د هرې پديدې د راڅرګندېدا او د هر نوي شي د اختراع يا ايجاد له اساسي لاملونو څخه يو هم اړتيا ده. اړتيا د ټولو پرمختګونو او ايجادونو مور ده. کله چې يو شي ته اړتيا پيدا شي دا په حقيقت کې د هغې شي د ايجاد پيل دی. له اړتيا سره سم انسان فکر کوي چې هغه څنګه پوره کړي. په همدې لړ کې په يو لړ کارونو او کړنو پيل کوي چې په نتيجه کې يو نوی شی، دود او يا پديده رامنځ ته کېږي.
دود او کلتور هم د انساني ټولنې يوه داسې ټولنيزه پديده ده چې د اړتياو له قوي مور څخه زېږېدلې. ډېری دودونه که تر څېړنې لاندې ونيول شي نو پوی به شو چې حتماً د يو نه يو ډول انساني اړتيا د پوره کولو څرګندونه کوي. البته داسې دودونه هم لږ نه دي چې انسان او ټولنې ته به يې د ګټې پر ځای تاوان رسېږي خو دا داسې نه ده چې تاواني دودونه به يو وخت ګټمن نه وو، ضرور به يې يو وخت د خلکو د اړتيا او فکر سره سم انسان يا ټولنې ته ګټه رسولې وي، مګر د وخت په تېرېدو سره چې انسان وده کړې او د پرمختګ پوړۍ يې وهلې نو ځينې پخواني دودونه تاواني او د ناپوهۍ پر اساس جوړ شوي ورته برېښدلې.
ګران افغانستان هم د دود او کلتور له مخې د انساني ټولنې په پراخه نقشه کې يوه برجسته، لرغوني، متمدنه، رنګه او فعاله برخه ده چې د يو لوی ملت په بڼه يې له خپلو اړتياو او تفکراتو سره سم يو ګډ کلتور پنځولی او پاللی دی. دغه ګډ کلتور د لويو او وړو دودونو مجموعه ده چې په ټول افغانستان کې ځينې په يو نوم او ځينې بيا په همهغه مانا په بل نوم يادېږي. په دغو دودونو کې به ځينې داسې وي چې انسان او ټولنې ته به په زيان وي. لکه: لوړ ولور، په زور ودونه، د اولادونو زيات او بې ترتيبه زېږول، نرينه ته په ښځينه ترجح ورکول او …. خو ځينې يې داسې هم دي چې ډېرې ښېګړې لري مګر متاسفانه د هغو ناوړو دودونو په پرتله دغه وړ يې له نابودۍ سره مخامخ دي چې بايد نه يواځې يې د نابودۍ مخه ونيول شي بلکې بېرته راژوندي کړی شي.
مخکې مو وويل په افغاني کلتور کې ځينې داسې دودونه شته چې په ځينو سيمو کې په يو نوم او په ځينو نورو کې بيا په بل نوم يادېږي، له هغې جملې څخه يو هم ښه او ډېر ښه دود پَګَړه (حشر) دی. چې د هېواد په نورو سيمو کې يې /اشر/ او په خوست کې يې پګړه بولي. پګړه د افغاني کلتور د لويې پکتيا ډېر غوره دود دی. که د دغې دود تاريخچه وکتل شي نو پوی به شو چې دغه دود له لويې پکتيا په ځانګړې توګه له خوست څخه ټول افغانستان ته رسېدلی. ښايي د دې خبرې يو ثبوت دا هم وي چې دغه دود له نورو ولايتونو څخه په خوست کې ډېر مروج اوپه ځانګړی نوم (پګړه) سره يادېږي.
ممکن د /پګړې/ کلمه د ژبې له اصولو سره سم د وخت په تېرېدا تراشل شوې. له / په ګډه سره/ د حالت او کيفيت له قيد څخه په لاس راغلې وي. د ګرامر له مخې /ګډ/ صفت او /په/ سرينه ده. سرينه له صفت يا نوم څخه وروسته پسينه هم غواړي خو کله کله داسې وي چې له پسينې پرته يواځې سرينه او نوم يا صفت هم بشپړه مانا رسوي. لکه په همدې مثال کې /په/ سرينه او /ګډ/ صفت دی چې بايد له صفت يعنې له /ګډ/ وروسته د /سره/ پسينه راغلې وی يعنې دا ترکيب داسې وی: په ګډه سره. خو داچې له پسينې پرته يې هم په مانا کې د ځينو نورو ترکيبونو په څېر څه ازغی نه پرېوځې بس /په ګډه/ پاتې شوی. /ګډ/ د شريک په مانا کارېږي چې د افهام او تفهيم په خاطر د يو کار د حالت او څرنګوالي د مالومولو په صورت کې د /ګډ/ له /ډ/ وروسته /ه/ راځي. لکه: په ګډه مو وياله پاکه کړه. په ګډه مو دوکان واخيسته.
دغه /په ګډه سره/ د وخت په تېرېدا شايد /په ګډه/ او بيا له دې وروسته له دې هم رالنډ شوی يعنې /پګړه/ لغت ترې جوړ شوی وي. ځکه د /په ګډه سره/ مانا دا ده چې په شريکه مو پلانی کار وکړ او د /پګړې/ مانا هم دا ده چې په شريکه مو دا کار وکړ. يا سبا پګړه ده يعنې سبا شريک کار کول دي چې يا به لو کوو او يا به کوم بل داسې کار چې د ټولو له وسه پوره وي.
په هرحال د دغې نوم څېړنه او رېښه مالومول خو د ژبپوهانو کار دی. وروستۍ پرېکړه به دوی ته پرېږدو. موږ يې دلته يواځې په کلتوري اړخ باندې خبرې کوو.
يوه بله خبره راياده شوه؛ همدې پګړې ته ورته يو بل دود يا د پګړې دويم ډول چې خوستي يې /تاړ/ بولي. کله چې د کلي د لويې ويالې بند چې د سيند په ژۍ کې اچول شوی خو د وخت په تېرېدو سره يو څه وران او يا به د سيند اوبو وړی و نو د کلي نايي ته به وويل شول چې د /تاړ/ ډول وغږوي. په دې ډول سره به کليوال راټول شول. هرسړي به يوم، چرۍ او کولنګ راواخيستل ويجاړ شوي بند ته به ورغلل او په ګډه به يې راوتاړه.
/تاړ/ او /پګړه/ دواړه داسې دودونه دي چې د نورو هغوپه څېر د اړتيا له مخې پنځېدلي. د يوې داسې اړتيا له مخې چې په يو او يا دوو کسانو نه پوره کېږي، که پوره کېږي هم خو په ډېرې ستړيا او حتی په مرګوني ستړيا سره. همدا لامل و چې يو ټولنيز درک او تفکر ته اړتيا پېښه شوه ترڅو د يو کس د شلو ورځو کار په يوه يا نيمه ورځ کې ډېر کسان په پګړه يا تاړ سره ترسره کړي.
د تاړ او پګړې د کار شېوه داسې وه چې ډولچي به ورته ډول غږولو او نورو به په خورا شوق او ذوق سره تاړ يا پګړه کوله چې په دې ډول به پګړزنو يا تاړزنو هېڅ ستړيا نه محسوسوله او د وروځو وروځو کار به يې په ساتونو کې خلاص کړو. دغو پګړزنو ته به د کار د څښتن له خوا د غرمې ډوډۍ او که کار به زيات و د شپې ډوډۍ به يې هم ورته برابروله. دغه ډوډۍ به ډېری وخت غټې ورېژې وې ( مۍ ورېژې د خوست په کلتور کې د خوراک ځانګړی ډول). ولې د وخت په تېرېدو سره ټول کارونه او پدېدې تغيير مومي. په دې اساس د ټايپ او کېسټ له اختراع او عامېدلو وروسته پګړې ته ډول غږول ورک شول ځکه ځای يې ټايپ ونيوو. بل تغيير پکې دا راغی چې پخوا به هر ستر يا اوږده کار لکه له خټو نه کلا وهل يا بل دا ډول کار ته پګړه کېدله خو اوس يواځې غنم لو او د شولو کر ته پګړه کېږي او هغه هم د شپې په مخه، د شپې په مخه يې ځکه کوي چې د ورځې په مخه خلک د پخوا په څېر وزګار نه دي. خو په تاسف سره چې دا او دې ورته نور ګټور دودونه ورو ورو په ورکېدو دي. که پام ورته ونه شي ښايي راتلونکي نسلونه يې هېڅ ونه پېژني. مهمه دا نه ده چې راتلونکې نسلونه يې وپېژني بلکې مهمه دا ده چې د دغو دودونو په ساتلو کې ټولنيزې او فردي ګټې نغښتې دي نو بايد وساتل شي.
لکه څنګه چې پخوا وويل شول پديده او ايجاد د اړتيا زېږنده دي تاړ او پګړې ته په هغه وخت کې ځکه اړتيا وه چې د سترو يا اوږدو کارونو د ترسره کولو بله چاره نه وه مګر اوس چې غټ غټ ، قوي قوي او ډول ډول مشينونه راوتي لکه بوکلېن (خاپاره)، ټراکټور او داسې نور چې د پګړې او تاړ د ورځې کار په سات کې کوي، دا يو خورا ښه پرمختګ دی چې هغه پخوانۍ پديدې يې صفر کړې. د دې ترڅنک يو بل علت دا هم دی چې خلک د پخوا په پرتله مصروف شوي، پخوا به چې د پګړې ډول وغږېدو خلک به ځکه پرېمان ورتلل چې وزګار به وو خو اوس هغسې نه ده. درېيم علت يې ځان ځاني ده. پخوا چې ټولنيز اړيکي ښه و د خلکو تر منځ مينه محبت او يووالی موجود وو په نتيجه کې يې ټولې ستونزې هم په ګډه سره حل کېدې خو اوس چې ځان ځاني ده نو هر سړی د ځان دی او هر سړی په ځان دی. زما په اند ښه خبره دا ده چې دغه دودونه وساتل شي ځکه څومره لګښت چې د بوکلين په وسيله د ويالې په پاکولو کېږي دومره په تاړ نه کېږي او که تاړ په مناسب وخت کې وشي شايد هېڅ مادي لګښت ونه لري. په همدې ډول نن سبا غنم د ټراکټور په وسيله کرل کېږي او حتی رېبل کېږي هم، که کرل يې په ټراکټور سره اجراء کېږي ښه خبره ده ولې که د يو څو جريبه ځمکې کرل، رېبل، د ويالو پاکول او داسې نور اړند کارونه يې ټول د مشين په وسيله کېږي نو ګټه يې چېرته لاړه؟ او د بشرې قوې استعمال څه شو؟ همدا وجه ده چې بزګران مو د پخوا په پرتله کمه ګټه کوي او تنبل روږدي شوي. حتی ټول خلک تنبل رږدي شوي، يو مثال؛ پخوا به که د کلي لويه لاره او يا وياله خرابه شوه نو کلي به تاړ يا پګړه وکړه او خرابي به يې ورغوله مګر اوس د پګړې پر ځای د پرديو مرستو ته سترګې غړوي خو په پايله کې نه مرسته وي او د کلي پګړه.
د پرمختللي وسايلو په وسيله د کارونه ترسره کول خو اسانتياوې لري مګر که د دغو مشينونو لګښت او يا يې د پيدا کولو ستونزو ته وکتل شي ښه به دا وي چې ځينې پخواني دودونه له ورکولو وژغورل او بېرته راژوندي شي. دا چې د خلکو بوختياوې زياتې شوې نو دا بايد د دې سبب نه شي چې پخواني دودونه نابود کړي. ښه به دا وي چې په مناسب وخت کې ترسره شي. مثلاً: پګړه چې پخوا به هروخت شوني وه اوس بايد په داسې ورځو شپو کې وشي لکه د جمعې شپه او ورځ چې ډېری موظف خلک هم په کور کلي کې موجود وي. په دې سره به نه يواځې د کور کلي ستونزې حل شوې وي بلکې د خلکو ترمنځ پيدا شوی واټن به رالنډ، ځان ځاني به ورکه او خلک به يو شوي وي. بل به د پرديو مرستو ته له سترګو غړولو هم خلاص وي او له نورو لګښتونو څخه به هم ساتل شوي وي.
ساده حيدرخېل
خوست/ ۰۵/۰۵/۱۳۹۲