تاند – د افغانستان د کرکټ نولس کلونو لوبغاړو په نړیوال جام لوبو کې نن دوشنبې د کاناډا د نولس کلونو لوبغاړو ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو دا لوبه په داسې توپیر وګټله چې لا د لوبې ۱۵۵ توپه پاتې وو. لومړی بیټنګ کاناډایي لوبغاړو وکړ چې په پنځوس اورونو کې یې یوازې ۱۴۷منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل. افغان باولرانو یو ځل بیا ښه لوبه وکړه ، شمس الرحمان او مسلم موسی هر یوه درې ویکټې واخیستې، رشید خان دوه تنه اوټ کړل او یو ویکټ هم طارق واخیست.

ټاکلي هدف ته افغان لوبغاړي په ۲۵ اورو کې ورسیدل.. د بیټنګ په برخه کې طارق ۵۶، احسان اله ۳۱ او کریم جنت ۲۹منډې جوړې کړې.

طارق د خپلې ښې لوبې په پار د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

که څه هم افغان لوبغاړي نن ښه وځلیدل خو دوی په روان نړیوال جام کې خپلې مخکنۍ دوې لوبې یوه له پاکستانه او بله له سریلانکا چې د کرکټ بورډ بشپړ غړي هیوادونه دي، بایللي دي او له دې سره یې دا چانس له لاسه ورکړی دی چې بل پړاو ته ووځي. سریلانکا او پاکستان سبا لوبه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *