د طالبانو روان جنګ شپږ مهم علتونه لرل: یو دا چې طالبانو ته د بن په موافقه کې نه یوازې برخه ورنه کړای شوه بلکې په وطن کې په کور ناست طالب مشران هم وځورول شول او دې نتیجې ته ورسیدل چې توپک ته لاس کړي.

بل علت یې د خارجي عسکرو د شتون له نه منلو سره اړه لري. په افغانستان کې د خارجي عسکرو له شتون سره همیشه لږ یا زیات حساسیت موجود و او دغه حساسیت همیشه د جنګ اور بلولی شوای. دریم علت پاکستان و چې په افغانستان کې جګړه ورته د ګټې وټې او داخلي استفادې منبع وه.

جنرال ضیا الحق او ملګرو جنرالانو یې د افغان جهاد په برکت پوره لس کاله په پاکستان باندې د زور پاچهي وکړه. مشرف هم له افغان جنګه دغسې استفاده کوله.

له بلې خوا د افغان جنګ او جهاد د اوږدیدو په نتیجه کې پاکستان فرصت پیدا کړ چې  نه یوازې په میلیاردونو ډالر تر لاسه کړي ، بلکې اتم بم هم تر لاسه کاندي. د جنګ د دوام څلورم علت د هیروینو او مخدره توکو قاچاق دی چې د کبانو د نیولو لپاره د اوبو خړول پکار دي. د  جنګ د دوام پنځم علت د افغانستان په دولت کې فاسد عناصر دي چې د غلا د کولو او جاري ساتلو لپاره د طالبانو جنګ ورته آب حیات و. د جنګ شپږم علت د طالبانو فکري محدودیت و. دوی د اسلام په باره کې ځینې خاص تعبیرونه لرل چې د نړۍ نورو مسلمانانو ته د منلو نه وو.

مثلا دوی د جینکو له تعلیم یا تلویزیون یا لوڅ سر سره مخالفت کاوه، خو اوس داسې ښکاري چې طالبان د نړۍ نورو مسلمانانو ته نژدې شوې دي. یعنې د مکې معظمې یا مدینې منورې د مسلمانانو غوندې اوس دا مني چې ښځې هم د کار او تعلیم حق لري یا که څوک لوڅ سر ګرځي ، خپل کار یې دی. دغه راز د تاریخي آثارو په ړنګولو هم پښیمانه غوندې ښکاري. د اسلام په باره کې د طالبانو خاصو نظریاتو دوی او نور افغانان سره بیل کړي وو او د جنګ زمینه بې برابره کړې وه.

 اوس حالات بدل دي. پاکستان اوس په افغان جنګ کې د ګټې په ځای تاوان ډیر کوي. ځکه په افغانستان کې اور په افغاني خاوره کې ایسار نه پاتیږي. څو ورځې له مخه په پاکستان کې ګڼ مکتبونه او کالجونه د ترهه ګرو د حملې له ویرې بند شول. هغه انتحاریان چې د افغانستان د تباهي لپاره روزل کیدل اوس په پاکستان کې هم ورته عمل کوي.

لکه څنګه چې مو وویل د اسلام د مبین دین په باره کې اوس د طالبانو نظریات تر ډیره حده نورو مسلمانانو او افغانانو ته نژدې شوې دي. په وروستیو کې طالبانو نه د نجونو د تعلیم او کار مخالفت کړی دی او نه یې مثلا دا ویلي دي چې په اسلام کې انتخابات یا څو ګوندي ټولنه نشته.

 د خارجي عسکرو مشکل هم تر ډیره حده حل دی. شاوخوا پنځه نوي فیصده خارجي عسکر وتلي دي او دا نور هم که همدا نن نن د سولې موافقه وشي، وځي. له بلې خوا داسې ښکاري چې هم نړیواله ټولنه او هم طالبان په دې پوهیدلي دي چې که جنګ ادامه لري نو ګټه به یې قاچاقبرو او فسادیانو ته رسیږي، او بدنامي یې نورو ته.

 دغو واقعیتونو ته په پام سره ویلای شو چې سولې ته تر بل هر وخت زمینه ډیره مساعده ده.

 البته، هغوی چې په جنګ کې یې ګټې کړې او هوایي امتیازونه تر لاسه کړي دي، هغوی به طبعا خوابدي وي. همدغه کسان چې د امتیازونو د بایللو ویره ورسره ده، د سولې د روان بهیر په خلاف مختلف شکونه، بدګومانۍ او نهیلۍ پیدا کوي او ټول کوښښ یې دا دی چې پروسه تخریب شي.

 له بلې خوا په طالبانو کې هم یو داسې اقلیت شته چې په اصطلاح تر ویش په تالا خوشحاله دي او د فکري محدودیت، د فردي ګټو، د شخصي دښمنیو یا له پردیو شبکو سره د ارتباط په وجه د جنګ دوام غواړي او له سولې په ویره کې دي.

د جنګ د ادامې پلویان که د افغانستان په نظام کې دي، یا په طالبانو کې، دوی یو اقلیت جوړوي او څرنګه چې دغه اقلیت خپلې ګټې له لاسه ورکوي نو ډیر کوښښ یې دا دی چې سوله ناممکنه او ډیره لرې وښیي، حال دا چې سولې ته بنیادي شرایط چمتو دي او دا د هر مسلمان افغان دنده ده چې د افغانستان خیر وغواړي او د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. د عامو افغانانو باور دی چې د افغانستان د جنګ افغاني لوري په خپلو کې سره خبرو ته کښیني نو تقریبا هیڅ غوټه به پرانیستلې پاتې نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *