تاند- د افغانستان د ملي اردو یو جګپوړی قوماندان نن په هلمند ولایت کې د چاودنې په اثر ووژل شو.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل چې د ملي اردو قوماندان جنرال اتمراغا تېره شپه په ګریشک ولسوالي کې ووژل شو.
د ګریشک ولسوال محمد شریف د جنرال اتمر اغا د وژل کېدا د تاییدولو ترڅنګ وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړی موسي کلا ولسوالي ته روان و او د موټر په لاره کې یې د دښمن له لوري ایښودل شوی ماین وچاودېده.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري د جنرال اتمر اغا د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
هلمند په وروستي یو کال کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو د سختو جګړو ډګر دی.
طالبان د دې جګړو په ترڅ کې توانېدلي چې یو شمېر ونیسي. که څه هم ځیني سیمې یې بېرته له لاسه ورکړي خو ځیني یې لا هم ساتلي دي.