ټولنیزې رسنۍ:
ټولنیزې رسنۍ نن سبا هغو رسنیو ته ویل کیږي چې پر مټ يې خپله د ټولنې خلک له یو بل سره خپل معلومات، لیکنې، انځورونه، ویډيوګانې او… په خپله شریک کړي او د نورو په شریکوکړو معلوماتو تبصرې او بحثونه وکړي.
ټولنیزې رسنۍ ګڼې بڼې لري، لکه فیسبوک، ټویټر، فلیکر، یوټوب، ګوګلپلس او … نورې، خو مخکښه شبکه يې فیسبوک ده چې نن سبا د نورې نړۍ سربېره په افغانستان کې هم زیات شمېر کارونکي او فعالان لري. دغه ټولنیزه شبکه تر بل هر ځای په افغانستان کې ډېر کارونکي لري.
دا چې هره نوې ښکارنده ( پدیده) مثبتې او منفي خواوې له ځان سره لري فیسبوک هم له دې دواړو خالي نه دي، هم مثبت اړخونه لري او هم ځينې منفي اړخونه لري.
دا چې موږ د یو ټولنیز او مدني کس په توګه فیسبوک څنګه وکارو، په دې لیکنه پرې بحث کوو، مثبتو او منفي اړخونو دواړو ته يې ته يې تم کیږو.
فیسبوک:

فیسبوک د ټولنیزو رسنیو د بڼو څخه مخکښه ټولنیزه شبکه ده چې له لارې د ټولنې خلک کولی شي خپل معلومات له نورو سره په خپله شریک کړي. نن سبا یو زیات شمېر پښتانه ځوانان انترنیت ته لاس لري چې ورسره ټولنیزې رسنۍ په ځانګړې توګه فیسبوک هم په کار راولي، په هیواد کې د مخابراتي شبکو لخوا په مبایل یا ګرځينده ټلیفونو کې د انترنیټ د بیو په کمیدو سره فیسبوک نږدې د هر کس لاس ته رسیدلی دی او هغه يې له نورو خلکو سره تړلی دی. دغه تولنیزه شبکه موږ ته دا وخت راکوي چې په یوه شیبه کې خپل یو پېغام د نړۍ له یوه سره تر بل سره پورې ورسوو.
خو پوښتنه داده چې موږ فیسبوک څنګه کاروو؟ ایا څنګه چې موږ ته د یو مدني او ټولنیز کس په توګه ضروت دی هماغسې مو فیسبوک کارولی دی او کنه یوازې مو په کې خپل وخت برباد کړی دی.
د فیسبوک مثبتې خواوې:
د یو شمېر نورو ټولنیزو رسنیو په څېر فیسبوک هم مثبتې خواوې لري، له ځينو یې دلته یادونه کوو. د فیسبوک له لارې تاسو په اسانۍ سره کولی شئ چې خپل یو پېغام، لیکنه، ویډيو، انځور په لږ وخت کې له ډېرو خلکو سره شریک او د خپل پېغام نه ژر په ګڼ شمېر کې خلک خبر کړئ. فیسبوک موږ دا وخت راکوي چې د خپلو چارو، کارو بار، مدني، ټولنیزو، فرهنګي او نورو پرمختګونو نه نور په اسانۍ سره خبر کړو او د نورو پام د ځان په خوا راتاو کړو، همدارنګه تاسو کولی شئ د یو شمېر مشهورو او نوموتو کسانو د نظریاتو، فکر او شخصي ژوند په اړه په ډېره اسانۍ سره معلومات پیدا کړئ. همدارنګه فیسبوک مو د ګردۍ نړۍ سره پرته له کومې واسطې او رابې نښلوي او هیواد، سیمه او نړۍ کې مو له تازه بدلونونو هم خبر ساتي. ددغې ټولنیزې شبکې مثبتې خواوې تر منفي خواو زیاتې دي او ان ډېر اوږد بحث پر کیدلی شي خو دا چې موضوع رانه ډېره اوږده نه شي په همدې بسنه کوو او په لنډ ډول يې ځينې منفي اړخونه هم یادوو.
د فیسبوک منفي اړخونه:
لکه د نومه چې يې معلومیږي فیسبوک یو ټولنیزه شبکه ده چې د ټولنې زیات شمېر کسان په کې داخل دي. که تاسو ځان ته پام ونه کړئ، نو ددغې شبکې روږدۍ به شئ او هغه وخت چې تاسو په کې مطالعه کوئ، د دوستانو او خپلوانو پوښتنه کوئ او یانور کارونه کوئ فیسبوک به يې درنه ونیسې او کومه ځانګړئ لاسته راوړنه به هم وه نه ولرئ. همدارنګه که په خپلو پوسټونو، لیکنو فکر او غور ونه کړئ او هر څه خپاره او پوسټ کړئ، شخصیت او د پوهې په اړه به مو هم نور شکمن شي. تاسو چې پر فیسبوک هر څه خپروئ ستاسو د نظر او شخصیت څرګندونه کوي، ځينې نور منفي اړخونه به هم لري خو زه په خپله په دې نظر یم که فیسبوک په سمه توګه وکارول شي تر منفي خواوو يې مثبتې هغه ډېرې دي.
د یو شخص فیسبوک پاڼه:
مخکې مو یادونه وکړه چې فیسبوک د ټولنیزو رسنیو مخکښه ټولنیزه شبکه ده نو که یې څوک سم وکاروي، په کارونو کې ورته اساني او له خلکو سره یې اړیکې ښې کیږي. خو که یې په بې غورۍ سره وکاروي د سړي شخصیت او ټولنیزو اړیکو ته ستر ستر داغونه پیدا کوي.
د نورو ټولنیزو رسنیو په شان په فیسبوک کې هم هرڅوک چې وغواړي په اسانۍ سره، بې له پیسو خپل نظر د خلکو، سیاست، ټولنیزو مسئلو، مدني خوځښتونو او نورو په هکله څرګندوي. نو ځینې خلک د عادت له مخې، پرته له کوم سوچ او فکر په هغو مسئلو کې نظر ورکوي چې نه پکې کارپوه وي، نه پکې کوم سم مالومات لري او نه یې چا نظر غوښتی وی.
په ټولنیزو رسنیو کې که بیله کره شواهدو او اړینو بیلګو په کوم چا، دهغو به حیثیت، شخصیت، ګټو او وقار باندې د کوم چا له لخوا د ځان غوښتنې او اختلاف له کبله حمله وشي یوازې او یوازې خپله ګوته نیوونکي ته تاوان اړوي. د هر کس فیسبوک پاڼه د هماغه شخص د نظر، پوهې، اخلاقو او شخصیت استازولي کوي. که نور خلک د هغه کس د شخصیت او پوهې په اړه قضاوت کوي، نو د همدې کس د فیسبوک پاڼې له مخې د هغه کس د شخصیت او پوهې تول کوي، د هغه پر دېوال ګوري چې څه يې خپاره کړي، نوريې کنځلي، خپل او د نورو تصویرونه يې خپاره کړي، نظر يې څنګه دی؟ اخلاق يې څنګه دي؟ او تر دې وروسته يې بیا پر شخصیت او پوهې له ځان سره هماغسې پرېکړه کوي چې ده پرې قضاوت کړی.
نو ښکاره ده چې زموږ د فیسبوک پاڼې نېغ په نېغه زموږ د شخصیت او نظر استازولي کوي، هلته چې موږ څه وايو هماغه موږ خپله یوو، او نور مو له هماغه ځایه د قضاوت تلې ته اچوي، همداسې لکه په یوه ریښتنې ټولنه کې چې موږ د یو او بل د پوهې، نظر او شخصیتونه په اړه قضاوت او نظر ورکوو.
دا نو اوس پر موږ پورې تړلې ده چې موږ خپل ځان نورو ته څنګه ورپېژنو. له بده مرغه ځينوفیسبوکیانو ته فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ یوازې د ساتېرۍ ځایونه ښکاري چې داسې نه ده.
زه ځينې کسان له اوږدې مودې څارم، پرله پسې فیسبوکي تېروتنې کوي، د ورځينې ژوند ځينې داسې مسایل پر خپلو فیسبوک دېوالونو خپروي، چې نورو لیدونکو، اوریدونکو او لوستونکو ته د ګټې او خیر رسولو پر ځای يې ان خپله خپرونکي ته هم خیر نه رسیږي. کله کله خو ان دا ډول پوسټونه د خپرونکي د شخصیت په اړه نور فکر کولو ته اړباسي.
هغه کسان چې په ټولنه کې پرې حساب کیږي، کله کله داسې څه خپاره کړي چې نور يې پر شخصیت او پوهې شکمن شي.
موږ په خپل ورځيني ژوند کې ډېر شمېر کارونه ترسره کوو، له ډېرو خلکو سره کېنو، پاڅو، یو بل ځای ته ځو، خوراک ، څښاک او… کوو. ضرور ده چې دا هر څه دې په فیسبوک له نورو سره شریک کړو؟ نه! ځکه ځينې خبرې او کارونه زموږ په ژوند کې داسې هم شته دی چې نور ورسره علاقه نه لري او د خلکو په ژوند ښه یاد بد اغېز هم نه لري. خلک زموږ له هرې کړنې او چارې سره مینه نه ښايي، ممکن زموږ له ډېرو کمو چارو سره نور علاقه وښايي او یا په نورو باندې اغېز ولري.
ددې تر څنګ په ورځينې ژوند کې د هرې وړې، غټې چارې تر ترسره کولو وروسته په فیسبوک کې د هغې خپرول د څو اړخونو له پلوه ښه نه دي.
لومړی ځينې دوستان وینم کله چې له یو ځای بل ځای ته او یا له یوه ښار بل ښار ته روان شي، هماغه وخت خپل یو عکس پر خپل فیسبوک پاڼه واچوي او ورته ولیکي همدا شیبه د کابل پر لور……یا همدا شیبه په ………….. ځای کې او …
دې ورته ورته ګڼ شمېر نورې خبرې او مسایل داسې شته دی چې تاسو ته د امنیتي پلوه ستونزې پیدا کوي او ژوند مو له خطر سره مخ کوي. د بېلګې په توګه که خدای مه کړه په تاسو پسې کوم څوک ګرځي او تاسو همداسې د خپل هر سفر کره او دقیق معلومات په خپله فیسبوک پاڼه خپروئ نو ګرځيدونکي کس ته په خپل لاس خپل ادرس ورکوئ.
دوهم، د ځينو مسایلو خپرول او له نورو سره شریکول د خپرونکي په شخصیت هم بدې اغېزې کوي، ممکن د یو کس په اړه په ټولنه کې د نورو درک نیک او مثبت وي، خو کله چې ورسره په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې یو ځای شئ او د هغه ځينې نظریات، او پوسټونه وګورئ، نو درسره د هغه د شخصیت او پوهې په اړه پوښتنې پیدا شي. له ډېرو داسې کسانو مې اوریدلي دي چې د ځينو خلکو د لیدو لپاره يې کلونه کلونه انتظار کړی و، خو کله چې ورسره فیسبوک کې یوځای شوی دی، د هغوی د یو شمېر ناسمونو پوسټونو له امله يې زړونه مات شوي دي او د هغوی د پوهې، اخلاقو او شخصیت په اړه يې له سره فکر کول پیل کړي دي.
فیسبوک یوه ټولنیزه شبکه ده هر هغه څه چې موږ يې له خپل ادرسه خپرو، په یوه شیبه کې يې زرګونه کسان وینې او هر هغه څه چې موږ يې له خپل دېواله پوسټ کوو، په هماغه شیبه زموږ له واکه وځي. هر څه د فیسبوک له خپرولو او د نورو سره د شریکولو هم نه وي، شخصیت جوړونه ډېر ګران او سخت کار دی او دا کار ان کلونو کلونو وخت ته ضرورت لري، خو د شخصیت خرابونه بیا د یوې شیبې قدر وخت هم نه نیسي او زموږ یو کوچنی بې غوره پوسټ هم کولی شي چې زموږ شخصیت داغي او زیانمن کړي.
نو ښه داده چې موږ هر څه خپرو، یو ځل پرې باید له ځان سره فکر وکړو، له ځان سره ووایو دا کوم څه چې زه خپرومه لومړی ددې د خپرولو ماته څه ګټه ده او بیا يې هغه کسان چې ګوري هغوی ته يې ګټه، خیر او اغېز په څه کې دی.
د هر کس د فیسبوک پاڼه د هماغه کس د شخصیت، پوهې، اخلاقو او نظر استازولي کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځوان نسل ته دمړوند صيب ليکنه ډېره ګټه وره بولم ، او هغه ځوانان چې په خپله پاڼه نورو ته ښکنځل کوي باید ځينو ټکوته پام ونيسي