تاج محمد مبین

د ماسټر کارډ نړیوالې تجارتي ادارې له خوا په یوه خپره سوې ارزونه کې په لومړي ځل د اسیایي هېواد تایلند پلازمینه بینکاک په روان ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د هغو شلو ښارونو په سر کې راغلي، چې زیاتو سیلانیانو ترې لیدنه کړې ده.

دغه ارزونه چې تازه خپره سوې ده، پکښې راغلی، چې د ۲۰۱۳ کال د پیل نه د تېر جولای تر میاشتې پورې ۱۵،۹۸ ملیو1نه سیلانیانو له دغه ښاره لیدنه کړې ده.

په دوهم ځای کې لندن راغلی، چې په روان ۲۰۱۳ کال کې یې تراوسه ۱۵،۹۶ سیلانیان لرلي. د ماسټر کارډ ادارې په ارزونه کې راغلی، چې د تایلنډ ترڅنګ د یوشمېر نورو اسیایي او د منځني ختیځ ښارونو سیلانیان هم مخ په زیاتېدو دي.

ماسټر کارډ کمپنۍ چې په نړیوال تجارت کې مهم ځای لري، ویلي، چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې بینکاک ته د سیلانیانو شمېر ۹،۸ فیصده وو، خو دغه شمېره د ۲۰۱۳ تراوسه ۱۸ فیصده ته لوړه سوې ده.

ارامه فضا، غوره میلمه پالنه، د خوړو مناسب خدمتونه او فعال تراتسپورټي سیسټم هغه معیارونه دي، چې د ښارونو او هېوادونو د سیلانیانو په زیاتېدو کې مهم رول لري.

د ماسټر کارډ ادارې یو چارواکي هیډریک اوونګ رسنیو ته ویلي، چې بینکاک ټول هغه معیارونه او اسانتیاوي په پام کې نيولي، چې د یوه ښکلی ښار لپاره مهم بلل کېږي.

په رپوټ کې راغلی، چې د تایلنډ ترڅنګ سینګاپور، توکیو، کوله لمپور، هانګ کانګ او سیویل هم د هغو پنځو هېوادونو څخه شمېرل کېږی، چې د اروپا او منځي ختیځ څخه زیات سیلانیان لري.

که څه هم د نیویارک ښار په روان کال کې تراوسه په پنځم نمبر دی، خو د ماسټر کارډ ادارې ویلي، چې دې ښار د نړيوال سیاحت له لارې تر ټولو ډېرعاید ترلاسه کړي دی.

دغه ښار د روان ۲۰۱۳ کال تر تېر جولای پورې د نړیوال سیاحت له لارې ۱۸،۶ میلیارډه ډالره عاید ترلاسه کړي دی. لندن ښار په همدې کال کې ۱۶،۳ او بینکاک ۱۴،۴ میلیارډه ډالره عاید ترلاسه کړي دی.

د ماسټر کارډ ادارې ویلي، که د یو شمېر اسیایي او منځني ختیځ هېوادونو چټکه وده همداسي دوام ولري، نو تر ۲۰۱۶ کال پورې به دوبۍ او استنبول د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې راسي، چې تر ټولو زیات سیلانیان لري.

د ماسټر کارډ په وینا اوسنۍ شمېرو ته په کتو ښایي دا کال بینکاک، لندن، پاریس، سینګاپور، او نیویارک د نړۍ په کچه د هغو پنځو ښارونو په کتار کې راسي، چې تر ټولو زیات سیلانیان لري.

ماسټر کارډ ویلي، چې د اسیا او منځني ختیځ هېوادونو د سیلانیانو زیاتېدل، د نورې نړۍ سره ددې سیمو د تړل کېدو په معني دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *