نعمت الله خالد –
کله چې فارموله لیکئ او له دا ډول#DIV/0! یا #REF! غلطيو (Error) سره مخامخ شئ، نو د ځینو دا شان غلطيو مخه نيول کيږي او کولای شئ چې غلطي معلومه نشي، خو ځيني نورې بیا د غلط کمانډ له وجې وي چې باید هغه اصلاح شي.
په لاندي مثال کې (C) خانه (D) تقسیم شوی او دا غلطې ورکوي.
=C2/D2
تاسو په پورتني مثال کې وینئ په هغه حجره (Cell) کې چې محاسبه شوې په تشو خانو کې غلطې ښکاري. که چيري تاسو غواړئ چې د فارمول غلطې د ښکاره نشي نو له (IFERROR) فارمول څخه کار واخلئ. دا فنکشن دوه کاره کوي لومړئ غلطې ګوري او دوهم تاسو ته هغه مقدار په لاس درکوي چې تاسو يې غواړئ په لاندي مثال کې (“ “) علامه د تشې خانې یا سپینې خانې کار کوي او کوم څه نه معلومیږي.
