د هلمند د سولې ولايتي کمېټه او ديني عالمان وايي، د سولې د خبرو په وړاندې ترټولو لوی خنډ جګړه ده.

دوی وايي، د دې لپاره چې د سولې خبرې پايلې ولري بايد اوربند وشي.

سوله په افغانستان کې هغه تودې او تکراري خبرې دي چې څو ځلې د يو شمېر هېوادونو په منځګړيتوب دا خبرې پيل شوې خو هيڅ کومه مثبته پايله يې ورنه کړه.

اوس چې په دې وروستيو کې بيا د سولې خبرې پيل شوي نو خلکو ته يې نوې هېلې پيدا کړي خو دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې لا هم هېواد کې جګړه روانه ده.

د هلمند د سولې  ولايتي کمېټې مشرفضل باري فياض وايي د هېواد په کچه روانې جګړې د سولې د پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

نوموړی وايي د اوسني جنګ په ختميدو او سولې د پروسې د پرمختګ  لپاره تر ټولو اړين کار د ولسونوهمکاري ده چې، ښکېلې خواوې دې ته وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي.

 بلخواديوشمي رديني عالمان هم په هيواد کې اوسنۍ جګړه اوبمي چادونې د سولې پر وړاندې ستر خڼد ګڼي، چې په باور يې د دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې په تړاوهڅې ټکني کوي.

دوی وايي د سولې د ټينګښت لپاره غوره لار د اوسنۍ جګړې او چاودنو درول دي، ديني عالمان غوښتنه کوي چې دولت او وسله وال مخالفين بايد له جنګه ډډه وکړي.

سره له دې چې د بېلابېلو هېوادونو په منځګړيتوب د افغان سولې لپاره خبرې روانې دي خو بيا هم د دولت د وسله والو مخالفينو او افغان دولت ترمنځ جګړه روانه ده او کوم ډز بند نه دی رامنځته شوی.

بصيرالحق عادل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *