محمد رحیم سکندر

اکثره خاطرې داسې وي چې په لومړیو کې خطره وي (غربت، بې کسي، ستونزې، مصیبتونه، مظلومیت او نور بې زغمه جنجالونه ) وي، خو کله چې وخت تېر شي بیا همغه مصیبت په جالبه خاطره بدل شي.

فرضاً : که له ولسمشر سره په ناسته کې یو ملګری د ولسمشر ژبښویدنې ته په زوره وخاندي، خو دا خندا دومره اغېزناکه وي چې نور ملګري هم په پوزه کې وډسکیږي ، اصلاً دا بې احترامي ده ، واقعاً هغه څوک به هم ډېر خفه شي چې ویې خندل ، ځکه وایي به چې سزا را نه کړي ؛ خو کلونه وروسته به یې په کیسه کې هم نه وي او همدا به جالبه خاطره وي او په ډېرو ځایونو کې به یې په فخر سره وړاندې کوي .

مونږ په ماشومتوب کې د غریبۍ له لاسه له لویو خوښیو نه محروم وو ، پخپله غریبۍ به ډېر شرمیدو ، کله به مو په اخترونو او ودونو کې جامې او څپلۍ نه وې او کله به لویانو خبرو ته نه پرېښودو او وهلو به یې ؛ خو اوس چې را لوی شوو نو مونږ ته تر ټولو همدغه د ماشومتوب خاطرې جالبې دي . اکثره له خطرو او ترخو شېبو ډکې خاطرې مونږ ته جالبې ښکاري .

مونږ دا خاطرې هغه وخت وړاندې کوو چې کله له هغه حالته ( غریبۍ ، بې کسیۍ او بې سوادۍ) نه راوتي او په لوړ موقف کې وو ، زه نه پوهیږم چې ځینې انسانان سره له دې چې دا ډول خاطرې هم لري خو بیا یې هم له غروره لاسونه اوچت نیولي او لاندې خلکو ته د پورته کیدو لاس نه ورکوي .

یو وخت مې دا لنډۍ له ځان سره وویله :

له دېنه لا وړوکی ښه وم

د جینکو سره به یو ځای ګرځیدمه

ملګري فریالله قربان راته وویل : دغه لنډۍ زما نه خوښیږي ، ځکه هغه وخت چې زه ماشوم وم ، د اوس په شان مې مینه او غریزه نه درلوده ، نو ما په جینکو څه کول !؟ کله چې زه ماشوم وم په ګټه او تاوان نه پوهیدم او نه مې هم مسوولیت پېژانده ، حال دا چې هغه تر ټولو بې غمه عمر و .

په ځینو مواردو کې انسان هغه وخت د یو کار ارمان کوي چې د نه لرلو پر مهال یې په ارزښت پوه شي .

په عموم کې خاطرې په دوه ډوله دي ، خوږې او ترخې خاطرې . د ځینو خلکو ترخې خاطرې نه خوښیږي ، خو بیا یې هم په مرکه او ناسته کې یو څوک په ویلو مجبوروي چې مجلس پرې ګرم کړي .

افغان کرکټ لوبغاړي ځینې داسې خاطرې لري چې ورته وبه ژاړې ، دوی وايي چې مونږ یو وخت په هوټل کې ډوډۍ وخوړه ، خو پیسې نه وې را سره نو په بدل کې مو څادر ورته کېښود ، همدا راز مو ډېر ځایه وچه ډوډۍ خوړلې ده ، خو خاطرې یې ځکه جالبې دي چې ستونزې یې ګاللې دي او تر کامیابیه را رسیدلي دي او اوس له دریو سوو ډالرو ونیسه ان تر لسو زرو ډالرو پورې کرکټ بورډ معاشونه ورکوي . دا خاطره مې له ښایسته ګل عابد څخه اوریدلې وه .

یو وخت مې له ملګرو سره وعده وکړه چې بېګا ته به زما په اطاق کې پاتې کیږو ، په دې ورځ یو ملګري میلمه کړم او ښار ته را نغلم ، ملګرو ته زما نه راتګ دوکه ښکاره شوه ، دوی مې اطاق ته راغلي وو ، خو کیلي ( کونجي) نه وه ور سره او قلف یې مات کړی و ، په اطاق کې زما یو تصویر و هغه یې را اخیستی و ، ږیره ، بریتونه ، پېزان او چشمې یې په قلم ور جوړ کړي وو او سحر یې همداسې خېرن خچن اطاق ( کوټه) را پريښې وه ، سحر مې چې همدا حالت ولید ډېر په غوسه شوم ، پرېکړه مې وکړه چې نور به له دې ملګرو سره لاره بېلوم او بدل به ترې اخلم ، خو بیا مې حوصله وکړه او تر ننه مې څه ونه ویل ، خو اوس چې خپل عکس ته وګورم او هغه د اطاق بد حالت را یادوم نو له هغو ملګرو سره یو ځای ورته خاندو .

د اکثرو لیکوالانو او عالمانو خاطرې داسې وي چې په ژړا ارزي ، خو دوی یې ډېر په خوند او خندا سره وړاندې کوي .

په ځینې خلکو چې بدې خاطرې تېرې وي نو له شرمه یې په بل چا ورته تړي او د ټوکې په شان یې وايي .

هره خاطره باید ولیکل شي خو په ځینو خاطرو ویاړ نه دی په کار . ځکه ځینې داسې خاطرې هم وي چې راتلونکي خلک په ژوند کې بده ګټه ترې اخلي . د فیلسوف غني خان په ژوند کې ډېرې داسې خاطرې تېرې شوې دي چې له اسلام او زمونږ ټولنیز ژوند سره په ټکر کې دي ، خو ځینې خلک یې په فخر سره یادوي ، مثلاً : غني خان یوه ورځ خره ته شراب ورکړي وو او ټوله ورځ یې له غره نه بارونه پرې را چلولي وو ، له دې نه لوستونکي دا برداش هم اخلي چې غني خان پوخ شرابي و او مینوال یې هم بیا دې ته ورته کارونه کوي ، ځکه منل شوي غني خان دا کارونه کول ، کله به یې په عالم په زوره شراب خوړل او کله به یې په نشه کې داسې کانې کولې چې اوس هم متاسفانه مونږ پرې ویاړو .

خاطره له ټوکې سره دومره فرق لري چې ټوکه په بل چا تېره وي خو ته به هلته نه وې موجود ، خو خاطره بیا که په تا او یا په بل چا حساسه شېبه تېرې وي خو ته بې یې شاهد وې ( هلته به موجود به وې) .

ځینې مشران ډېر ذهین وي او ډېرې پخوانۍ خاطرې ورته یادې وي ، له داسې خلکو سره ددې لپاره هم ملګرتيا په کار ده چې ورنه ویې لیکو ، ځکه ځینو مشرانو لیکل نه وي زده او که زده یې هم وي هره خبره یې له وسه نه وي پوره چې ویې لیکي ، نو که مونږ یې هم ترې ونه لیکو همداسې به ډکه کرکرۍ خاورو ته یوسي .

باز محمد عابد هم یو وخت په فسبوک کې د خاطرو لړۍ پیل کړې وه ، که څه هم ډېری خاطرې یې ځوروونکې وې خو بیا هم جالبې وې ، ځکه ډېری خاطرې یې په لیکوالو او شاعرانو ( افغان ادبي بهیر) پورې تړلې وې .

مونږ د ټوکو ټکالو ډېر کتابونه چاپ کړل خو که د خاطرو کتابونه هم چاپ شي ، دا به ټولنې ته د ژوند یو بل رښتینی تصویر ور وښودل شي ، ټوکې له ځانه هم په یو چا پسې جوړیږي ، خو خاطرې اکثره رښتیني وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *