کاشکې مې پرون مازدیګر هغه بدمرغه ویدیو نه وای لیدلې، نه مې دشپې خوب کړی او نه هم تر اوسه د ډوډۍ په خوند پوه شوی یم، دشپې په دې چورتونو کې وم چې آیا اوس په دې یوویشتمه پیړۍ کې هم داسې کسان پیدا کیدای شي، چې اسیران په ډله ایز ډول ووژني؟ چې سترګې به مې سره ورغلې د وسله والو قهرجنې څیرې به راته راغلې، بیرته به خوب راباندې زهر شو، که به بیا خوب یووړم د هغو اسیرانو څیرې به مې سترګو ته ودریدې چې یو پربل سره اوښتل او کوښښ یې کاوه چې د نورو شاته له قاتلانو ځان وژغوري. ما نه غوښتل چې دغه ویدیو ووینم، همدا چې له لیرې مې په کمپیوتر کې ګوتې پر ماشه وسله وال سړي ولیدل چې د بې وسلې کسانو یوې ډلې ته یې ټوپک نیولي و، پر وجود مې لړزه ګډه شوه.
وسله والو کسانو پخپلو خبرو کې غوښتل د اسیر شويو کسانو ډله ملامته کړي او په دې توګه خپل قتل ته په اصطلاح مشروعیت ورکړي. ټوپکوال د اسیرانو مخې ولاړ و، ورته ویل یې تاسې له هغو کسانو سره مرسته کوﺉ چې زموږ د دین دښمنان دي، هغوی ماشومان وژني بیایې، یو ایت شریف یې ووایه او نورو ټوپکوالو ته یې امر وکړ: سم یې ودروﺉ.
نورو ټوپکیانو د اسیرانو کتار ویشتلو ته منظم کړ.وسله وال پر ماشه ګوته ټینګه کړه داسیرانو کتار یې ړنګ کړ.اسیرانو هریوه کوښښ کاوه ځان د بل شاته پټ کړي یا لږترلږه هغه صحنه پخپلو سترګو ونه ویني.خو وسله والو څو ځله پر ټولو بیا ګولۍ وچلولې. چې د مرمیو غږ غلی شو ځینې اسیران وخوځیدل یو بل وسله وال له سره بیا شروع وکړه هر یو یې پر سر په ګولۍ وویشت.
وبخښﺉ چې یوڅه مې په تفصیل سره، ولیکل. وسله والو د قتل په وخت کې په ډیر ویاړ ویل چې ددوی مرګ روا دی.او بیا به یې ایت او حدیث شریف هم قرآت کړ. د اسیرانو لاسونه تړلي وو او د خولې خوځولو حق یې نه درلود او دوی ټوپک په لاس ، ګوته پر ماشه ورته ولاړ وو، هرڅه تور یې چې پرې لګاوه، لګولی یې شوای. نه هلته محکمه وه او نه اسیر ته د ځان د دفاع حق.
طالبانو او نورو بې مسوولیته ټوپکوالو په تېرو څوکلونو کې زيات شمېر ملکي وګړي له محاکمې پرته وژلي دي. په هلمند کې يې يو ماشوم چې مورو پلار یې هم ورته درولي وو، د جاسوسۍ په تور په دار وځړاوه. هماغلته یې یو میرمن هم په همدې تور په دار وځړوله. په هلمند غوندې ځای کې، چې مېرمنې له خپل کوره د باندې بل ځای ته تللای هم نه شي، دا عجیبه ښکاري چې هلته دې ښځه جاسوسي وکړي. ماشوم په هېڅ قانون کې د اعدامولو نه دی، ځکه چې د هغه عقلي وده پوره شوې نه وي. په اسلام کې د ماشوم او د لیوني د جنازې دعا يو شان ده. معنا دا چې له عقله محروم وګړي معصوم ګڼل کېږي. خو د دولت مخالفانو معصومان هم په دار کړل یا یې سرونه ترې غوڅ کړل.او هماغلته یې خلکو ته په جهر وویل چې دوی جاسوسي کوله څوک چې جاسوسي کوي حال به یې داوي.
په ننګرهار کې د داعش یوازې د یوې وروستۍ میاشتې جنایتونه که وشمیرو، ساری یې په نورو جګړو کې نه شو لیدلی.
دوی چې کوم بهرنی هغه که د سرک اینجنیر وي یا هم د کومې خیریه موسیسې کارکوونکی وي ووژني، نو ډیر افتخار کوي، انسان انسان دی که افغان وي يا د بل ځای.او هغه هم بې محاکمې وژل د اسلام د سپیڅلي دین د ارشاداتو او ټولو بشري موازینو خلاف کار دی.
او بل داچې د دولت مخالفان پر خپلو مسلمانوهېوادوالو کله رحمېدلي دي، دوی څو کاله دمخه ایټالویان خوشي کړل خو دهغوافغان ترجمان اجمل نقشبندي یې وواژه.
په جلال اباد کې د کابل بانک په څانګه کې کابو څلوېښت تنه مسلمان افغانان د دوی په اصطلاح فدايي طالب له خوا ووژل شول او ټولو ولیدل چې بې ګناه ښځې او ماشومان یې په څومره بې رحمي سره ووژل.په همدومره بې رحمۍ سره ځینې بهرني عسکر هم زموږ بې ګناه او بې دفاع خلک وژني هر یو ورته خپل له ځانه جوړ شوی منطق تراشي. یوه جګړه ماره ډله وایي چې بل ته یې جاسوسي کوله او بله وایي چې ددوی مخالفې جګړه مارې ډلې وې.
د بې دفاع خلکو قتلول او په تیره بې له محاکمې وژل هیڅ ډول منطق نه مني، زموږ خلکو ته په کار ده دهر ډول قاتلانو په خلاف پاڅون وکړي او نور پرې نه ږدي چې بې ګناه انسانان د څو تنو عقده یي کسانو له خوا ووژل شي.