تاند – د نیوزیلنډ د اقتصادي پراختیا وزیرسټیفن جایس له یوې خبریالې سره خبرې کولې چې یوه ښځه نژدې ورغله او په مخ باندې یې په پلاستیکي تپړ (د نارینه تناسلي آله) وویشت.
احتجاج کوونکې ښځه جوزي بټلر نومېږي چې د جنوبي ټاپو د کریسټ چرچ ښار اوسېدونکې ده او د نرسې په توګه کار کوي.
د برتانیا د ډیلي میل ورځپاڼه لیکي چې، کله چې ښځې تپړ واراوه په وزیر یې چیغه کړه چې دا د دې له پاره دی چې تا زمونږ خپلواکي دغسې خرابه کړه چې ممکن د هغې هدف د ټرانس پاسیفیک تړون وو. ټرانس پاسیفیک تړون له تېرو ۷ کلونو راهیسې تر بحث لاندې وو چې د ۲۰۱۵ د اکتوبر په ۵مه یې مسوده جوړه شوه او دوه ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۴مه د نیوزیلنډ په شمالي ښار آکلنډ کې د اسټرالیا، کاناډا، متحده ایالاتو، مالیزیا، او نیوزیلنډ په شمول د څو هېوادونو له خوا لاسلیک شو.
ډیلي میل لیکي چې، تپړ د سټیفن جایس په زنه ولګېد، چې یو څه خجالت شو، ښځه په خندا روانه شوه خو امنیتي کسان ور ورسېدل او ښځه یې د مرکې له ساحې څخه واېستله. سټیفن جایس د احتجاج کوونکې ښځې له خوا د تپړ وارولو حرکت په مسخره واخیست او وروسته یې ورپسې ټوکې هم وکړې.
د نیوزیلنډ هیرالډ ورځپاڼه لیکي چې بټلر د جمعې په ورځ پولیسو پرته له دې چې کوم تور پرې ولګوي، خوشې کړه، چې وروسته هغې په خپل فیسبوک ولیکل چې ما د یوې نرسې په توګه د دغه تړون پر ضد د ولس د خبرولو او راښکېلولو هڅه وکړه ځکه چې د دغه تړون په نتیجه کې به د درملو قېمتونه لوړ شي.
نیوزیلنډ له ټاپوګانو څخه جوړ یو هېواد دی چې په جنوب لویدیځ پاسیفیک سمندرګي کې موقعیت لري. دغه هوېاد درې لوی او ګڼ کوچني ټاپوګان لري چې ټول پراخوالی یې ۲۶۸ زره مربع کیلومتره ته رسېږي او څه باندې ۴ نیم میلیونه اوسېدونکي لري.