تاند- د وسله والو طالبانو ویندوی وايي چې دا ډله به هیڅکله له داعش یا د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره پخلا نه شي.
د بلومبرګ خبري کانال د راپور له مخې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې طالبان به په افغانستان کې د داعش د نفوذ مخه ونیسي.
مجاهد بلوکبرګ ته په استولي برېښنالیک کې همداراز د داعش د نفوذ په اړه راپورونه له مبالغې ډک بللي او ویلي یې دي چې استخباراتي ادارې هڅه کوي چې په افغانستان کې د داعش قدرت او نفوذ زیات وښيي.
ده په عین حال کې وویل چې طالبانو له داعش سره د سولې اوپخلاینې لپاره له ټولو امکاناتو او انتخابونو کار واخیست، خو د داعش پلویان په منطق نه پوهېږي او له هغوی سره سوله او خبرې ممکنې نه دي.
راپورونه وايي چې د داعش غړیو په ننګرهار ولایت کې مضبوط مرکزونه جوړ کړي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو عملیاتو او د امریکا هوايي حملو د دې ډلې غړي له دغو مرکزونو څخه ایستلو ته اړ کړای شوي نه دي.
له بلې خوا د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې خلک وايي چې داعش د لوړ معاش، موټرسایکل، وسلې او نورو امتیازونو په وړاندې کولو سره خپلو لیکو ته جنګي کسان جذبوي.
د طالبانو ویندوی وویل چې داعش په افغانستان کې څوک منلی نه شي ځکه چې د دې ډلې غړي شوکماران، اختطافچیان او داړه ماران دي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره په خلکو کې وېره او ترهه رامنځته کوي.
د طالبانو ویندوی باوري دی چې که په افغانستان کې غښتلی او اسلامي حکومت جوړ شي، ناممکنه ده چې افغانان د داعش هرکلی وکړي.
د طالبانو ویندوی دا هم وویل، افغانستان ته د داعش د ډلې له راتګ سره امریکایان او متحدان یې له ۱۵ کاله جګړې وروسته له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه.
مجاهد د طالبانو خپلمنځي اختلافات کم اهمیته وبلل او له بهرنیو پوځیانو یې وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.
داعش او طالبان دواړه د افغانستان د پرمختګ په لاره کې ستر خنډونه دي، که اوس احیانا له طالبانو سره د سولې خبرې وشي او طالبان سولې ته غاړه کېږدي، نو داعش به د دولت په وړاندې يو بل ستر سرخوږی وي، ځکه دطالبانو او داعش دواړو په يوه اخور دانه خوړلې ده.