د بوډۍ تندی تريو شو، په رېږدېدلي غږ يې وويل:
_اوف! درغلم!
شاوخوا يې وکتل، لکړه نه وه.
يودم يې چيغه کړه!
_ملالۍ، وه ملالۍ، کڼه يې! دروازه ټکېږي.
ځواب يې وانه ورېد.
اوف يې کړل، تر چوترې کښته شوه، سر يې وګرځېد، لاس يې په ولاړ موټر پسې ونيو. اوږده سا يې وايسته، پر کړوپه ملا دروازې ته ودرېده.
_څوک يې؟
ښخينه غږ راغی!
_پوليس!
د بوډۍ زړه ولړزېد، دروازه يې خلاصه کړه. د پوليسو په دريشۍ کې ځوانه ښځه ولاړه وه.
بوډۍ تر دروازې سر وايست. په کرولا موټر کې يو نارينه ناست و.
بوډۍ ځوانې ښځې ته وکتل:
_څه خبره ده؟
_تلاشي کوو.
بوډۍ ټوخي واخيسته، په زحمت يې وويل:
_د څه شي تلاشي؟
ښځې وخندل:
_ته نه يې خبره؟ ټوله کوڅه تلاشي کېږي.
بوډۍ غلې وه.
ځوانې ښځې حويلۍ ته وکتل، يو کوچينی ماشوم په درې ټايره بايسکل کې ناست و
ويې ويل:
_ په کور کې خو به نارينه نه وي؟
بوډۍ وټوخل:
_نه، زوی مې وظيفې ته تللی. بس، زه او نږور مې يواځې يو.
ځوانې ښځې ګام واخيست، تر موټر تېره شوه، ماشوم يې تر غومبرې کش کړ، ويې ويل:
_دا سپين مخ او دا شنې زېږې سترګې، ښکلی ښکاري!
کړپ شو، کړکۍ خلاصه شوه.
زړې ښځې په زحمت وويل:
_نږورې! پوليسه ده، وايي چې تلاشي کوو.
شېبه وروسته په ونه لوړه ښځه په چوتره کې ودرېده، سپين لاسونه يې په وړو ککړ ول.
د پوليسو په دريشۍ کې ځوانې ښځې وويل:
_وبخښی! مزاحمت مې وکړ، خو وظيفه ده، بايد د دې کوڅې کورونه تلاشي کړو.
بوډۍ وويل:
_خو پوليس خپل موټر لري؟
ځوانې ښځې وخندل:
_همداسې ده، خو تلاشي ته په شخصي موټرو کې ځو.
غلی شوه، يو دم يې وخندل:
_ادې! تندی دې سم ونيسه، هسي هم سم خلک ښکاری!َ که دې خوښه نه وي، بېرته به لاړه شم!
بوډۍ وويل:
_نه، اوس خو راغلې يې، شک دې ليرې که.
د پوليسو په دريشي کې ځوانه ښځه چوترې ته وخته!
ويې ويل:
_پرون يوه کور ته لاړو، تلاشي ختمه شوه، خو کله چې له کوره راوتلو نو يوې ښځې غلا راباندې واړوله، ويل يې چې د تلاشي په وخت کې دې د سرو زرو ګوتمۍ پټه کړې ده.
بوډۍ په حيرانۍ ورته کتل.
د پوليسو په دريشي کې ځوانې ښځې وويل:
_خوا مه بدوئ، وخت خراب دی، پوليس به د چا خولې ور تړي، ښه به دا وي چې پيسې او د کور قيمتي شيان همدله راوړی، يو نفر به ورته ناست وي، بل به له ما سره په کوټو وګرځي.
بوډۍ وويل:
_وی لورې! موږ په تا باور لرو، ته خو غله نه يې.
د پوليسو په دريشۍ کې ځوانې ښځې وخندل:
_ادې! ستا خبره سمه ده، خو موږ بايد د قانون له مخې همدا کار وکړو.
بوډۍ په زحمت کېناسته، نږور ته يې اشاره وکړه، هغه هم په بېړه کوټې ته ننوته. شېبه وروسته د زړې ښځې تر مخ نغدې پيسې، د سرو زرو ګاڼې ، دوه قيمتي مبايلونه او يو لپ ټاپ کمپيوټر پراته ول.
د پوليسو په دريشي کې ځوانې ښځې وويل:
_نور څه خو به مو نه وې هېر؟ نغدې پيسې يا کوم بل څه؟
بوډۍ وويل:
_نه، ټول همدا دي.
دواړه ښځې کور ته ننوتې، بوډۍ په ګاڼو کې يوې کوتمۍ ته کتل… په ګوتمۍ کې شين فېروزه يي غمی ټومبلی و.
بوډۍ ګوتمۍ ور پورته کړه، تېرو يادونو يووړه، دا ګوتمۍ يې له خاوند څخه ور پاتې وه.
يودم سپين لاس ور وغزېد، د بوډۍ له تورو ګوتو يې ګوتمۍ وايسته، بوډۍ په بېړه ور وکتل، د پوليسو په دريشي کې د ځوانې ښځې تنډه تروه وه.
بوډۍ پر پيسو او سرو زرو ور پرېوته، خو ځوانې ښځې ټېله کړه، بوډۍ تر چوترې ولوېده، سر يې د زينې تېرې ژۍ ته سيخ شو، اخ يې کړل.
ځوانې ښځې په بېړه پيسې او نور قيمتي شيان په خلطه کې واچول، لپ ټاپ يې ور واخيست او په منډه له کوره ووته.
بوډۍ د خپلې نږور وارخطا چيغه واورېده!
ادې! د تشناب ور خلاص که!
له کوڅې د موټر د چالانېدو غږ راغی.
پای
١٣٩٤ ل، د دلوې اتلسمه
ښکلې ده احمدي صیب دوه ځله مې ولوسته خوند یې راکړ