تاند- د متحده عربي اماراتو د ابوظهبي ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو مرستیال عالي قوماندان نن / چهارشنبه/ د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستیال سره ولیدل.
د متحده عربي اماراتو رسنیو وویل، په دې کتنه کې چې د دوبۍ په الشطیه ماڼۍ کې وشوه، شهزاده شیخ محمد بن زاید النهیان او جنرال عبدالرشید دوستم په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو اړیکو غور وکړ.
دواړو خواوو په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د بیارغونې د چارو یادونه وکړه او ویې ویل چې دې پروژو د افغانانو پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.
د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي چې دواړو خواوو د دوو هیوادونو ترمنځ د ګڼو مسلو په برخه کې د همږغۍ راوستلو په باب هم خبرې وکړې او د افراطیت، ترهګرۍ او نړیوالې پراختیا په اړه یې سلا مشورې وکړې.
د افغانستان د مرستیال ولسمشر او د ابوظهبي د شیخ د کتنې په مهال د متحده عربي اماراتو مرستیال صدراعظم هم حاضر و.