زه په دې پوه نه شوم چې هغه نارینه چې له هر اړخه له ځان نه ښځه جوړوي، له رواني پلوه له ځان نه ښځه جوړوي او ځان د یوې ښځې په رواني چايریال کې دروي او د هغې له خولې او ذهن نه لنډۍ را باسي، دې کار ته څه اړتیا لري؟
د خپلو نوو خبرو په یوه برخه کې ښاغلی جهاني وایي چې « … په ثبت سویو لنډیو کي (که چیري ښځو ته منسوبي سوي لنډۍ ریشتیا هم د ښځو وبولو) اوس هم د نارینه وو ونډه زیاته ده. »
دا خبره د فولکلور او لنډیو په بډاینه کې څه رول لوبوي چې موږ په لنډیو کې د نارینه او یا ښځینه تله درنه او یا سپکه ثابته کړو، خبره د نارینه او یا ښخینه لڼډیو د سلنې په کم والي یا زیاتوالي کې نه ده، بلکې زما سوا ل په تیرو مقالو کې دا و چې تاسو د ښځو له لنډیو انکار کړی او هغه مو ټولې د نارینه وو د فکر او مغز محصول ګڼلې دي. تاسو په هغې برخې داسې ویلي و:
« دغه راز دا خبره زما په عقیده د تاءمل وړ ده چي وایی اکثریت لنډۍ د پښتنو ښځو ویلي او جوړي کړي دي.»
زه یې بیا هم تکراروم چې دا د ښځو په حق کې جفا ده چې د هغوی له استعداد څخه انکار وشي او پر تخلیق باندې یې سترګې پټې شي.
بله د بحث وړ موضوع د لنډیو په لرغونتوب کې ده چې ښاغلي جهاني د استاد رفیع ، استاد غضنفر، استاد شپون او کاروان صاحب پر دې نظریاتو شک ښوولی دی چې لنډۍ دې ډیر لرغونوالی ولري او لیکلي یې دي چې: « ښاغلي بهاند په دې برخه کي هم یوازي د څو تنو پوهانو او شاعرانو په ویناوو او لیکنو استناد کړی دی، چي زما په نظر یوازي د نظریاتو راوړل او په هغوی استناد کول د یوې عقیدې د ردولو او خپلي عقیدې د ثابتولو لپاره کافي نه دي.»
زه فکر کوم چې زه که هر څومره دلایل او د هر چا استدلال په دې برخه کې راوړم د ده قناعت نه حاصلیږي، که تاسو داسې لنډۍ او اسناد غواړۍ چې په څلور زره کاله مخکې زمانې باندې دلالت وکړي، دا یو څه ګران کار دی. بله خبره دا ده چې د ډیرو علمي مسایلو په برخه کې هم په نړیواله کچه ځینې مسایل په ابتدايي بڼه پر حدثیاتو بنا وي، چې یوه یې هم ښايي د لنډيو همدا لرغونوالی وي.
د لنډیو د لرغونوالي او نه لرغونوالي د استدلال په برخه کې ښاغلی جهاني د خالو د لښکرو او ګومل کیسه را اخیستې ده او د بل چا په آدرس خبرې کوي. د جهاني صاحب په لومړنۍ لیکنه او اوسنۍ لیکنه کې اصلي مخاطب بل څوک دی چې دی یې برالا نوم نه اخلي. زما هیله دا ده چې که جهاني صاحب د خالو او ګومل د لنډۍ د راوړنکي او یا هم په نورو برخو کې د خپل اصلي مخاطب په نوم او آدرس لیکل وکړي، ښه به وي، نه سر در ګومه او بې پتې.
جهاني صاحب د خپلې تازه مقالې په یوه برخه کې لیکلي چې:« … موږ باید د خپلو ځوانو څېړونکو او زده کونکو ماغزه په دغه راز بېځایه لیکنو مغشوش نه کړو.»
زه څه د پاسه پنځه دیرش کاله کیږي چې قلم چلوم، ما هیڅ کله د چا یا کوم ځوان، یا کوم زده کوونکي ماغزه په خپلو لیکلو نه دي مغشوش کړي، د ښاغلي جهاني له نظره د چا لیکنې بې ځایه او مغشوشونکې دي، لطفاً د ې د هغه نوم او پته ولیکي او د هغه په آدرس دې لیکل وکړي.
بله مسآله دا ده چې زموږ د وطن اوسني حالات دا نه ایجابوي چې موږ دې اوس د نورو ډیرو ستونزو د حل لارې لټول پریږدو او د لنډیو د لرغونوالي او یا نه لرغوانوالي کیسه را پیل کړو. دا به منو چې لڼډۍ یا ډیر پخوانی ژانر دی او یا هم نوی ژانر، دا زموږ په مخ کې د پرتو ستونزو په حل کې څه رول لوبولای شي چې موږ د لنډیو پر لرغونوالي او نه لرغونوالي باندې مقابله وکړو؟
د بحث بله موضوع چې زه یې د بحث اصلي برخه ګڼم، لنډۍ د شخص په ملکیت کې د راوستلو موضوع ده. ښاغلي جهاني په تیره مقاله کې هم ټینګار کړی و چې لنډۍ هر څوک کولا شي په خپل نامه ثبت کړي:
«… پخوا چي لنډۍ لیکلي سوې نه وې خو چا لیکلای نه سوای؛ اوس چي یې لیکلای سي پریږدی چي په خپلونومونو یې ثبت کړي… »
او په اوسني بحث کې یې لا ټینګار ور باندې کړی دی چې لنډۍ د هر چا په نامه ثبتیدلای شي او حتی خلک کولای شي د خپلو لنډیو دیوانونه هم چاپ او خپاره کړي:
« ځوانان باید کوښښ وکړي چي خپلي لنډۍ په خپلو خاصو ټولګو کي په خپلو نومونو چاپ کړي او د راټولو سویو یا را ټولو کړو لنډیو په کتابونو کي یې وانه چوي. په دې توګه به هم د هر شاعر خپل خپل شعري استعداد څرګند وي، هم به پخې او بېخونده لنډۍ سره بېلي سوي وي او هم به مو د لنډیو امانت، چي له بده مرغه تر اوسه نه دی خوندي سوی، ساتلی وي…»
په هر صورت جهاني صاحب له تیرې مقالې نه لا اوس پرخپلو ټولو هغو نظریاتو ټینګار کوي چې ما ور باندې بحث کړی و. دی د هر بحث په برخه کې وايي چې د آصف بهاند دا دلایل کافي نه دي. د ښاغلي جهاني نظریات زما له پاره د یوه شخص د نظریاتو په توګه د قدر وړ دی او زه یې در ناوی کوم، خو ورسره دا خپل حق ګڼم چې د لنډیو د تاریخ، جولې، منځپانګې او د ثبتولو د ستونزو په باب خپل نظر څرګند او دفاع ور نه وکړم.
دجهاني د لیکنې پردوو ټکو
یوڅرکنده ګوت نیوی
زموږ د لیکوالو له ډیرو مهمو نیمګړتیاوو څخه یوه داده چې کله یوڅه ، یوه مقاله لیکي ، زیاتره هغه دیوه سم سمکي پرلامل دویم ځل یا نه لولي او یاداچې د خپلو لیکوالو درناوي په پام کې نه نیسي اوخبره پردغه ټکي ختموي چی ګواکي هرچه پیش آمد خوش آمد … دجهاني صاحب مقاله هم داسې یو لړۍ وه چې سر اوپای یې د یوه تسلسل په مزي باندې نه شي تړل کیدای ، داسې فکر کیږي چي غواړي علم هم د شعر له هندارې وګوري او قضاوت هم دخپل مقام له لوړو په فضل فروشئ باندې تعبیرشی .
محترم بهاند صاحب خبره په علمي تسلسل کې طرح کړي او لنډۍ یې دهغو د ارزښت ، هنر او ټولنیزې انطباع پرمنطق تحلیل کړې اوهم یې هم هغه پایله چې په علمی لحاظ قدماوو په دغه ترڅ کې بیان کړي ، دیوه منطقي تحلیل په ترڅ کې ده هم تایید او منلې ده ، خو جهاني په دغه ترڅ کې خبره تریوې بلې لکۍ رانیولې ، مخکې تردې چې هغه لکۍ هم په لاس ورشي ، هغه یې ترې ایستلی او منطقی تسلسل یې دشخصي اخیستې پر سرچپه ستیج باندې درولي دی .
زه په دغه اړه دده دوو خبرو چې د ادب د قدماوو په وینا دغرابت داغ پرټنډه لري له یوې هیښتیا سره مخامخ کړم ، اوهغه داچې دده په اړه زیاتره فکر کوي چې دی دادبیاتو شاګرد دی ،خو ترکومه چې معلومه ده ده کله هم ادبیا ت نه دي لوستي اودغه ډګر ته لکه میلمه راننوتي دی ، ده تاریخ ویلي او هغه یې په لیسانس کچه مسلک دی ، چې زه دده له مسلک سره اړوندې خبره حیران کړم لکه چې لیکي :
« البته هیڅ تاریخي متن د سلطان محمود په لښکرو کي د خالو په نوم د کوم جنرال یا پښتانه قوماندان یادونه نه ده کړې. که چیري چا په دې اړه کومه کیسه کړې وي نو هغه یوازي فوکلوري ارزښت لري او د تاریخي پېښي په حیث استناد نه سو په کولای. موږ باید د خپلو ځوانو څېړونکو او زده کونکو ماغزه په دغه راز بېځایه لیکنو مغشوش نه کړو.»
اوس سوال دادئ چې دځوانانو ماغزه ( زما لپاره دا جمله دپوښتنې وړ ده چې ماغزه څنګه مغشوش کیږی ، که منطق سره وایو ، دماغزو مغشوش کیدل ، خو نن سبا علم مغزي سکته بولی ) ، څنګه مغشوش کیږی اوڅوک یې مغشوش کوي ؟
داڅنګه کیسه ده چې نومیاليو مورخینو لکه علامه حبیبی ، پوهاند رشتین، علامه رشاد اوترهغو دمخه په کلاسیکو لیکوالو او آثارو لکه مخزن الافغانی ، فرشته او نوروکې د پښتنو په یوه حساب اووو او پربل حساب نهو ملکانو نومونه چي یو په کې ملک خالو دی نومونه یادکړي ، آیا جهاني صاحب دتاریخ دیوه لیسانس په توګه تراوسه دغه ټکی نه دی لوستی ؟ که د پورتینو لیکوالو یادونې کیسې وي ، بیا نو ښه داده چې ووایو تاریخ ګردسره کیسه دی ، چی ته یې خپله زده کونکي هم یې ،اوکه کیسه دنه منلو وړ وي نو ددې اړتیا څه وه چې بیا مو څلورکاله په کې تیرکړل او آخر هم شاعر ترې را ووتې …
تحقیق حکم نه دی ، اونه باید له هغه څخه د تحکم او خود خواهي او ځان ښودنې پرلامل کار واخیستل شي، تحقیق یو شی دی او ځان ښودنه اوفضل فروشي بل څه ؟؟؟
هیله ده پورتني ماځذونه لږ په دقت سره ولولئ ، حتمي ملک خالو موندلی شي ، خیر دا که په غزنوي دوره کې نه و نو په غوری دوره کې خامخا شته …
بله دنه منلو خبره وړ خبره چی ستاسې په امرباید ومنل شی اوهغه دا توصیه ده چې یو فولکوریک فورم ، هغه چې د پښتو شفاهی ادب شمزۍ جوړوي په دیواني فورم بدلول مشوره ورکوي ، نه پوهیږم جهانی صاحب خوب وینې او که مو ځان په خوب اچولي ، لومړی باید موږ ددې لپاره یوه بیلګه پیداکړو چې د شفاهی ادب یو ډول په یوه ژبه کې د نړۍ په کوم ادبي بهیرکې دیوانی ډګر ته را اوښتی وي ، بله خبره داچې جهانی صاحب په دغه کار کې ترهرڅه دمخه ځوانانو ته مشوره ورکوي چی باید لنډۍ ولیکي او په خپلو نومونو یې ثبتې کړي ،« البته ځوانان باید کوښښ وکړي چي خپلي لنډۍ په خپلو خاصو ټولګو کي په خپلو نومونو چاپ کړي او د راټولو سویو یا را ټولو کړو لنډیو په کتابونو کي یې وانه چوي. په دې توګه به هم د هر شاعر خپل خپل شعري استعداد څرګند وي، هم به پخې او بېخونده لنډۍ سره بېلي سوي وي او هم به مو د لنډیو امانت، چي له بده مرغه تر اوسه نه دی خوندي سوی…»
خو زه بیا وایم چې جهانی صاحب ولي داکار له ځانه نه راپیل کوي ، دا کار به هغه کار سره ورته والی ونه لري لکه چې زموږ یوه ژبپوهاند ته څونومیالیو پوهانودټوکې په ترڅ کې مشوره ورکړې وه چې تا خو لوی خدمت ته ملاتړلې ، که چیرې قرآن شریف هم په خپل دغه ډول سره وژباړې ، نوبیا به مو دغه طرزاو دغه نوښت ترعامو اوخاصو پورې ورسیږي …
زه فکر کوم چي جهانی صاحب که دعه کار له ځانه راپیل کړي ، دا به تردې ښه وي چې دغه بې وخته او نه تجربه شوې مسوولیت پرځوانانو ورحواله کوي . ځوانان باید دا کار ونه کړي ، اوکه یې وکړي نه چې ځانته په دغه کار سره دومره حیران شي چې یو ناڅاپه یې دخوشال نیم بیتی له خولې راووځي او ځان په داسې یوه آیینه کې وګوري او ووایي چې : دخره خسي کول دي لاس ګنده ګریوان پاره ؟!!
او وروستي خبره داچې ما دبهاند صاحب مقاله لوستي ، هغه له علمی اوتحقیقي نورمونو کوم تیری نه دی کړی ، یوانتقادیي کړی چې پرهغه باندې موږ باید ځانونه هغه دهندی سندرې سر ( تجي مرچی لګا می کیا کرو ! ) نه کړو ، پریږدئ چې د مسلک خاوندان، کارپوهان یو چا ته د خپل مسلک او رسالت پر اساس لارښونه وکړي ، انتقاد وکړي ځکه چی دایی مسلک دی او دغه ډګر ته له خپل مسلک څخه را مغضوب شوی نه دی .
په درنښت
ستاسې کابلي والا – هند