نه پوهېږم د چا د سترګورو سترګو نظر وخوړ، هغه چې د انتقام بدله يې نېکې وه، هغه څوک چې توره يې ماتوله او قلم د هدف وسیله ګرځوله.

نه پوهېږم زما د بابا د ډېوې رڼا چا تته کړه؟ زما د بابا د هيلو په رسېدلي فصل پسې چا د لو لور رااخيستی دی؟

هغه مينه چې تا له ولس سره لرله، ستا له نامه سره د فخر افغان روستاړی يو ځای شو، ستا دا خبره د هر چا په خوله وي، یا به يو کېږو ګنې ورکېږو.

بابا نن ستا په سیمه ځينو نمک حرامي وکړه، ستا خوږه ژبه چې تا به پرې د عدم تشدد درس خپلو پيروانو ته ورکاوه له نصاب څخه وايستله.

بابا ستا اکاډيميک مرکز ته يې تور لاسونه را اوږده کړل، چارسدې د وينو رنګ واخيست، بابا ستا د لارې پيروان يو بچيان دې اوس لر اوبر نه پېژني، بلکې يوآځې د افغان په نوم د کرکې دېوالونه نړوي، وينې به د ازادۍ رنګ اخلي.

کله مو د چارسدې د مور په سرو سترګو ژاړي ، کله مو بیا ننګرهار سترګې له اوښکو ډکې وي او کله خو د مو د واړه واصل جان په څېر ماشومان له ژوند سره مخه ښه کوي.

نه مو د خونې په تاخچه کې د مينې شمعې رڼا وکړه او نه مو د خونې په غولې د خوښۍ ورا پڼده شوه،   ښکلا مو له ژوند نه تروړل شوې ده.

تر کومه به له دغه بدمرغيو سره مخامخ يو؟ تر کله به د خوښۍ په تمه له غم سره غاړه غړۍ يو؟ تر کله به مو د ښوونځي له دروازې نه کرکه وي؟

تر هغې چې د بابا لاره تعقيب نه کړو، ترهغه چې د بابا د عدم تشدد په لاره مزل پيل نه کړو، ترهغه وخته پورې چې د تور او سپين په توپير پوه نه شو؟

کله مو چې له خپلې ټولنې تور لاسونه او تور فکرونه ورک کړي نه وي، تر هغو به ددغه ډول ستونزو قرباني يو.

په کابل او پېښور کې افغان یو دی، که په کابل کې چاودنه کېږي، نو پېښور يې په غم اوښکې تويووي، که په چارسده کې د مېندو په سترګو اوښکې وي، نو د کابل يې هم په درد دردمن وي.

دا چې درد مو یو دی، خوښي مو یوه ده، نو بیا ولې هغه دښمن چې نه ما په کابل کې په ارام پرېږدي او نه تا په په پېښور او چارسده کې په ارام پرېږدي.

راځئ چې خپل ګډ دښمن وپېژنو او په وړاندې يې لکه غر داسې ودرېږو، تور لاسونه به لنډ او په ارامۍ سره به سا واخلو.

2 thoughts on “خاني پوهنتون/ ل. زلفانه”
  1. که څه هم چارسدې د ويڼو رنګ واخيست، خو لا يې د پښتون ټپر تر منځ د مينې او محبت فضا نوره هم حاکمه کړه،.له دې سره به انشاالله نور د لوی افغانستان د جوړېدو ارمان پوره کېږي په لر او بر به ويشل شوي نه يو.

  2. په پاچان پوهنتون بريد يو پلان شوی کار وو، چې په دې سره پاکستان غوښتل، چې نور هم د پښتنو تر منځ د کرکې تخم وکري، نو ځکه يې د پېښې په اړه وويل،چې دغه ترهګريز بريد له افغانستان څخه پلان شوی دی.
    خو له نېکه مرغه چې د دښمن دغه چل ناکام شول او د يووالي لپاره ورو، ورو زمينه برابره شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *