تاند – د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما له امریکایانو څخه وغوښتل چې د هغه خوځښت پر وړاندې مبارزه وکړي چې خلک له اسلام څخه کرکې ته هڅوي.
ښاغلي اوباما د مریلنډ ایالت په بالتیمور ښار کې د مسلمانانو له یوه جومات څخه د لیدنې پر وخت وویل چې، «په یوه عقیده باندې حمله کول داسې دي لکه زمونږ په ټولو عقیدو چې حملې وشي. مونږ باید د هر هغه حرکت پر ضد ودرېږو چې کرکه رامنځته کوي».
جمهور رییس اوباما د بالتیمور اسلامي مرکز څخه له دې امله مننه وکړه چې د هغه په وینا د اسلامي دولت په نامه افراطي ډلې په مقابل کې یې دریځ نیولی دی او د هغوی عملونه یې غندلي دي.
اوباما مسلمانانو ته په وینا کې وویل، «داسې نه ده چې ته امریکایي یې که مسلمان یې؟ بلکه داسې ده چې ته هم امریکایي یې او هم مسلمان. بد ګومانۍ ته فرصت مه ورکوئ.»
د امریکا جمهور رییس په بالتیمور کې له جومات څخه خپله کتنه د هغې سیمې د اسلامي ټولنې له مشرانو سره په یوده ګردي مېز کې له خبرو څخه پیل کړه. بیا یې دهغو اسلام ضد افراطیانو د ګواښونو په هکله خبرې وغزولې چې په سیمه کې د مسلمانانو په وړاندې کرکه خپروي او مسلمانانو ته ګواښونه کوي. ویل کیږي چې تېر کال دوه ځلې د بالتیمور اسلامي ټولنې ته ګواښونه شوي ول.
د نړۍ ډېر غیر مسلمان مشران په مختلفو وختونو کې د هغوی په هېوادونو کې د اسلامي ټولنو له غړو سره لیدل کتل کوي او د هغوی په وړاندې خپل اخلاص او ملاتړ ښیي. په دې لړ کې تېر کال د برتانیا لومړي وزیر د روژې په میاشت کې په برتانیا کې د مسلمانانو یوه جومات ته ورغی او هغوی ته یې د روژه ماتي له پاره په خپل لاس سموسې پخې کړې.