‌د استاد الفت د شعرونو په منځپانګې او فورمونو باندې يوه نوې څېړنه له نوي ليد لوري سره.

د ځوان لیکوال او د کونړ د پوهنتوان استاد پوهنیار سید اصغر هاشمي د څېړنو او چاپ شوو اثارو په لړ کې د نوموړي نوی اثر (د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګیزه او جولیزه څېړنه) له چاپه راووت. دغه اثر استاد اصغر د خپلې ماسټري دورې د فراغت په موخه لیکلی چې ۲۵۸ مخونه لري او د دانش خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

استاد اصغر په دې څېړنه کې د پښتو د ادب ستوري (ګل پاچاب الفت) د شعرونو په منځپانګې ځانګړې بحثونه کړې چې په پخوانیو اثارو کې ځینې برخې نه لیدل کېږي، خودا برخې د نوموړي د څېړنې په ترڅ کې را څرګندې شوې دي.

همدا ډول یې د شعرونو په کالبونه ځانګړې بحث کړی چې د پښتو د ژبې د زده کړیالانو او د څېړونکو له پاره یې لوستل اړین دي.

د پښتو ادب په ستورو(پوهاند حبیبي، پوهاند رښتین، الفت صیب، خادم صیب او بینوا صیب) ګڼو لیکوالو د دوی د ژوند او د اثارو په بیلابیلو برخو څېړنې او لیکنې کړي دي چې د یو شمېر لیکوالو په وینا که اوسمهال پرې څوک لیکنه کوي نو زیاتره په کلیشه يي بڼه ولري یعنې په هغې برخه کې به حتماً کوم لیکوال لیکنه کړې وي، خو کله چې د استاد الفت (د شعرونو منځپانګیزه او جلیزه څېړنه) د پوهنیار سید اصغر هاشمي له خوا بشپړه شوه او له یادې موضوع څخه یې دفاع کوله، نو د پښتو ژبې ګڼ شمیر پوهان او استادان او تکړه لیکوالو هم په هغه غونډه کې برخه اخیستې وه خو کله چې استاد خپله موضوع تشریح کوله نو د ټولو پام یې د ښې تشریح په لور اړولی و او د پښتو ژبې یو شمېر تکړه کره کتونکو له خوا يي موضوع ښه وارزول شوه او د نوموړي څېړنه او استعداد ته یو شمېر نوي ځوانان ګوته په غاښ پاتې وو اوسمهال همدا د څېړنه د دانش خپروندویه ټولنې له خوا د چاپ ډګر ته راوتلي چې د پښتو ژبې په غنیتوب کې یې رول مهم بولم.

د اصغر د څېړنو لړۍ دې همدسې تازه او د نویو لید لورو سره مله وي.
فهیم بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *