تاند- ملګري ملتونه وايي چې له افغانستان، عراق او سوریې څخه اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو اکثریت اوس ماشومان او ښځې تشکیلوي.
دا په داسي حال کې ده چې په اروپا کې ۱۰ زره بې سرپرسته پناه غوښتونکي ماشومان بې ردکه شوي دي.
د ملګرو ملتو په وینا، له تېر کال راهیسي چې د مهاجرو بحران پیل شوی د لومړي ځل لپاره اروپا ته تر نارینه وو ښځې او ماشومان زیات ځي.
د ملګروملتو د ماشومانو د ادارې یونسیف د راپور له مخې، د ترکیې له لارې یونان ته د اوښتو پناه غوښتونکو او مهاجرو په سلو کې نژدې ۶۰ ماشومان او ښځې دي.
له دې داسي ښکاري چې د تېر کال د جون له میاشتې را په دې خوا په دې برخه کې لوی بدلون راغلی دی. هماغه مهال په سلو کې ۷۳ مهاجر لویان او یوازې په سلو کې ۱۰ تر اتلس کلونو کشران ول.
په همدې حال کې ناروې وايي چې په کابل کې به یو روزنځای جوړ کړي او ناروې ته ورغلي افغان ماشومان به دغه مرکز ته بېرته ولېږي.
په اروپا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د بحران لپاره د یونسیف ځانګړې همږغوونکې مري پیري پویریر نن /چهارشنبه/ په یوه اعلامیه کې وویل، ماشومان او ښځې اروپا ته د سفر په لړ کې له لا زیات خطر سره مخامخ وي.
د جنورۍ په یودېرشمه د اروپايي اتحادیې د قانون د اجرا د همکارۍ ادارې یوروپول وویل چې لږترلږه ۱۰ زره بې سرپرسته مهاجر ماشومان په تېرو دوو کلونو کې په اروپا کې وروسته له دې بې درکه شوي چې په دولتي ادارو کې ثبت شوي وو.