درېمه برخه –
روح الله خمینی د اوسني پرمختللې ایران بنسټګر دی. ننی ایران د ۱،۶ ملیون کیلو متر مربع مساحت په درلودلو په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی هیواد دی. په تقریبې ډول د فرانسۍ، جرمني، انګلستان، او هسپانیې د مجموعې پراخوالی نه هم لوی دی او ځکه چې خیمنې ددی ملت د استقلال، سعادت، او توحید لپاره د پهلوي خاندان د شاهنشاهۍ په وړاندی د ۱۵ کاله تبعید برسیره، د سر په بدله مبارزه کړی ده، د خپل ولس په خاطرو کې به د تل لپاره ژوندی وی. نوموړی ته د ډاکتر مصدق د ۱۹۵۲ کال تجرید او تذلیل په زړه وو چې د برطانوي کمپنیو او امریکایې سوداګرو د توطیو له امله د مرګ تر کومې ورسیده ځکه یې امریکا د ځمکې پر مخ لوی شیطان باله او تل یې خپله خاوره د بهرنیو د نفوذ، مکرونو او تداخل نه خوندي ساتله.
ننۍ پرزوره، پرشوره او پر ځان بسیا ایران د خمینې او نورو سرلارو د حکمت او عظمت نښه ده چې د عراق په وړاندی یې ۸ کاله مسلسله جګړه (۱۹۸۰-۱۹۸۸) وکړه، امریکا سره یې د اتومي لانجې په وړاندې ۳۴ کاله ( ۱۹۸۱ راپدیخوا) مبارزه وکړه او دا دی نن په سیمه کې د سعودي عربستان په شمول د ځان سیال نه وینې. هغه ایران چې د رضا شاه پهلوي د سلطنت لاندی یې د مرګ شپې او ورځې تیرولی، نن د روسیې نژدی ملګری، د عراق د سیاست متنظمه، د سوریې برخلیک ټاکونکې، په یمن کې د حوثیانو ملاتړی، د لبنان حزب الله پالونکې او د اسیا د لویو لوبو لویه لوبغاړی ده.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د ایران سره د اتومي وسلی مسله خپله لویه بریا وبلله لیکن د تفاهم د محتویاتو نه ښکاره په ګوته کیږی چې ایران پدی معامله کې بر لاسی او امریکا د مجبوریت هوکړه وکړه. د ۲۰۱۰ کال د ملګرو ملتونو د ۱۹۲۹ نمبر فرمان پر بنسټ هیچا نشو کولی په ایران وسله وپلوري لیکن روسیې په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال چې د ایران-امریکا د اتومي وسلي خبری روانی وی، په ایران د ۸۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت د سي-۳۰۰ هوایي دفاع وسلې وپلورلی. ایران، که څه هم د نړیوالو فشارونو او خاصکر د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د اقتصادي بندیزونو لاندی دل وه، بیا یې هم د دوهم انتخاب په حیث له روسې نه په ۲۰۰۳ کال کې د نظامي وسلو د مرستې غوښتنه کړی وه. که څه هم ایران د امریکا سره یو لړ هوکړو ته ورسیده لیکن کولای شي په مختلفو بهانو د بوشیر اتومي بټې چې د روسیې د مستقیم ملاتړ نه برخمنه ده، وساتي. د امریکا او ټولې نړۍ په وړاندی د ایران مقاومت د ایران د کورني ثبات، غښتلی اقتصاد، منظم سیاست، د نظر او عمل توحید، او د نړۍ په وړاندی د یو غږ د درلودلو اغیز دی. دا او دیته ورته ډیر شمیر ارزښتونه د روح الله خمینې د دریځ او هڅو پایله ده چې نن یې جسد د سرو زرو په پنجرو کې بند او ایرانیان یې لا هم هغه شان اکرام کوي، چې د ژوند پر مهال یې شخصیت ته درلود. ایران نن ورځ نوموړی د ایران د پلار، د مدنیت د روح، او انسانیت د تثبیت نښانه بلې. ۰۷۸۳۷۱۴۳۱۲
ایران پوهیده چې د امریکا سره ډغره وهل زور غواړي او دا زور باید په حقیقي ستنو بنا وي. کلونه وشو چې امریکا او نړۍ په امریکا قاطع او ملا ماتوونکې بندیزونه لګولی وو. په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ د اقتصادي بندیزونو له امله په ایران کې بی ساری انفلاسیون( د پیسو پړسوب یا تورم پولې) راغی. په دی جریان کې د هر ډالر په وړاندی د ایران کرنسۍ ۶۲ سلنه تنزیل وکړ. نړیوالو فکر کوه چې ډیر ژر به ایران په ګونډو شی او نه یواځې د اتومي وسلو د ډیرښت نه به لاس واخلي بلکې د غرب ډیرو نورو یو اړخیزو غوښتنو ته به بې قید او شرطه د هو جواب ووایې لیکن داسي ونه شوه. د ۲۰۱۴ کال د ارقامو پر بنسټ لا هم د ایران کلنې نا خالص عاید د ۴۸۵ ملیاردو ډالرو پورته کیده پداسي حال کې چې ایران یواځې ۷۸.۵ ملیونه نفوس لری. د ایران د اقتصادي وضعیت د برقرار ساتلو تر شا د ایران سیاسي زعامت او کورني تختنیکي ظرفیتونه ولاړ دی. د افغان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د کښلې کتاب (عادلانه نظام لار) پر بنسټ، په افغانستان کې د ۷ کلونو په جریان کې ۲ ملیارده امریکایې ډالر یواځې د بهرنیو متخصیصینو په معاشونو او نورو امتیازاتو لګیدلی، پداسي حال کې چې زه لیکوال( انتظارخادم) د بهرنیو ماهرینو د کار د ماهیت، کیفیت، پایلو، اغیز او تغیر په اړه له نژدې خبر یم او باور لرم چې د ناسم میکانیزم له امله نه یواځې د هیواد سیستم ونه رغیده بلکې د دوی د حضور له امله به تل غښتلی تخنیکې افغانان شاته او دوی د اغیز پرته مخکې وو. دا لامل شو چې افغان دولت لا تر اوسه هم د تخنیکي ظرفیتونو د تشې سره مخ دی او لا هم کلونه پکار دی چې پر نورو اتکاء کول او نورو ته د مرستې لاس غزول، له منځه لاړ شي. لا تر اوسه هم، هغه نړیوال ماهرین چې په یوه ځان په میاشتنې لحاظ د ۲۰۰ ملکې مامورینو معاش اخلي، په ټوله ورځ کې ۳-۴ ساعتونو په افغان وزارتونو یا اړونده ادارو کې وخت تیروي، بی ساری امتیازات اخلي پداسي حال کې چې نه یواځې د افغان کارکوونکو ظرفیتونه همدا شان مړه پاتې کیږی بلکې د وروسته تګ اساسي لامل ګرځې. ایران پوهیده چې پخپل ځان تکیه نه کول، کورني استعدادونه نه روزل، خپل برخلیک پخپله نه ټاکل او ځان د بهرنیو مرستو پوری منحصر ګڼل به کټ مټ د افریقا د تیر ۲۰ کلن وضعیت ته ورته وي چې پر جوړولو یې یې تر ۳۰۰ ملیاردو ډیره مالې مرسته مصرف شوی لیکن تر نن ورځې پوری هر کال ۲ ملیونه انسانان د ایډز له مرځې مري، هره ورځ ۳۰۰۰ انسانان له ډول ډول ناروغیو/ولږې مري او ۴۰ ملیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. لسګونه کلونه کیږي چې جنوبې سوډان هر کال تقریبآ ۲ ملیارده ډالر د ۱۰۰۰۰۰ بهرنیو کارپوهانو په معاشاتو مصرفوي لیکن نن ورځ هم سوډان تر ټولو بی ځواکه او جګړه ځپلی هیواد دی.
په ۱۹۷۶ کال کې، کله چې ایران د رضا شاه پهلوي د چغ لاندی ژوند کوه او نوموړی د غرب اجنډا تعقیبوله، په ایران کې د زده کړی اندازه ۳۶.۵ سلنه وه لیکن د روح الله خمینې په رهبرۍ د ۲۰۰۸ کال د ارقامو پر بنسټ د ننې ایران د سواد اندازه له ۸۷ سلنې هم پورته شوی کیږي.
په تیره لسیزه کې نه یواځې نړیوالو د ایران سره خپله اقتصادي راشه درشه وشکوله بلکې په تمامه معنې یې لکه د ۱۹۹۲-۱۹۹۴ کال افغانستان په شان د هیریدو کوښښ وکړ. ایران د وخت د ضیقیت او اجبار په څرنګوالی پوهیده. نه یواځې دا چې د خپلو ملګرو لکه روسیه، چین، عراق، سوریه او نورو هیوادونو سره یې د ملګرتیا نسبې تارونه وغزول بلکې د خپلو کورنيو ظرفیتونو په جوړولو یي پیل وکړ. د نړیوالو فشار، اقتصادي تنګسه، او هر اړخیزه انزوا د ایران نامتو رهبر روح الل خمینی او اوسنیو سیاسي مشرانو د فرصت په څیر وګڼله او هڅه یې وکړه په خپلو تولیداتو، کورنیو امکاناتو او شته فرصتونو اتکاء وکړی او ځان له عظیم بحران نه روغ رمټ وباسي. د شدت، ظلم او انزوا په وړاندی مقاومت د روح الله خمینې د ستراتيژیو ترجماني وه او دا لاره هغه لارښود/نقشې ته ورته وه چې له بریا او بسیا پرته بل حالت یې په ځان کې نه درلود.
روح الله خمینې د چین د ماوو دیزانګ په نظر متکې انسان وو. نوموړی به ویل چې د ملتونو د پرمختګ راز د هغه ملت د ستونزو په پیچلتیا کې نغښتې دی.
له ماوو دیزانګ وپوښتل شو چې ملتونه کله سوکاله کیدای شي؟ نوموړی وویل: هغه ملت چې درد ووینې نو د روغتیا په ارزښت پوهیدای شي، هغ ملت چې تاواني شي نو د ګټې راز لټوي، هغه ملتونه چې د رکود او جمود په پوله روان وي نو د صعود لټه کوي، مګر تر ټولو بدمرغه ملت هغه وی چې د زندګۍ له طوفانونو تیر شي مګر بیا یې هم عاقبت د فنا او بقا ناپایه ستړی لار طۍ کوي.
روح الله خمینې هم خپل ملت، خپلو سیاسیونو او خپلو ملګرو ته کټ مټ د ماوو افکار انتقال کړل. خیمني شیعه مذهبه، شیعه پرسته، وطنپاله، ملت پاله او د مدرنیزم لیوال رهبر وو. نوموړی نه یواځې ملت د هغه زمان د روان سیاسي منجلاب نه ساحل ته کړ بلکې پخپل تمام درایت یې د سعودې عربستان د وهابي فکر د ترویج مخنیوی وکړ. که څه هم سعودی عربستان په تیرو ۳۰ کلونو کې د خپلو تیلو پریمانه ۴۲ ملیارد ډالر د وهابیزم د انتشار لپاره وکارول لیکن روح الله خمینی په وچو کلمو د پیریانو او دیوانو سره د مرګ او ژوند پهلواني کوله.
کله چې پاکستان، سعودي، برطانیې او امریکا د افغان جهاد ملاتړ کاوه نو هر هیواد پکې خپلې-خپلې ستراتیژیکي ګټی لټولی. پاکستان زمونږ د سیاست مهار……، امریکا په سیمه کې په روسیې، چین، هند، ایران…… سیاسي صحنه تنګول، او سعودې پدی خطه کې د شیعه ییزم مخنیوی او وهابیزم د ترویج موخه درلوده. ایران هم د افغانستان په اړه بې پلوه پاتې نه شو. تر نن ورځې یې د افراط تر حده کوښښ کړی ترڅو د غرب (هرات) نه نیولی تر ختیځ پوری خپل سیاسي، اقتصادي، او کلتوری اهداف تر لاسه کړی. زمونږ د وضعیت په خرابولو کې د پاکستان، هندوستان، غرب او امریکا ترڅنګ ایران هم لوی برخوال وو. ۲۱ قرن امر کوی، که غواړي جنګ ځپلې سیمې او یا د دریمې نړۍ ملتونه تر خپلې قبضې لاندی راولۍ نو لمړی باید د هغو ملتونو افکار ووژل شي، تاریخ یې مسخه شي، مورال تری واغستل شي، راتلونکې تری وتروړل شي، او دودونه یې ګډوډ شي. ایران هم تر ډیره حده د افغان دودونو په وژنو کې لاس درلود. تر ډیره حده یې د خپلو سیالانو په وړاندی زمونږ په هیواد کې خپله نیابتي جګړه ترسره کړی ده. افغان مهاجرین یې توهین کړی، شړلی او ځپلی دی. تر نن ورځې پوری یی د افغان دولت په ملاتړ، افغان ملت په پرمختګ، ټولنیز ثبات، د جنګ په مهار، او سولی په راتګ کې یې یوه شیبه وخت او یو درهم، هم نه دی مصرف کړی. په تیرو ۱۳ کلونو کې د ناټو ۵۲ غړی هیوادونه او نړیوالی اداري د افغانستان په بیا جوړونه کې سره ګډې وې لیکن ایران، ارګ ته د څو ملیونه مشکوکو ډالرو پرته، ددی هیواد په بیا رغونه یوه روپۍ هم نه ده مصرف کړی.
دا خو د افغانستان په اړه د ایران ستراتیژي وه او ده. شونې نده په راتلونکو ۱۰-۱۵ کلونو کې د افغانستان په اړه د ایران ستراتیژی تغیر شي لیکن دا چې روح الله خمیني او ملګرو یې د ایران د ولس لپاره څه کړی دی، ایراني ولس نه د هیریدو نه دی.
نوموړی خدمت وکړل وکړل او ملت یی اکرام. نوموړی مړ شو خو ملت یې نوم جاویدان وساته. نوموړی د ملت لپاره قرباني وکړه او ملت یې قدرداني وکړه. نوموړی د خپلو ځاني ګټو قرباني ورکړه او ملت ومنله. کله چې روح الله خمیني ومړ نو لږ تر لږد ۷-۱۰ ملیونه خلکو یې د تدفین په مراسمو کې برخه واغستله. دا د قدرت د کږلیچونو او د قدرت نه وروسته حالاتو ښه بیلګه کیدلی شي.