تاند- د بغلان په ډنډ غوري ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو د نښتو له کبله په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي.

بې ځایه شوي کورنۍ، چې د ځینو راپورونو پر اساس د غړیو شمېر یې ۴۰ زره تنو ته رسېږي، وايي چې مرګ ژوبلې هم وراوښتي دي.

اکثره بې ځایه شوي په داسي حال کې پلخمري ښار او د مرکزي بغلان ولسوالي ته تللي چې د کور وسایل ورڅخه پاتې دي.

چارواکي د ډنډ غوري ولسوالي د هغو بې ځایه شویو کورنیو شمېر درې زره ښيي چې پلخمري ته تللي دي خو بې ځایه شوي کورنۍ وايي چې تر دې څو چنده زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په ډنډ غوري کې هیڅوک پاتې شوي نه دي. د کور وسایل او څاروي یې هم لوټ شوي دي.

دوی شکایت کوي چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسي د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ پر یو بل په ډزو کې ګڼ شمېر عام خلک یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي خو کله چې دوی وغواړي چې ټپیان روغتون ته ورسوي، دولتي مقامات یې د طالب په نوم بندیخانې ته لېږي.

د ډنډ غوري اوسېدونکي وايي چې نه یې والي او نه یې نور چارواکي شکایت اوري.

دوی دغه راز وايي چې د قول اردو قوماندان او ځیني نور چارواکي حتي اجازه نه ورکوي چې له دوی سره پر هغو ستونزو او ناورین خبرې وکړي چې په ډنډ غوري ولسوالۍ کئ عام خلک ورسره مخامخ شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو وویل چې د ډنډ غوري تر ۴۰ زیات اوسېدونکي وژل شوي او د ۶۰ ښځو او ۴۱ ماشومانو په شمول په سلګونو تنه نور ژوبل شوي دي.

دوی وايي چې حکومت او د اضطرار کمېټې د ډنډ غوري له بې ځایه شویو سره هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

د بغلان چارواکي ادعا کوي چې یوازې یې ۵۰ کورنیو ته یو څه مرسته رسولې ده.

په بغلان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې رييس نصیر کهزاد وايي، هر کله چې د بې ځایه شویو کورنیو شمېر څرګند شو، د مرستو توزیع به پیل شي.

دا په داسي حال کې ده چې بې ځایه شوي وايي، ۱۲ ورځې کېږي چې بې کوره شوي او په دې موده کې چا د یوې ستن هومره مرسته ورسره نه ده کړې.

One thought on “په بغلان کې زرګونه بې ځایه شوي کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري”
  1. Salam tolo watanwalo ta!

    Hokomat kala che amalyat kawi no bayad che da bejayo sowyo nazr hm la zan sara walari. Kho motasefana dalta pa hokomat ke hm dasi beghairatan shta che os hm de taasob ta lar hawarawi aw pa dandeghori ke tol pashton qaum da che za fekr kawom ( Allah de na reshtya kawi )che pa de khater hokomat dasi pa loy laas talibano ta khalak majbora kawi che de talib malgartya wakri..ni beya kho hokomat na che tol amrika hm rashi kuma natija ba warnakri aw jang ba nor hm zorwakhli…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *