له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ځنډېږي. د امریکايي چارواکو په وینا، د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابوالی او په افغانستان کې روانې امنیتي ستونزې د دې لامل شوي څو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهالویش کې له سره کتنه وشي. امریکايي چارواکي پدې نظر دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل کېدای شي څو افغانستان یو ځل بیا د نړيوال تروریزم پر مرکز بدل شي او د عراق تجربه په افغانستان کې تکرار شي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدو په لړ کې، د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان جنرال کمپبل ویلي، د افغانستان دېرش فیصده خاوره د مخالفینو تر کنټرول لاندې ده. د ده په باور له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پر دې تمامېدی شي چې دغه فیصدي لوړه شي. بل لور ته د سپینې ماڼۍ ویاند د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تجهیز ټینګار کړی دی. همداراز د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي، هېواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، تمویل او روزنې ته دوام ورکړي. لدې وړاندې نوموړي ویلي و، امریکا به د اوږدې مودې لپاره افغانستان کې پاتې شي. د ده په وینا، دغه موده کلونه یا هم لسیزې کېدای شي.

دا چې امریکا د څه شي په لټه کې ده او ایا کېدای شي افغان حکومت د امریکايي ځواکونو له موجودیت څخه مثبته استفاده وکړي؟ لاندې ترې یادونه شوې ده.

د امریکا موخې

امریکا په افغانستان کې له خپل حضور سره دوه ډوله موخې تعقیبوي: ۱. اوږدمهاله موخې؛ او ۲. لنډمهاله موخې.

۱. اوږد مهاله موخې: امریکا پدې هڅه کې ده چې د افغانستان له جغرافیايي موقعیت څخه په استفادې، د سیمې (آسیا) نوي راپورته شوي قدرتونه کابو کړي. د هند او چین له موخو څخه مخنیوی د ټولو اهدافو په سر کې ځای لري. همداراز د منځنۍ اسیا هېوادونو د طبیعي زیرمو مدیریت او ترې استفاده، هغه موخې دي چې امریکايي د ترلاسه کولو په لټه کې ده. په نړیوالو اړیکو کې د لویو قدرتونو موقف او د نړيوالو اړیکو اصولو ته په کتو، امریکا دا د ځان حق ګڼي چې د غوره قدرت په توګه نړيوالې کشالې حل کړي څو لدې لارې له یوې خوا خپله برلاسي حفظ کړي او له بلې خوا د کشالو له حل څخه په ترلاسه شوي نفوذ له زیاتو منابعو څخه استفاده وکړي.

۲. لنډمهاله موخې: ظاهرا د امریکا د لنډمهالو موخو په سر کې د ترهګرۍ لمنځه وړل ځای لري. دغه هېواد په ۲۰۰۱ کال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترنامه افغانستان ته ‍راغله، خو سربېره پر دې چې په افغانستان کې د امریکا له ماموریت څخه ۱۴ کاله تېرېږي او د دغو کلونو په اوږدو کې د امریکا زیات مالي او ځاني منابع مصرف شوي، لا هم دغه هېواد ندی توانېدلی چې په بشپړه توګه ترهګري لمنځه یوسي. اوس وخت کې امریکايي چارواکي ادعا کوي چې القاعده د بیا راژوندي کېدو په حال کې ده او په همدې موخه یې د کندهار په لرې پرته سیمه کې روزنځای جوړ کړی چې د امریکايي رسنیو د رپوټ پر اساس دغه پټنځای د ځانګړو امریکايي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې لمنځه وړل شوی دی. له القاعده سربیره په افغانستان کې د داعش ظهور او د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو زیاتوالی هغه څه دي چې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د نویو ګواښونو په توګه مطرح دي. دغو مواردو ته په کتو نشي ویل کيدای چې امریکا له ترهګرۍ سره مبارزه کې بریالۍ وه، خو پدې هم سترګې نشي پټېدای چې له ترهګرۍ سره د امریکا مبارزه د دې لامل شوې چې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ټکني شي او د دغې ډلې مشران لمنځه یوړل شي.

د افغان حکومت اهداف

په مجموعي توګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور له دوام څخه د افغان حکومت اهداف په درېیو برخو کې خلاصه کېدای شي: ۱. اقتصادي مرستې؛ د افغان ځواکونو تجهیز، روزنه او سمبالښت؛ او ۳. د امنیتي او ستراتیژيکو همکاریو سند عملي کول.

۱. اقتصادي مرستې: افغانستان د نړيوالې ټولنې، بخصوص امریکا اقتصادي مرستو ته جدي اړتیا لري. نړيوالې ټولنې د شیکاګو، لندن او توکیو په غونډو کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې ده، خو له فساد سره مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د ژمنو نه پوره کول هغه څه دي چې د نړيوالې ټولنې د مرستو بندېدل له ځانه سره لري، په ځانګړي توګه دا چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازی خبرداری ورکړی چې له فساد سره د رښتیني مبارزې نشتوالي په صورت کې به اروپا مجبوره شي له افغان حکومت سره خپلې مرستې بندې کړي. باور دا دی چې افغانستان د امریکا له دوامداره مرستو پرته بله چاره نه لري او امریکا د افغانستان د اقتصادي مرستو یوه تضمین په توګه مطرح ده چې له هېواده د امریکايي ځواکونو په وتلو، دغه تضمین لمنځه تلوونکی دی.

  1. د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، تمویل او روزنه: په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو له برید وروسته، افغان او د امریکا په مشرۍ ناټو چارواکي پدې نظر ول چې د افغانستان لپاره ۷۰زره امنیتي ځواکونه کافي دي او دغه شمېر کولای شي د افغانستان امنیت ټينګ کړي، خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لرلید د دې لامل شو چې دغه شمېر ۳۵۰ زرو ته لوړ شي. په ۲۰۰۷ کال کې پرېکړه وشوه چې د افغان ځواکونو شمېر به ۳۵۰زرو تنو ته رسېږي. که څه هم د تېرو کلونو په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو روزنې، تجهیز او پرمختګ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې موجودې دي، خو لا هم دغه ځواکونه له ستونزو سره مخ دي چې دغه ستونزې د هوايي ځواک په برخه کې پخپل ځای دي. له همدې امله افغان او ناټو چارواکو وپتییله چې هوايي ځواک په بشپړه توګه تجهیز کړي. پر همدې اساس د امریکا لخوا د نظامي چورلکو او طیارو مرستې شوي او لا هم دغه مرستې دوام لري. ټاکل شوې تر ۲۰۱۸ کال پورې افغان ځواکونه په سمه توګه تجهیز شي. د هوايي ځواک نشتوالي له امله ده چې وسله وال مخالفین پدې بریالي شوي څو خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي. دا چې اوس وخت کې افغانستان پیاوړی هوايي ځواک نلري او پر وړاندې یې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي، نو ضرورت دی چې د امنیتي تشې ډکولو لپاره دویم ځواک موجود وي. په اوسنیو حالاتو کې دغه ځواک امریکا ده چې کولای شي پخپل حضور، د وسله والو مخالفتونو مخه ډب کړي. اما دا هم یو ضرورت دی چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له پاتې کېدو سره جوخت د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، تمویل، روزنې او ملاتړ ته په پراخه توګه دوام ورکړي؛ ځکه په راتلونکو کلونو کې به دا افغان هوايي او ځمکنی ځواک وي چې د ترهګرۍ او مخالفینو پر وړاندې درېږي. که امریکا یوځل بیا د تېرو کلونو په څېر بیغوري وکړي، نو د امنیتي تشې ستونزه او د نړيوالې ترهګرۍ پر میدان د افغانستان بدلون به پخپل ځای وي.

۳. د ستراتیژيکو همکاریو سند او امنیتي موافقت نامه: د ستراتیژيکو همکاریو په سند کې ډاګیزه شوې چې امریکا به له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو مرستو ته دوام ورکوي. له بلې خوا د کابل واشنګټن په امنیتي موافقت نامه کې ټینګار شوی چې پر افغانستان د تېري په صورت کې به امریکا له افغانستان څخه دفاع کوي او ځواکونه به یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته رادانګي. اوس مهال افغانستان له زیاتو امنیتي مشکلاتو سره مخ دی. د طالبانو فعالیت پراخ شوی، داعش سر راپورته کړی او القاعده هم د بیاراژوندي کېدو هڅې کوي. ځمکنیو حقایقو ته په کتو، د امریکايي ځواکونو د حضور دوام ضرورت دی، خو که د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، روزنې، تمویل او ملاتړ په برخه کې امریکا خپلې ژمنې عملي نکړي، نو ټولې ستونزې به پخپل ځای وي. دا ضرورت دی چې افغان حکومت له امریکايي لوري څخه د ټولو ژمنو پوره کېدل وغواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *