د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیا والي نصرت الله ارسلا ، د کرنې اوبولګولو او مالداري وزير اسدالله ضمير ، ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو ، قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړي و.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د کرنې اوبولګولو او مالداري وزير ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل د پکتيا اوسيدونکو دعوايدو مهمه سرچينه کرنه ، باغداري او مالداري ده او ولسونه په دې برخو کې د بېلابېلو پروژو د عملي کېدو غوښتونکي دي.
نوموړي وویل کومې پروژې چې په پکتيا کې عملي کېږي د سيمو انډول او کفیت دې په نظر کې وساتل شي.
د ولسې جرګې غړي ګل پاچا مجيدي ، د ولایتي شورا غړو جنت خان څمکني او تاج محمد منګل او قومي مشرانو په خپل وار په خبرو کې د کرنې ، باغداري او مالداري برخه کې د ستونزو د یادولو ترڅنګ وویل : (( د پکتیا ولسونه د بندونو ، سربندونه ، کانالونو او ویالو رغونه ، د باغونو او تحقيقاتي فارمونو جوړول ، د میوجاتو او سبزي جاتو لپاره د سړې خونې او بزګرانو ته د شنو خونو جوړول، د چارمغز ، جنغوزي او مڼو لپاره د پروسس او بازار موندنې ته زمينه برابرول، په خپل وخت د اصلاح شوو تخمونو ويش ، د ځنګلونو د وهلو د مخنیوی لپاره د ساتونکو ګمارنه ،د حيواناتو او نباتاتو د امراضو د مخينوي لپاره د لابراتور جوړېدل او د مېرمنو د ژوند ښه کېدو په دې برخه کې د پروژو عملي کېدو غوښتونکي دي.))
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير وويل په (۱۳۹۴) کال کې يې د بزګرانو ، باغدارنو او مالدارنو د ستونزو حل لپاره يې ګڼ شمير پروژې عملي کړي ، خو (۱۳۹۵) کال کې به د (۱۰۰) ميليونو افغانيو په ارزښت (۲۵۰۰) جريبه باغونه ، (۳۵) کشمش خانې، بندونه ، سړې خونې ، (۲۰) حوزونه ، مېرمنو لپاره چرګانو فارمونه او ځينې نورې پروژې عملي شي، چې په دې برخه کې د ولايت مقام او ولسونو همکاري غواړو .
نوموړي زياته کړه د ميوه جاتو د راټولونې ، پروسس او بسته بندي دوه مرکزونه د (۳۲) میليونو افغانيو په ارزښت جوړ شوي ، چې پکې د میوه جاتو ساتنه ، پروسس او بسته بندي چارې ترسره کېږي ، چې باغداران به وکړای شي خپل ميوجات په ښه قيمت او کفیت بازار ته وړاندې کړي.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزير ته ډاډ ورکړ چې په پکتيا کې کومې پروژې عملي کېږي د هغوی تطبیق ، امنيت او نظارت برخه کې به پوره همکاري کوي.