د پخوانۍ فردوس سینما او پاچا خان چوک ترمنځ د ریل پټلۍ وه. د اورګاډي پر دې وسپنیز سړک به ان د شاهي باغ تر یوې دروازې پورې اوږد بازار لګیدلی و. ځای ځای به خلک ولاړ وو او راوړي توکي به یې د خرڅلاو لپاره ایښي وو. یو ناڅاپه به هارنډونه شول، شور به شو، خلک به له لارې لرې شول؛ اوږد اورګاډی به تیر شو او بیرته بیا به پټلۍ له خلکو ډکه شوه.
دې بازار کې به یوناني طبیبان هم ناست وو. غټ لګ لګ ( یو ډول اوږده غاړه لرونکی مرغه) به یې څنګ ته کښینولی و. مخې ته به یې له غوړیو ډک کوچني بوتلونه ایښي وو او ویل به یې چې دا د همدې مارغانو سوچه غوړي دي. د ملادرد، پښو درد، هډوکو درد او … ته شفا بخش دي.
د پيښور دې بازار کې هر چا خپل شیان په چالاکۍ پلورل، هغه پلورونکي کامیاب وو چې د لاس چالاکي او د ژبې صفايي یې ډېره درلوده.
دلته تر ټولو زړه پورې ننداره مداریانو وړاندې کوله. دوی به عجیبه عجیبه چمونه کول:
له وسپنیزې وړې حلقې به په غټ ځان ووت. له خولې به یې مردکي راوویستل. لاس کې به یې کاغذونه وو، خو ټول به یې په یوه منتر په پیسو بدل کړل.
خلک به هک پک وو، شپیلي به شول، چک چکې به شوې او بیا به هر چا له جیبه پیسې راوویستې او پر مداري به یې وشیندلې. خلکو پرې د حقیقت ګومان کاوه، خو دې ته یې نه کتل چې که دا سړی پیسې جوړولی شي، نو ولې په دې بد حالت دی؟
د هغه ځای د مداریانو دې کور اباد وي. د خپل هنر د نندارې په مهال به یې ویل: نه سحر دی نه جادو، د لاس چالاکي ده!
د لاس د چالاکۍ هنر والا، یوازې د ریل ګاډي د پټلۍ تر بازاره محدود نه دي. هر چیرته شته، په هره ټولنه کې شته، ښه یې خلک ویني، له اعمالو یې خبر دي، خو بیا یې هم تر منتر لاندې راغلي دي او په پوره ارزښت ورته قایل دي.
دا چالاکان ډېر ماهر دي. دوی کله د مذهب جامه اغوندي، کله د سیاست ، کله د قومي مشر، کله د مبارزینو او مدافعینو او کله…
خو دا چالاکان بې انصافه دي. دا چالاکان له مداریانو هم چالاک دي. دوی په اخره کې نه وايي چې (( نه سحر دی نه جادو، د لاس چالاکي ده!)) دوی خپلې دې چالاکۍ ته د واقعیت رنګ ور کوي او په دې ډول د خلکو باور له ځان سره ساتي.
وګورئ!
هغو کسانو چې په خپلو وحشتونو یې ډلییز قبرونه جوړ کړل. هغو کسانو چې کابل یې لوټې لوټې کړ. ټول وطن یې چور کړ. زمکې یې غصب کړې. د دې فقیر او په نس وږي ولس په نوم راغلې د سوال پیسې یې هضمې کړې. د غلو د شهنشاه لقب یې خپل کړ. د خلکو پر اولادونو یې سوداګري وکړه. د خپلو شومو اهدافو لپاره یې د میندو غیږې خالي کړي او… خو بیا هم په ساده ولس کې ځای لري. بیا هم ساده ولس ورته په ارزښتونو قایل دی په داسې ارزښتونو چې په مخالفت او حتی انتقاد یې د ګناه احساس کوي.
ولس باید نور پر ځان چهار قول چوف کړي، له سترګو د سحر او جادو اثار دفع کړي. هر څه په هغه بڼه وویني څنګه چې دي.
که دا کار ونکړي او که همداسې سربډاله او مسحور وي، نو عمرونه عمرونه به د بدبختیو په ګرداب کې لاس او پښې وهي، داسې ګرداب چې هیڅ د راوتلو لاره به نلري.
(ګرداب ورځپاڼه)
د سلواغې ۱۸مه،۱۳۹۴