امریکايي چارواکي د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پريښودو ته چمتووالی نیسي. د امریکا دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي، امریکا په افغانستان کې د اوږدې مودې پاتې کېدو ته چمتووالی نیسي. بل لور ته د اوباما لخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوي نومول شوي عمومي قوماندان نیکلسن هم د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار کړی، خو زیاته کړې یې ده چې ټولیزه ارزونه به تر راتلونکو دوو میاشتو وړاندې کړي.
د اوباما د پلان لمخې د روان زیږديز کال تر پایه به په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو شمېر ۵۵۰۰ تنو ته راټيټ کړی شي او دغه شمېر به د ۲۰۱۷ کال تر پایه په کابل کې د امریکا د سفارت تر ساتنې راکم کړی شي، خو اوسمهال ټینګار دا دی چې اوسنی شمېر (۹۸۰۰) باید پهخپل ځای وي. حتی د شمېر زیاتوالي مسله هم مطرح ده.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت تمدید اصلي لامل د ترهګرو او وسلهوالو مخالفینو پراخ فعالیت په ګوته شوی او امریکا پدې باور ده چې افغان امنیتي ځواکونو لا دا توان ندی پیدا کړی چې په خپلواکه توګه د دغو ننګونو پر وړاندې ودرېږي.
واقعیت دا دی چې ۲۰۱۵ کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی او خطرناک کال و. د تیر میلادي کال په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه اوج ته ورسېدل او حتی د ژمي په موسم کې هم جګړه روانه ده. باوجود د دې چې افغان ځواکونو د مخالفینو اهداف خنثی کړي، اما ورسره یوځای د تلفاتو شمېر هم لوړ شوی دی (تلفات لدې امله لوړ شوي چې د ټول هېواد امنیتي چارې د افغان ځواکونو پر غاړه دي او د بهرنیو ځواکونو پر ځای دوی د جګړې په لومړۍ لیکه کې په جنګ بوخت دي. له ۲۰۱۴ کال وړاندې د عملیاتو مشري د بهرنیانو پر غاړه وه).
سربیره پر دې چې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، د تجهیز په برخه کې دغه ځواکونه له ستونزو سره مخ ول. ځمکنۍ قواوې تر یوه حده تجهیز شوي، اما د هوايي قوا تجهیز لپاره اوس هڅې روانې دي. د امکاناتو نشتوالی د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي. دا چې امکانات کم دي او په ځینو حالاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو امکانات له وسله والو مخالفینو سره یو شان دي، نو څنګه به د جګړې په ډګر کې مثبت بدلون راشي؟
که امریکا له هماغه لومړیو څخه د هوايي ځواک تجهیز، روزنې او پیاوړتیا لپاره کار کړی و، نو اوس به له ستونزو سره نه وه. دا چې امریکا په ۲۰۰۷ کې پلان کړه چې د افغانستان هوايي ځواک به جوړوي، نو ناوخته ده، ځکه د یوه پیلوټ روزل کلونه وخت غواړي. همداسې د تجربې ترلاسه کول هم د کلونو کار دی. که په ۲۰۰۲ کې د هوايي ځواک تجهیز لپاره کار شوی وی، اوس به نه یوازې چې روزل شوي پیلوټان او تخنیکران موجود ول، بلکې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدو ته به هم اړتیا نه وه.
د حکومت مسوولیت او مکلفیت دا دی چې له ټولو افغانانو ساتنه وکړي، خو د امکاناتو په نشتون کې به څنګه پدې بریالی شي چې له اتباعو څخه ساته وکړي؟ له همدې امله ده چې کمزوري حکومتونه پیاوړو ملاتړو ته ضرورت لري. د ملاتړ په برخه کې افغانستان له ناټو او امریکا سره امنیتي موافقت نامې لاسلیک کړي دي. د افغانستان او امریکا ترمنځ په لاسلیک شوې موافقت نامه کې راغلي چې د اړتیا پر مهال به امریکايي ځواکونه د افغان حکومت په غوښتنه مرستې ته رادانګي. دغي ټکي ته په کتو، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت د دوام سرمنشأ امنیتي سند دی. له امنیتي موافقت نامې ورهاخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو تړون لاسلیک شوی دی. د دغه سند پر اساس امریکا له افغان دولت سره مرستو ته ژمنه ده.
د پورتنیو کرښو په پام کې نیولو سره، افغان حکومت د نړيوالې ټولنې؛ بخصوص امریکا پوځي او مالي مرستو ته ضرورت لري. پدې کې شک نشته چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پاتې کېدو په لړ کې واشنګټن خپل اهداف تعقیبوي، خو دا هم مهمه ده چې افغانان څنګه دغه اهداف له خپلو موخو سره همغږي کوي او ترې مثبته استفاده کوي.
خو د امریکا لپاره غوره دا ده چې د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، روزنې او مشورې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، ځکه لدې لارې به توانېدلي و اوسي چې هم مالي او هم ځاني زیانونه کم کړي. پدې لړ کې د هوايي ځواک تجهیز ته لومړیتوب ورکول هغه څه دي چې له یوې خوا بهرنیو سرتېرو ته اړتیا کموي او له بلې خوا د دې باعث کېږي چې د افغانانو سربېره د امریکا په شمول د افغان دولت نړيوال متحدین د ترهګرۍ له شره خلاص شي، یا لږ تر لږه دغه خطر کم شي.