تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله، چې هند ته په ۵ ورځني سفر تللی دی، وايي چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په ۶ میاشتو کې پیل شي.
ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړه چې د طالبانو په منځ کې به ځینې ډلې ممکن روغې ته تیارې وي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د تېر کال د جولای له اوومې را په دې خوا ځنډېدلې دي.
عبدالله عبدالله نن /پنجشنبه/ په نوي ډیلي کې وویل، د ملا عمر مړینې د طالبانو په منځ کې ژور درز جوړ کړی، د سولې خبرې یې پېچلي کړي، خو له دې سره سره دلیل شته چې د سولې خبرو ته هیله وشي او په افغانستان کې پنځلس کلنه وینه بهېدا ورسره پای ته ورسېږي.
اجرايي رييس عبدالله، چې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې خبرې کولې، همداراز وویل:«د طالبانو په منځ کې به ښايي داسي ډلې وي چې خبرو او د جګړې بس کولو ته تیارې دي. »
کله چې له عبدالله وپوښتل شول چې څه تمه لري چې له طالبانو سره به د سولې خبرې کله وشي، ده وویل:«باید تر شپږو میاشتو مخکې وشي.»
عبدالله دا هم وویل چې د طالبانو د ځینو ډلو، چې غواړي جګړه بس کړي، او د افغانستان د امنیتي ادارو ترمنځ تماسونه شته. ده په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې شنبه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي د درېم ځل لپاره جرګه شي. د دوی دا څلوراړخیزه غونډه په اسلام اباد کې کېږي او ویل شوي چې په دې غونډه کې به څلور خواوې په خپل منځ کې د سولې پر میکانیزم سلا وکړي او طالبانو ته به بلنه ورکړي چې په بل پړاو کې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.
عبدالله د افغانستان د سولې په پروسه کې د چین رول مهم وباله او ویې ویل، چین باید په دې بهیر کې شامل وي ځکه چې د دغه هیواد په شین جین ایالت کې د ختیځ ترکستان غورځنګ فعال دی چې غړي یې له طالبانو سره ملګري دي.
رویټرز وايي، د طالبانو شورا، چې اوس یې ملا اختر محمد منصور مشر دی، له ډېرو کلونو راهیسي په پاکستان کې دېره ده او له هماغه ځایه په افغانستان کې خونړۍ جګړه رهبري کوي.
د افغانستان اجرايي رييس وايي چې چین، امریکا او پاکستان موافقه کړې چې پر طالبانو به له خپل نفوذه کار واخلي څو دا ډله د سولې خبرو ته حاضره شي.
ده دا هم وویل چې له طالبانو سره هر راز خبري به د افغانانو په مشرۍ وي.