تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک یې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د داعش راډیو ویجاړه کړه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن /دوشنبه/ وویل چې افغان هوايي ځواک په اچین ولسوالي کې پر هغه ځای بمباري وکړه چې د داعش د خلافت په نوم راډیو ورڅخه خپرونې کولې.

د جنرال وزیري په وینا له بمبارۍ وروسته د داعش د راډیو ږغ نه دی اورېدل شوی او د دې معنا دا ده چې د خلافت راډیو ویجاړه کړای شوې ده.

خو د ننګرهار اوسېدونکو تاند ته وویل چې تر دې مخکې لږترلږه درې ځلي نور هم د داعش راډیو غلې شوې وه مګر بېرته فعاله شوه.

د داعش راډیو چې نژدې دوه میاشتې پخوا په ننګرهار کې خپرونې پیل کړې، په وروستیو ورځو کې په دري او عربي ژبو هم د دې ډلې لپاره تبلیغات شروع کړي وو.

دې رادیو خلک د ابوبکر بغدادي بیعت او له داعش سره د دوی په وینا جهاد ته بلل.

4 thoughts on “دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې یې د داعش راډیو ویجاړه کړې”
  1. طالب نیوز دننګرهاریانو له خولی لیکلی چی راډیو اسټیشن په هوائي ډکرکې دي اوتاسو دکوم غره ځوکي لټوی اوبمباروی نورهم دملت او اولس په سترګوکی خاوری ورشندی

  2. د رادیو یوه دستګاه د کالیو دیو وړکی بکس په اندازه ده چی هرچیری څوک وغواړی اتقالیدای شی غټه خبره داده چی داسی یوی رادیو ته فریکانس څنګه توزیع شوی ځکه هره رادیو چی نوی تاسیس کیږی فریکانس ته ضرورت لری بدون دفریکانس نشرات نشی کولای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *