تاند- په ننګرهار کې نن /پنجشنبه/ ۱۶ تنه د لاسي بم د چاودنې په نتیجه کې ژوبل شول.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل، لاسي بم د علي بابا د امنیتي کمپنۍ د یوه ساتونکي په لاس کې تصادفاً وچاودېده.

د خوږیاڼي په وینا د علي بابا امنیتي کمپنۍ ساتونکي په موټر کې سپاره ول چې د یوه په لاس کې لاسي بم وچاودېده او له کبله یې د دې کمپنۍ ۳ ساتونکي هم ژوبل شول.

دیارلس نور ټپیان هغه ملکیان دي چې د پېښې په وخت د موټر په شاوخوا کې ولاړ ول. د هغوی په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته وړل شوي دي. ویل شوي چې د یوه تن حال نازک دی.

دا چاودنه ماسپښین مهال د جلال اباد ښار د ګمرک جومات سیمې ته نژدې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *