په اروزګان کې هغه ماشوم چې له طالبانو سره ۴۳ ورځې جنګېدلی

زموږ پر وطن او خلکو چې کوم حالت راوړل شوی دی، له دې حالت نه هره ورځ بد خبرونه او منفي زیري را روان وي. د همدغو بدو پيښو او خبرونو په لړ کې مې څو ورځې وړاندې په میډیا کې د یوه افغان کوچني عکس تر سترګو شو چې د یوه عسکر کالي یې په تن وو، ما فکر وکړ چې بیا چا خپل کوچني ته دا جامې شوقي ور اغوستي دي. له ماشوم او کوچني سره مې عسکري جامې او ټوپک نه خوښیږي، نو پرته له دې د لیکنې جزیاتو ته یې پام وکړم، ور نه تیر شوم، خو د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ د میاشتې په څلورمه نیټه مې په تاند کې دا سر لیک تر سترګو شو:

«هغه ماشوم چې ۳۴ ورځې د طالبانو پر ضد د جګړې قومانده په لاس کې لرله »

ماشوم، د جګړې قومانده، هغه هم څلور دیرش ورځې، هک پک شوم او د مطلب لوستل مې پیل کړل.

لیکلي مطلب را ته وویل چې: د واصل احمد پلار او تره دواړه طالبان وو، د هغوی لار یې پریښې وه او د دولت له مخالفت نه یې لاس اخیستی و، د واصل احمد پلار طالبانو و واژه، تره یې له محلي پولیسو سره مل او وسله یې واخیسته ، واصل احمد هم د پلار د غچ اخستلو له پاره وسله وال شو. د واصل احمد تره له «CNN» تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې وروسته له جګړې واصل احمد ښوونځي ته لاړ او بیا په لاره کې د وسله والو له خوا و ویشتل او و وژل شو.

هغه څه چې نن سبا زموږ په ټولنه کې له ماشومانو او کوچنیانو سره کیږي، بیخي ډیره سلنه یې له محلي، ملي، مذهبي او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. په نړیوالو قوانینو کې د ماشومانو دحقونو یادونه په جدیت سره شوې ده، خو زموږ په هیواد کې د بیلابیلو دلایلو په خاطر نه مراعاتیږي. د ماشومانو او کوچنیانو له پاره هغو قوانینو ته چې په نړیوالو کچه باید پاملرنه وشي، څو بیلګې یې دا دي:

ــ د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې د پنځه ویشتمې (۲۵) مادې په دویم بند کې راغلي دي:

میندې او ماشومان حق لري چې له ځانګړې پاملرنې څخه برخمن شي …

ــ د ملګرو ملتونو د ماشوم د حقوقو تړون د ۱۹۸۹ کال د نوامبر په شلمه تصویب شوی دی، د دې قانون ځینو هغو ټکو ته ستاسو پام را اړوم چې له دې موضوع سره نیغې اړیکې لري:

په لومړۍ ماده کې راغلي دي: ماشوم هغه چا ته ویل کیږي چې سن یې له اتلسو کلونو ټیټ وي،

د همدې قانون په دیارلسمه (۱۳) ماده کې راغلي دي چې ماشوم باید د بیان د آزادۍ حق ولري،

د تړون په اته ویشتمه (۲۸) ماده کې راغلي دي چې باید د زدکړو په برخه کې د ماشوم حق په رسمیت وپیژندل شي،

د تړون په دوه دیرشمه (۳۲) ماده کې راغلي دي: داسې دروند زورونکی کار ماشوم ته و نه سپارل شي چې جسمي او رواني ودې ته یې زیان ورسوي،

د تړون د اته دیرشمې (۳۸) مادې په څلورم بند کې راغلي دي: په جګړه ایزو حالاتو کې دولتونه مکلفیت لري چې ماشومان له جګړې لرې وساتي څو له جګړې څخه اغیزمن نه شي او هغوی ته د زیان رسیدلو مخنوی وکړي.

دغه راز ملګرو ملتونو د ۱۹۷۴ کال د دسمبر په څوارلسمې نیټې، د (۲۹) ۳۳۱۸   شماره پریکړه لیک سره مل په جګړه ایزو او اضطراري حالاتو کې د ښځو او ماشومانو د خوندي ساتلو له پاره ځانګړې سپارښتنې لري.

اول خو زموږ په ټولنه کې ډیری خلک له دې قوانینو څخه خبر هم نه دي، نو د تطبیق مسآله به یې څنګه څوک مطرح کړي؟

کوم مواد چې ما دلته موضوع پورې اړوند را نقل کړل، نه یوازې د قرباني شوي واصل احمد په برخه کې تطبیق شوي نه دي، بلکې د ټولو یادو موادو پر ضد عمل شوی دی. دولت نه یوازې د ملګرو ملتونو د ماشوم د حقوقو تړون (د ۱۹۸۹ کال د نوامبر په شلمه تصویب شوی دی) نه دی مراعات کړی، بلکې د ټولو ماشومانو او په تیره د دې وژل شوي ماشوم په برخه کې ګرم ځکه دی چې  ویلی یې دي:

«افغان چارواکي هغه ماشوم اتل بولي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وواژه.»

د ماشومانو او کوچنیانو په باب د ملګرو ملتونو ټولو اعلامیو او قوانینو ته په کتو سره، لیدل کیږي چې د افغان ماشومانو او کوچنیانو په حق کې شوي تیري آن د بشري جنایتونو تر برید پورې رسیدلي دي، چې ښه نمونه یې همدا ماشوم جګړې ته لیږل، بیا یې وژل او بیا د افغان دولت او میډیا دريځ او هغه تایدول.

   که په جګړه کې د دې ماشوم د ګډون پر دلایلو خبرې وکړو، دا بیا جلا بحث دی. ځینې را پورونه وايي چې د پلار د غچ اخستلو په موخه یې سلاح اخیستې وه، ځینې بیا وايي چې نه د اقتصادي ستونزو له امله د محلي پولسو لیکو ته ورغلی و او …

زه فکر کوم،هغه چا چې په دې ماشوم ډزې کړي او ویشتلی یې دی، هغه یې قاتل نه دی، قاتل یې پر دې خلکو او وطن باندې راوړل شوي حالات دي، قاتل یې هغه څوک دی چې وسله یې په لاس ورکړې، قاتل یې هغه څوک دی چې د بریالیتوب له پاره یې ګلان په غاړه کې ور واچول او …

په هر ډول چې وي په جګړه کې د ماشوم ګډون توجه کیدای نه شي. د دې ریښې د افغانستان په جګړه کې باید ولټول شي. څنګه، چا افغانستان جکړې ته ور پورې واهه، څنګه د خلکو له نا پوهې، بیسوادي او فقر نه په استفادې سره یې دوی د اسلام د دفاع په نامه نیابتي جکړه کې ښکیل کړل، څنګه نیابتي جګړې ټول مادي او معنوي شته له دې خلکو نه واخیستل، څو نسلونه بیسواده او په داسې فکرونو وروزل شول چې اوس خپله جګړې ته منډې ور وهې او پرته له جګړې نه یې طاقت نه کیږي، دا چا وکړل؟

«اوس پرې پوه شولې ولسه، دا د څه له پاره جنګ دی»

هر څه مالوم دي، خو موږ ځان نه ورباندې پوه کوو.

د ټوپکیانو په راتګ سره د ټول افغانستان هر څه د غنیمت په نامه لوټ کړای شول او اوس دغه ژوندی پاتې مخلوق داسې د پولۍ پړق ته کینول شو چې مجبوراً خپل لس کلن ماشوم هم د جګړې ډګر ته لیږي. دا او دې ته ورته نور ګڼ شمیر دلایل دي چې ماشوم ، کوچني او نوي نسل ته پاملرنه، نه ده شوې. دغه نه پاملرنه د دې لامل شو چې دا حالت رامنځ ته شي.

دا دردونکی حالت خو اوس حاکم دی او داسې ژر او وړیا ور نه خلاصیدل هم نه شي کیدای، دې ماشوم غوندې او دې ته ورته قربانۍ به دا ټولنه او دا خلک مني. د افسوس بله برخه دا ده چې د دې ماشوم وژلو ته اوس دولت قهرماني وايي، خينې یې غیرت بولي او په فیسبوک پاڼه کې یې لا د پاک شهید لقب هم ورکړ. زموږ دولت او با سوادان چې داسې کوي، نو له عامو او نا لوستو خلکو نه به بیا څه تمه لرو؟

ځینې بیا دومره په فرهنګي فقر باندې اخته دي چې د یوه معصوم ماشوم په جګړه کولو باندې ویاړي او په خوشالۍ سره یې څو ورځې په پر له پسې ډول د میډیا په پاڼو کې په فخر سره عکسونه او خبرونه ږدي. دا د فخرنه، بلکې د شرم خبره ده. د دې خبر خپرول پر نورو ماشومانو او کوچنیانو، د هغوی پر میندو پلرونو، کورنیو او ټولنې باندې څومره منفي اغیز ښندي، څومره یې لا جګړې او وحشت ته تشویقوي او څومره یې له ښوونځي، پوهنخي، تعلیم، قلم، کاغذ، کمپیوتر او نورو تعلیمي توکو نه لرې کوي؛ د قلم پر ځای یې د ټوپک خوا ته او د تعلیم په ځای یې د جګړې لوري تشویقوي. زه نه پوهیږم چې زموږ ټولنه او زموږ میډیا او زموږ سیاسیون په کوم لوري قدم اوچتوي ؟؟؟

که زموږ په هیواد کې دا روان حالت له نورو هیوادونو سره مقایسه شي، د مځکې او آسمان په اندازه توپیر په کې لیدل کیږي. لرې نه له همدې پیښې سره په یوه وخت کې د ډنمارک په یوې ورځپاڼې (JV) (د ۲۰۱۶ کال د فبورۍ پنځمه ګڼه) کې داسې یو خبر له عکسونو سره چاپ شو: د وړکتون د ماشومانو یوې ساتونکې میرمنې د ورځني پروګرام له مخې، څو ماشومان د باندې په چکر ایستلي وو، میرمنې ماشومان د یوه دکان مخې ته د لارې پر خوا کې یوازې پریښي وو او خپله دکان ته ننوتې وه، کوم چا د ماشومانو عکسونه اخیستي وو او خبره یې میډیا ته را و وته. اوس کیدای شي چې دا میرمن د غفلت په خاطر له کاره وشړل شي او خبره یې محکمې ته ولیږل شي، خو زما په وطن کې؟

زه د نوي نسل د روزلو د یو پلوي په توګه، ماشومانو او کوچنیانو ته د ټولو ملي او نړیوالو نورمونو او قوانینو د تطبیق د یو غوښتونکي په توګه، دې ماشوم او دې غوندې نور ماشومانو او کوچنیانو ته په لیدو او دې ته ور ته پیښو ته په کتو سره وایم:

ټولو هغو اشخاصو او مراجعو چې په تشویقي ډول د دې ماشوم عکسونه او په جګړه کې د ګډون خبر خپور کړی دی او په بیلابیلو آدرسونو کې یې قهرمان، غیرتي او شهید بللی دی، په دې دې پوه شي چې د دوی دا کار دې ماشوم ته، د هغه کورنۍ ته او په تیره ټولو خلکو او ټولنې ته نه یوازې کوم مثبت شی یا ګټه په لاس نه ورکوي، بلکې دا په حقیقت کې له دې ماشوم سره، د وطن له راتلونکو نسلونو سره او په ټول کې له انسانیت سره جفا ده چې څوک ماشومان او کوچنیان جګړو ته هڅوي.

ماشومان او کوچنیان جګړې ته مه تشویقوئ، کتاب او قلم په لاس کې ورکړئ، وړکتون، ښوونځي او پوهنځي ته د تګ له پاره زمینه ور ته برابره کړئ.

د ټوپک کارولو او وسلې چلولو چم مه ور ښیئ، د قلم د کارولو او د زدکړو د تر لاسه کولو پر لار یې سیخ کړئ،

ستاسو بچیان ستاسو راتلونکې ده، په خپل لاس خپلې راتلونکې او د وطن آینده ته اور مه ور اچوئ،

خپل وطن، خپل ګلشن او خپل راتلونکی نسل مه سوځوئ!

«ماشومان ګلان دي، ګلان ښه وساتئ»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *