تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هغه اوازې په کلکه رد کړې چې پر اساس یې ویل شوي و چې ګنې دی د ملي یووالي له حکومته استعفا کوي.
جنرال عبدالرشید دوستم د پنجشنبې په ورځ د ملي جنیش ګوند د ځوانانو کانګریس ته په وینا کې، ځیني ستونزې تایید کړې، ویې ویل چې د هغو له کبله د حکومت له مشرانو سره کله ناکله یو څه کړکېچ رامنځته کېږي خو دا ممکنه نه ده چې له دی له هغه حکومته جلا شي چې د جوړولو لپاره یې د ډېرې هلې ځلې کړي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال همداراز وویل:«موږ به د حکومت د ړنګولو لپاره هیڅ ډول هڅې ته اجازه ورنه کړو.»
دوستم ټینګار وکړ چې ځیني خبرې لري چې عموماً د اختلاف او ترینګلتیا سبب کېږي.
جنرال دوستم ومنله چې د خپلو اکثرو هغو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترڅ کې یې خلکو ته ورکړې وې. ده په ځانګړي ډول د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدو ته ګوته ونیوله، ویې ویل د کندوز ولایت له اوسېدونکو څخه بخښنه غواړي او له خپلو بلویانو د زغم غوښتونکی دی ځکه چې ستونزې او مسلې په تدریج حل کېږي.
جنرال دوستم پر ځوانانو ږغ وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته تیاري ونیسي، دوی ته وعده ورکوي چې د هیواد له ځوانانو سره هرډول مالي او سیاسي مرسته کوي.
دراین وقت اساس جنرال دوستم باید در کنار ریس جمهور باشد ریس جمهور تحت فشار حلقات سیاسی و مافیایی است
این وقت شکایت نیست