د شرم خبره خو داده چي موږ خپله خپل پرمختګونه غندو او دا ثابتوو چي څومره له خپلو ملي ګټو څخه لېري او د خپل ځان د پرمختګ مانع ګرځو .
دغه راز په خپل دې حماقت سره د خاوري دښمنانو ته هم اړتیا نه پیدا کوو چي موږ تخریب کړي ، ځکه تر هغوی مخکې لا دا کار موږ خپله کوو .
دا خبره مي د پښتو په پیاوړي او مخکښه ویب پاڼه ( تاند ) کي د ویس سمون بارکزي په نوم د یوه بې هویته کس د مطلب تر لوستلو وروسته را پر زړه سول .
له شک پرته پرمخ تللي ښارونه د انساني پرمختګ لمړي مرکزونه دي .
کندهار د معاصر افغانستان د بنسټ اېښوونکي ستر احمد شاه بابا پلرنی مېنه ده او تر کابل وروسته د هیواد دوهم ستر ښار دی .
دلته که تر څو کالو مخکې پوري به د ژوند امکاناتو او چاپيریال ته چي چا کتل نو د کندهار نوم تر اصلي څېرې ډير لوړ ورته ښکاریدی .
دا ځکه چي نه يې ښار پر ورځینو غوښتنو برابر وو ، نه يې د کارو بار مرکزونه له نورو ولایاتو سره د پرتلې وړ وو او نه يې هم ښاري خدمتونه او د اوسیدو ځایونه .
آن تر دې چي د دې ستر او لر غوني ښار د وروسته پاته والي خبره ډيره مشهوره وه .
خو په کندهار کې د یوه ستر ابتکار او نوښت له برکته د عینو مېني د ښارګوټي په جوړیدو سره د دې ښار تصویر بدل سو .
دې کار نه یوازي دا چي زرګونه انسانانو ته ښاري اخلاق عملآ ور زده کړل تر څنګ يې په سیاسي لحاظ هم هغه باورونه لمنځه ولاړل چي ګواکي پښتانه د پرمختګ او ښاري تمدن مخالف دي او په خپل ژوند کي هیڅ نوښت نلري .
په عینو مېنه کي منظم ښاري پلان تر ټولو اول زرګونه کسان دې ته علاقمند کړه چي د روښانه راتلونکي په نیت د خپل ځان لپاره کورونه پکښې جوړه کړي ، پانګه ونه پکښې وکړي او د خپلو اولادونو روښانه راتلونکې تظمین کړي .
دلته د علم په برخه کي په لس ګونو ستر تعلیمي او فرهنګي مرکزونه ، لېسې ، دیني مدرسې ، لوی لوی او هسک مسجدونه .
د عامه خدمتونو په برخه کي پاخه سړکونه ، پارکونه ، د سپورټ میدانونه ، ښکلي تذهین سوي چوکونه ، د اوبو او برق منظم سیستمونه او د نورو ښاري اړتیا وو پوره کیده .
د تجارت په برخه کي ستري مارکیټونه ، د حرفوي زده کړو او دکارو بار په سل ګونو مرکزونه ، هوټلونه ، رسټورانټونه او سپورتي ګلبونه.
لنډه دا چي عینو مېني د عصري ژوند طریقه او ښاري اخلاق خلګو ته ور ښودل او دا ښار د پښتنو د تهذیب یوه نمونه و ګرځیدی .
تر ټولو مهمه خبره داده چي د عینو مېني ښارګوټی خپله د کندهار د عامو خلګو پانګه ده او تر ټولو ستره اقتصادي ګټه يې عامو خلګو ته رسیدلې .
بل مهم ټکی دادی چي دلته د ټولني د هري برخي څخه خلګ پکښې اوسي .
ښه نمونه يې د مجبور اباد د سیمي اوسیدونکي دي چي له مالي پلوه په ټول کندهار کي ډير ناتوانه او د هغوی د اوسیدو ځای ته يې ځکه مجبور اباد ویل چي یوازي به مجبور او اړ خلګ پکښې اوسیدل .
خو هغو ټولو کورنیو ته په عینو مېنه کښې کورونه ور کړه سول او اوس يې هر یو ښه ژوند لري .
پدې ډول باندي هغه چا چي شل زره پانګه ونه پکښې کړې څلو برابره يې ګټه ورباندي تر لاسه کړې .
زه شخصآ ډیری داسي کسان پيژنم چي له اقتصادي اړخه په ډير ټيټ حالت کي وو منګر نن د عینو میني له برکته يې ښه سرمایه پیدا کړې .
په کور دننه او له هیواده بهر هر څوک چي کندهار ته راغلی له عینو میني څخه يې لیدنه کړې او دا ستره ملي پروژه يې په ګاونډیو هیوادونو کي هم بې ساري بللې .
شاهد د حال یم چي په تیرو ۲ میاشتو کي د چين او ترکيې غوندي د پرمختللو او سترو اقتصادي هیوادونو سفیرانو له عینو ميني څخه د لیدني پر وخت دومره متاثر سول چي څوک يې باور نسي کولای .
ترکيې او چین داوړو د دې ښار ګوټي د پانګونې له برکته چمتو والی و ښود چي په کندهار کې به خپله پانګه ونه او تجارتي اړیکي زیاتي کړي .
له دې ټولو سره ، سره د عینو مېني په اړه د ځینو خود غرضه او نا اهله کسانو منفي فکر خپله یو حماقت او بې خبري ده او له شخصي عقدې پرته بل څه نسي ګڼل کیدای .
د دې تر څنګ د افغانستان او په خاص ډول د پښتنو خارجي دښمنان هم دغه ډول یوه ملي پروژه نسي زغملای او وخت پر وخت يې د تخریب هڅه کړې .
د دې کار لپاره يې د ویس سمون بارکزي په څېر په مستعار نوم باندي کسان ګمارلي او د پښتنو د دې ستر وطن د مشرانو ، شخصیتونو او ملي پروژو په تخریب پسي يې را اخیستي او عامه ذهنیتونه يې په اړه خرابوي .
که دا نه وي نو ممکن ځیني بد ګمانه کسان د خپل عادت او کورنۍ تربيې له مخي د بل چا د پرمختګ حوصله ونلري .
هغه د یوه سیمه ییز شاعر بیتونه دي چي وایی (خپله به هیڅ وي خو بل زغملای نسي – پښتانه دي یو او بل زغملای نسي ) .
خو دا حقیقت د لمر په څېر روښانه دی چي عینو مېنه یو ستر ابتکار دی او د دې ستري خدمت کونکي د افغانستان ريښتني او صادق بچیان دي او دا ستر اولس يې مدیون دی .
دلته مهمه داده چي د مثبت فکر لپاره تر ټولو اول زموږ ټولنه ذهني بیا رغاونې ته اړتیا لري تر څو د پرمختګ پر لوري متین ګامونه واخلو .
تر هغو چي اول له خپلو ذهنونو څخه د نفرت او شخصي عقدو ګردونه پاک نه کړو په خپل شخصي ژوند کي هم بریالیتوب ته نسو رسیدلای .
سوال دادی چي د همسایه هیوادونو ملتونه ولي ځیرک او خپلو ګټو ته هوښیار خلک دی او خپل لږ پرمختګ هم ډير ستر ګڼي او موږ افغانان د دې برعکس یو .
ممکن یو جواب يې داوي چي هلته هر څوک د خپل کار جواب ویونکی دی .
خو موږ بیا د خپل وروسته پاتي والي او بې علمی له کبله د بل کار ته ډير پام کوو او کوښښ کوو چي تخریبي روحیه وپالو .
تر هغو چي ملي ګټو ته تر شخصي ګټو لمړیتوب ور نکړو ، د شخصي عقدو ، کرکي او نفرت له مرض څخه جوړ نسو هیڅ ممکنه نده چي موږ دي د تعلیم په شمول د ژوند په هیڅ برخه کي روښانه سبا ولرو .
دیدار اتل
کندهار افغانستان
