ژباړه:
په منځنيو پېړيو كې كشيشانو جنت پر خلكو پلورلو؛ ناپوهو كسانو به هم د پيسو پر وړاندې د جنت يوه برخه خپلوله. د دوى په منځ كې يو پوه كس و چې د خلكو له دې نادانيه يې زړه شین شوی و، ده هر څه وكړل چې د خلكو د دې احمقانه كار مخه ونيسي، خو ونه توانېد.
يوه ورځ نوى فكر ورته پيدا شو، كليسا ته ولاړ او د جنت پلورلو مسؤول كشيش ته يې وويل:
- د دورخ بيه څو ده؟
كشيش حيران شو او وې ويل: دوزخ!؟
- هو دوزخ
كشيش پرته له فكره ځواب وركړ:
- درې سكې
سړي په بېړه جېب ته لاس كړ، پيسې يې وركړې او وې ويل:
- هيله كوم، اوس نو د دوزخ سند ماته راكړئ
كشيش د يوې څيرې پاڼې پر څنډه وليكل: د دوزخ سند سړي په خوشحالۍ سند واخيست، له كليسا ووت او د ښار په ميدان كې ودرېد؛ په چيغو يې وويل:
- اې خلكو! ټول دوزخ ما واخيست، وگورئ دا يې هم سند دى، نور ضرور نه ده چې څوك جنت په پيسو واخلي، ځكه زه څوك دوزخ ته نه پرېږدم.