تاند:- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن /یکشنبه/ له غرمې مخکې د ایران په لور وخوځید تر څو د دغه هیواد د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم او ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
د ایران نوی ولسمشر حسن روحاني چې د تیري میاشتي په ټاکنو کې ګټوونکی اعلان شو ټاکل شوی نن د پراخو مراسمو په لړ کې د لوړې مراسم پر ځای کړي
د ایراني رسنیو د خبرونو پر اساس ټاکل شوي چې پدغو مراسمو کې د یو شمېر ولسمشرانو په ګډون د شاوخوا ۵۰ بیلابیلو هیوادونو لوړي پوړي پلاوي ګډون وکړي.
ولسمشر کرزی پداسي حال کې ایران ته سفر کوي چې په افغانستان کې دننه او هم د بهرنیو هیوادونو له خوا داسي تورونه لګول کیږي چې ګواکي ایران د افغانستان په بې ثباته کولو کې پوره ونډه لري.
پداسي حال کې چې په ایران کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو تر اوسه افغان چارواکو ندي ویلي چې ایا ولسمشر به له ایرانیو چارواکو سره د مهاجرینو ستونزي وڅېړي او که نه؟
ښآغلی کرزی ته ډیر د شرم ځای دی هلته په ننګرهار کی د وینو ویالی بهیږی خو دی خپل بادار تهران ته منډی وهی
په کابل کی د ابوالفضل د زیارت سره چاودنه کی یو شمیر هزاره ګان مړه شول ده په منډه د بریتانیا مهم سفر لغوه کړ او کابل ته راغی. خو په داسی حال کی چی نږدی دوه سوه تنه په ننګرهار کی په مختلفو پیښو کی ووژل شول سترګی یی پرې پټی کړی او تهران ته ولاړ. د کرزی د پاره د هزاره وینه ارزښتمنده او د پښتانه وینه بی ارزښته ده هغه ننګرهار چی پنځه نوی سلنه خلکو ده ته رایی ورکړی وی مګر هزاره ګانو ده ایله څو زره رایی ورکړی وی. موږ تهران ته کرزی سفر په دی سخته شیبه کی په کلکه غندو. هغه ځان ثابت کړ چی د ایران سره تر خپل هیواده ډیره خواخوږی لري