تېر وخت مو معلوم او حال مو مشخص دی، خو دا راتلونکی دی چې څوک يې په هکله قضاوت نه شي کولای، پرې خبر نه دي او نه شي کولای ووايي چې راتلونکی به یې څه ډول وي؟
له بلې خوا په دې خبره هم اعتراف په کار دی، چې که چېرې انسان راتلونکی ونه لري نو هغه میلیونونه هیلې هم څه مانا نه لري چې انسان خپل ژوند ور پورې تړلی دی او د همدې هیلو په امید راتلونکي ژوند ته ادامه ورکوي. انسان تل په دې هڅه کې دی چې غوره راتلونکی و لري او هڅه کوي چې له حاضر وخت څخه مثبته کټه واخلي، ښه ژوند وکړي، خپل افکار منسجم کړي څو داسې راتلونکی و مومي چې په هغه کې ورته ډول ډول نېکمرغۍ حاصلېږي.
باید په دې پوه شو چې نن ورځ وګړي د دې لپاره ژوند کوي چې په خپل ژوند کې خوښ وي، د ژوند سهولتونه په مثبت ډول و کاروي او ښه راتلونکی تر لاسه کړي. له بلې خوا په دې ښه پوهېږو چې راتلونکی زمونږ په لاس کې نه دی، ځينې وايې چې راتلونکی په قضا او تقدير پورې اړه لري، هو د تقدیر موضوع د الهي حکمتونو سلسله او حق ده خو انسان ته خدای (ج) د فکر کولو او کار ټولې وړتیاوې ورکړې او ټولې لارې یې پر مخ پرانیستې دي چې هڅه وکړي او بریا تر لاسه کړي. نو موږ باید ځانته په دې ډاډ ور نه کړو چې هېڅ و نه کړو، انتظار شو او هر څه په تقدير پورې و تړو بلکي هڅه او کوښښ د انسان لپاره ښه راتلونکی جوړوي او انسان په خپلو چارو کې د بري منزل ته رسوي.
د راتلونکي لپاره کوښښ په کار دی او انسان باید له هېلو څخه په ډک زړه د روښانه راتلونکي په لور ګام کېږدي، رښتینی و اوسي، له ناوړو څخه ډه ډه وکړي، په هر ګام کې د خدای (ج) په مرسته باور و لري او داسې چارو ته مخه کړي چې د یو روښانه راتلونکي تمه ترې کېدای شي. موږ باید هڅه وکړو چې د حال په ژبه خبرې وکړو، خپل حاضر حالت ښه کړو او یوازې د راتلونکي په تمه و نه اوسېږو ځکه چې راتلونکی نا معلوم دی او موږ ته پته نه لګېږي چې سبا به څه کېږي او موږ به د څه ډول برخلیک سره مخ کېږو؟ نو یوازې د راتلونکي لپاره ژوند مه کوئ، راتلونکی هغه تړلې دروازه ده چې تر شا يې يا سعادت او نيک بختي ده او يا هم ذلت او نابودي.
هغه کسان چې د راتلونکي لپاره ډېر فکر کوي، شاید د خپل حاضر وخت د خرابوالي سبب شي ځکه چې راتلونکی د زمانې په تېرېدو سره هرو مرو را رسېږي خو نن ورځ چې کله تېره شي بيا هېڅکله نه را ستنېږي. نو اړينه ده چې په شته حالت کې خپلې چارې په پیاوړې اراده، روښانه موخو او ښو پلانونو سره مخکې روانې کړو او راتلونکي ته هیله من شو.
باید په دې حقیقت اعتراف وکړو چې زمونږ شته حالت هرومرو تېرېدونکی دی چې زیات ارزښت لري او کولای شو چې له حاضر حالت څخه په سمې ګټې اخیستنې سره خپل راتلونکی روښانه کړو. له بلې خوا باید دا حقیقت و منو چې که مو د وخت له تقاضا سره سمې هڅې وکړې، ښه تفکر مو وکړ، له تېرو او روانو تجربو څخه مو په ښه توګه ګټه واخیسته نو مونږ به د ځان او راتلونکي نسل لپاره هرو مرو ښه راتلونکی جوړ کړو.
انساني فطرت دا دی چې په تېر وخت پسې افسوس کوي، په شته حالت کې د غفلت په خوب ويده وي او د راتلونکي لپاره یوازې خیالي خوبونه ويني. که چېرې مونږ تېر په هېر و شمېرو، په روان حالت کې په ډېره ځيرکۍ سره شته چارې پر مخ بوزو او د راتلونکي لپاره هيله من شو نو بیا به هېڅکله په خپل تېر حالت پسې افسوس نه کوو، حاضر حالت به مو په حسرت نه تېرېږي او راتلونکي ته به د بريالي ژوند يوه پراخه زېرمه په واک کې ولرو. له بلې خوا باید وویل شي چې د هيلو او کاميابۍ تر منځ دوې لويې مرحلې دي هغه دا چې د خپل ژوندون په روان حالت کې هڅه او کوښښ دی څو کاميابۍ ته ورسېږو او په راتلونکي کې مو هيلې پوره شي. راتلونکی د غرونو د څوکو په شان دی کله یې چې يوه څوکه فتح کړو نو بله څوکه مو مخې ته راځي او دا سلسله همداسې دوام کوي. نو يوه تېروتنه کېدای شي چې زمونږ د راتلونکي لپاره ګڼ خنډونه رامنځته کړي او انسان باید هڅه وکړي چې له تېروتنو څخه ځان و ژغوري. خپلې لیکنې ته په دې جمله خاتمه ورکوم، هغه کسان چې د خپل ژوند سره سم په معقولو چارو قناعت کوي، هيلې به یې هم د قناعت په تله تللې وي او کله چې هیلې معقولې شي نو انسان کولای شي چې ښه راتلونکی و لري او خپل ځان د خپلو هیلو په نوراني معراج کې و ویني.