تاند- پاکستان وايي په کابل کې د سرحدي او عامه نظم د پولیسو پر قوماندانۍ د دوشنبې د ورځې تروریستي حمله په کلکه غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل:«د پاکستان حکومت د افغانستان له حکومت او دغه راز د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګندوي. موږ یو وار بیا پر دې تاکید کوو چې تروریزم که هغه په هر ډول او بڼه وي، غندو یې.»

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل دي.

اکثره ټپیان او وژل شوي کسان د ماشومانو او ښځو په شمول ملکیان دي.

د کورنیو چارو وزارت تېره شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پېښې اکثره قربانیان ملکیان دي.

د عامه نظم د پولیسو د قوماندانۍ ویندوی جاوید نیازي وویل چې ترهګر غوښتل چې قوماندانۍ ته ننوځي، خو کله چې پولیسو یې مخه ونیوله ، د انتحاري حملې واسکټ یې پر سړک وچاوداوه.

په پېښه کې د عامه نظم دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې برید کې نژدې ۴۰ تنه پولیس وژل شوي دي.

طالبان عموماً له مبالغې کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ