په ٢٠١٥ کال کې د باليوډ سينما تر ټولو ډېر پلورل شوى او ليدل شوى فلم ( بجرنګي بايي جان) دى.

د باکس افس انډيا د شمېرو له مخې په ٢٠١٥ کال کې لومړی ځای د سلمان خان فلم ” بجرنګي بهايي جان” خپل کړی، چې کبيرخان دغه فلم جوړ کړی دی. ياد فلم نژدې درې ميليارده، ۱۶۰ ميليونه ۷۸۰ زره روپۍ عايد درلود.

په دې فلم کې مرکزي رول د سلمان خان تر څنګ نوازالدين صديقي، کرينه کپور او يوې کوچنۍ جينۍ ( هرشالي ملهوترا) لوبولى دى چې فلمي نوم يې شاهده دى، شاهده په يوه پاکستانۍ مسلمانه کورنۍ کې ګونګه شپږ کلنه جينۍ وي چې د خبرو نه کولو له امله وخت په وخت له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ کېږي.

د شاهدې نيکه مور پلار ته يې ووايي چې که چېرې دا جينۍ په هندوستان کې پلاني زيارت ته يوړل شي انشاء الله ښه کېږي به.

د شاهدې نيکه په داسې وخت کې د شاهدې مور پلار ته دا مشوره ورکوي چې د هند او پاکستان په خپلو کې اړيکې خرابې وي، په همدې دليل يې پلار هند ته له تلو څخه انکار کوي، مور يې په يوازې ځان له خپلې ګونګۍ لور سره د هند په لور روانه شي.

کله چې له هند څخه راوګرځيدله په لاره کې اورګاډى په پټلۍ کې د ستونزې له امله يو څو شېبې تم شو، ماشومه د وقفې پر مهال له اورګاډي د يوې مېږې د بچي ( وري ) د ژغورلو لپاره کوزه شوه، خو د قسمت فيصله داسې وه چې شاهده خپله په سپين ډاګ پاتې شوه او اورګاډي ترې حرکت وکړ.

ماشومه يوه بل اورګاډي ته ورپورته شوه، خو اورګاډى د پاکستان پر ځاى بېرته هندوستان ته لاړ او شاهده هم بېرته هندوستان ته ستنه شوه او هلته له سلمان خان سره چې په فلم کې يې نوم ( باون کومار چتويري بجرنګي) دى مخامخ شوه.

بجرنګي يو ډېر کلک مذهبي هندو وي او له مسلمانانو يې ډېر بد راځي، خو په دې نه پوهېږي چې شپږ کلنه شاهده چې” بجرنګي پرې نوم موني کېږدي” مسلمانه ماشومه ده.

سلمان خان يو وخت پوه شو چې شاهده د پاکستان ده، خو په دې وخت کې د پاکستان سفارت هم تر څه مودې لپاره په هند کې وتړل شي، په همدې وجه سلمان خان مجبور شي چې د خپل واده لپاره برابرې کړې پيسې قاچاقبر ته ورکړي، ترڅو په قاچاقي لار موني تر کوره ورسوي.

سلمان خان کله چې موني په ډېر زور له ځانه بېله کړي او قاچاقبر ته وسپاري او په ژړا ترې روان شي، په لاره کې بنګړي وويني، بنګړي د موني ډېر خوښ ول په همدې وجه يوه لېچه بنګړي واخلي او په موني پسې يې وروړي، خو کله چې سلمان خان بنګړي موني ته ورورسوي ويې ويني چې قاچاقبر د موني په سر سودا پيل کړې، او غواړي چې شاهده د خپل کور پر ځاى برعکس په بېناموسه دلالانو ( مړدګوخانه) خرڅه کړي.

بجرنګي شاهده د دوى له منګلو وژغوري او خپله دې ته ملا وتړي ترڅو پاکستان ته لاړ شي او دا ماشومه تر مور پلاره ورسوي.

بجرنګي به هر وخت کوښښ کولو چې ځان له دروغو وساتي، په همدې وجه د پاکستان پوله ساتو ځواکونو له خوا څو ځله ووهل شي خو بيا هم دى تاکيد کوي چې ماته اجازه راکړئ ترڅو دا ماشومه خپلې کورنۍ ته ورسوم، کله چې د پوله ساتونکو ګزمې مشر د بجرنګي رښتينوالي او انساني عاطفه ويني زړه يې پرې سوځي او اجازه ورکوي چې د پاکستان خاورې ته داخل شي.

بجرنګي په پاکستان کې پوليسان نيسي او ورته وايي چې ته د هند جاسوس يې، کنه څنګه راغلى يې، دى د پوليسو مشر ته د موني کيسه کوي، خو پوليس د دې پر ځاى چې په جينۍ رحم وکړي، برعکس هغه دا ګونګه جينۍ په زور مجبوروي ترڅو خبرې وکړي؛ سلمان خان د پوليس په دې عمل احساساتي کېږي او پوليس په سوک وهي له ماموريت څخه تښتي.

په دې وخت کې يوه سيمه ييز خبريال د ” جان نواب چاوړه” په نوم د سلمان خان له نيولو خبريږي او ځان د پوليسو ماموريت ته رسوي، په دې هڅه کې وي چې تر ټولو لومړى خپلې رسنۍ ته د يوه هندي جاسوس د نيولو راپور ورکړي، خو ناڅاپه يې پام شي چې بجرنګي د پوليسو له ماموريت څخه په منډه دى. په سلمان خان پسې شا ته منډه کوي ترڅو د يوې ملي فريضې له مخې له خپل دولت سره د جاسوس په نيولو کې مرسته وکړي او يو ډېر جالب راپور پرې جوړ کړي، کله چې سلمان خان او جينۍ په يوه بس کې سپاره شي، خبريال هم دې بس ته ځان ورسوي او پوليس په جريان کې کړي چې هندي جاسوس چېرې روان دى.

د بس کلينر له بجرنګي ( سلمان خان) څخه کرايه غواړي، دى ورته له جينۍ سره ورسره انځور چې د پوليسو له ماموريت څخه يې په دې نيامت راخيستى و چې دا زموږ سيمه ده، ورښکاره کوي او کيسه ورته کوي چې زه په دې کار پيسې راغلى يم، اوس مې پوليسان د جاسوس په تور نيسي.

کله چې بجرنګي په بس کې دا داستان وايي، خبريال هم له حقيقت څخه خبريږي او له ټول بس سره په مشورې سلمان خان، خبريال او ماشومه د بس په سر کې له پوليسو څخه پټوي او يوې لرې سيمې ته يې رسوي.

په هغه لرې سيمه کې بجرنګي، موني او خبريال د يوې ديني مدرسې په انګړ کې شپه تېره وي، سهار مهال د مدرسې واړه طالبان بجرنګي پوه کړي چې دا مدرسه ده، دى ډېر خپه شي او له خپل ” بجرنګ والي” څخه بخښنه غواړي چې د مسلمانانو په جومات کې يې شپه تېره کړې ده او په منډه له جومات څخه بهر ځي، کله چې د مدرسې مولوي د دوى له حقيقت څخه خبريږي لومړى يې له پوليسو پټه وي او بيا يې په خپل درې پښي موټرسايکل کې تر يوې لرې سيمې رسوي.

له بلې خوا د پاکستان ټول کشفي ارګانونه د ده په لټه کې وي خو خبريال د حقيقت څرګندولو لپاره د کشمير په ښار کې يوه ويډيو د ټوليزو رسنيو له لارې خپر وي.

کله چې دوى په دې پوه شي چې د جينۍ کور چېرې دى، هماغه کلي ته په بس کې ځي، خو د جينۍ کور ته څېرمه د پوليسو له يوه پاټک سره مخامخ کېږي چې د دوى پلټنه کوي؛ سلمان خان جينۍ خبريال ته ورسپاري او خپله له پوليسو سره لاس او ګريوان کېږي ترڅو د پوليسو پاملرنه د ده په لور ور واوړي او خبريال جينۍ خپل کور ته ورسوي.

همداسې وشي جينۍ خپلې مور ته ورسيږي، خو سلمان خان د پاکستان استخباراتو ته په لاس ورشي، د خبريال په هڅو سهار مهال ټولې رسنۍ د سلمان خان عکسونه په خپلو لومړيو مخونو کې خپاره کړي او تلويزونه يې انځور او هغه شېبې چې دوى په پلټنه تېرې کړې وې لاندې باندې کوي.

ټول خلک په حقيقت پوه شي چې خبره څه ده، خو يو لوړ پوړى پاکستانى چارواکى غواړي چې له دې موضوع څخه سياسي موضوع جوړه کړي او په خپله ګټه يې وڅرخوي، په همدې وجه خپلو ټيټ پوړو چارواکو ته امر کوي چې بايد په سلمان خان دا ومنل شي چې دى هندي جاسوس دى.

خو خبريال د ټوليزو رسنيو له لارې له ولس څخه د مرستې غوښتنه کوي، په پاى کې ولسونه غبرګون ښکاره کوي او ټيټ پوړي چارواکي هم د لوړ پوړي امر مات وي له محبس څخه يې راباسي، ولسونه د پولې دروازه ماته وي، ټول ولسونه په يوه غږ نارې وهي چې ” بجرنګي بايي جان” ( بجرنګي زموږ ورور دى) په ډېر شان او شوکت يې د هند په لور رخصتوي، د پولې په پورې غاړه ورته هندي ولسونه د هرکلي لپاره ولاړ وي، سلمان خان چې ډېره شکنجه ليدلي وي د يوه لرګي په مرسته په پوله اوړي، شاهده او د شاهدې مور، پلار په منډه په بجرنګي پسې د مننې لپاره راتښتي، خو کله چې دوى راورسيږي، نو بجرنګي په پولې واوړي، شاهده ډېر لاس ورته وخوځوي، بجرنګي په شا مخ نه اړوي، اخر له ډېرو احساساتو يو دم د شاهدې مرۍ رغيږي ناڅاپه غږ کوي چې ” ماما” د شاهدې غږ په ټوله دره کې انعکاس کوي او سلمان خان بېرته په منډه ورته راګرځي، شاهده هم ورته رامنډې کوي کله چې سلمان خان شاهده په غېږه کې نيسي او پورته يې غورځوي، فلم هم پاى مومي.

په دې فلم کې لوى پيغام دا دى چې هر انسان انساني عاطفه لري، هېڅ دين او هېڅ مسلک له انسان څخه انساني عاطفه نه اخلي، بلکې انسانان مينې او دوستۍ ته رابولي، خو ستونزه په ځينو ځانغوښتونکو او انسان دښمنه افرادو کې ده، چې په هر دين او هر مسلک کې د عاطفې او انساني خواخوږۍ پر ځاى احساساتي، سختدريزه، جاهل او افراطي افراد د ظاهري بڼې په ترتيب او تنظم سره خلکو ته يا د کوم دين او يا د کوم مسلک ساتونکي معرفي کوي او دا خلک د دې پر ځاى چې په مينه او عاطفه خلک په ځان راټول کړي، برعکس په دې هڅه کې وي چې په ټولنه کې نفرت او تاوتريخوالى خپور کړي، کنه په اصل کې هېڅ انساني فکر او عاطفه نه غواړي چې انساني ټولنه د تشدد ښکار شي.

سپين روان نورزى

١٣٩٤-١١-١٣

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *