پر يو شي خبرېدلو او يا د کتاب په دقت سره وېلو ته مطالعه وايي. مطالعه، چې په انګرېزي ژبه کې ورته study وایي معنا يې د تحصیل او درس ویل دي. مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د هغه د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي. مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هرڅه، چې غواړئ په کتاب کې یې تر لاسه کولای شئ. پوهان وايي چې ترټولو ښه ملګرى کتاب دى.

د مطالعې ګټې څه دي؟

۱- مطالعه د ذهني پیاوړتیا له یوه منظم جریان څخه عبارت ده.

د تلوېزیون برخلاف کتاب تاسو مجبوروي، چې له خپل مغز څخه ګټه واخلئ.
د مطالعې په وخت تاسو ډېر فکر کوئ او ذکاوت مو پیاوړی کېږي.

۲- مطالعه د پوهې لپاره تهداب او پایې جوړوي.

د ځمکې پر سره د هرې موضوع په اړه کتاب لیکل شوی، چې د ضرورت په وخت کې کولای شئ ترې ګټه واخلئ او مطالعه یې کړئ.
ولې؟
ځکه د کتاب لوستل ستاسو سره د موضوع په روښانه کولو کې مرسته کوي.
په کتابونو کې داسې معلومات نغښتل شوي وي، چې ډېر کله په صنف کې د استاد له خولې نه راوزي او یا هم پرې بحث نه کېږي.

۳- مطالعه کول ستاسو لغوي پانګه زیاتوي.

په یاد به مو وي، چې پخوا به مو څه ډول د یوه لغت اصلي مانا زده کوله او یادوه وله به مو؟
همدا د کتاب ګټه ده، چې اوس په ډېر اسانۍ سره کولای شي په ډېر کم وخت د یوه لغت مانا په ګوته کړئ.
په ځانګړې ډول کله، چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوئ له ګڼ شمېر نویو لغتونو سره اشنا کېږئ، چې په زده کولو سره مو یې لغوي پانګه زیاتېږي.

مطالعه تاسو ته دا چانس درکوي، چې د نړۍ له بېلا بېلو فرهنګونو او جغرافېیو سره اشنا شئ.
درخصتۍ د تېرولو لپاره مو د خوښې وړ ځای کوم دی؟

له تاسو یې باید په اړه مخکې له مخکې مطالعه وکړئ، تر څو هغه ځای ته په ورتلو سره پوره خوند واخلئ.
څمره، چې مطالعه کوئ په هماغه اندازه مو ذهن هم پراختیا مومي.

۴- مطالعه مو وړتیا لوړوي

مطالعه تاسې ته دا وړتیا درکوي چې له نورو فرهنګونو سره په اجمالي توګه معرفي شئ، تاسې به په دې توګه له نورو سیمو سره بلد شئ، د خپلې تفریح لپاره د ځای په ټاکلو کې به کومه ستونزه نه لرئ.
ستاسې د لید زاویه د هغو فرهنګونو او سیمو په اړه د مطالعې پر مټ بدلېدلی شي چې د لیدو هیله یې لرئ.

۵- مطالعه مو تمرکز لوړولی شي.

لکه مخکې مو چې اشاره وکړه، مطالعه له ذهني قوې ګټه اخلي، دا به د دې سبب شي څو د هغه څه په اړه چې مطالعه کوئ یې ستاسې تمرکز لوړولی شي. مجلې، مقالې یا ستاسې انترنیتي ایمل کولی شي پخپل ځان کې مهم معلومات ولري، خو کتابونه کولی شي سترې کیسې او پښې را واخلي، خو هر څه چې وي تاسې اړ یاست چې تمرکز مو لوړ وي نو مطالعه د تمرکز د لوړولو لپاره د سپورت په څېر ده.

۶-مطالعه مو پر نفس باور لوړوي

که چېرې ډېر کتابونه مطالعه کړئ، د هغه څه په اړه چې مطالعه کوئ ستاسې تجربه او پوهه به لوړ وي دا به د دې سبب شي چې پر ځان مو باور لوړ شي، نو دا چې تاسې ښه مطالعه کوئ خلک به د دې هڅه چې د خپلو پوښتنو ځواب له تاسې واخلي، تاسې به هغوی د ځان په لور راجذب کړئ، دا خبره د دې سبب کېږي چې تاسې ښه احساس ولرئ، او خپل شخصیت دروند او د کار وړ درته ښکاره شي.

۷- مطالعه حافظه پیاوړې کوي.

څېړنو ښودلې ده که تاسې له خپلې حافظې کار واخلئ نو هغه به پیاوړې شي او که خپله حافظه و نه کاروئ نو خپلې وړتیاوې به له لاسه ورکړئ، د ځينو لوبو په تېره بیا د جدولونو لوبول د الزایمر د ټېټېدو سبب ګرځي، خو هغه لوبې چې په هغه کې تر ډيره کلیمې او جملې کارول کېږي ستاسې د حافظې قوت لوړولی شي، نو مطالعه هم هغه لوبو ته ورته ده چې په هغه کې کلیمې او جملې کارول کېږي او تر ډیره تاسې ته دا وړتیا درکوي چې د کرکټرونو نومونه، پېښې او ډير څه نور په یاد ولرئ.

۸- مطالعه فردي نظم لوړوي.

ټول د مطالعې په ارزښت پوه یو او پوهېږو چې باید پخپل ورځني ژوند کې باید د مطالعې لپاره وخت ولرو، خو څوک دا کار کولی شي یا یې کوي؟

خبره همدلته ده، که موږ مطالعې ته په خپل ورځني ژوند کې وخت ورکړو د دې سبب به شي چې فردي انظباط او نظم مو لوړ شي.

۹- مطالعه موږ ته دا وړتیا راکولی شي چې هر ځای مطلب زده کړو

کتابونه د لېږد وړ دي، دا چې کولی شئ هر ځای له ځان سره کتابونه یوسئ نو دا وړتیا هم لرئ چې په هر ځای کې یو څه زده کړئ.

۱۰ – مطالعه خلاقیت لوړوي

دا چې کله له ډيرو کتابونو سره مخ شئ او د ډيرو معلوماتو پر وړاندې ودرېږئ نو د دې سبب به شي چې خلاقیت مو لوړ شي او نوي شیان مو ذهن ته درشي، ستاسې ذهن کولی شي د بېلو کتابونو معلومات سره یو ځای کړي او د یوې مسلې په حل لاره کې له هغه کار واخلي.

۱۱- مطالعه تاسو ته اجازه درکوي، چې د بېلا بېلو موضوعاتو په مفصلې خبرې وکړئ.

ایا تر اوسه داسې پېښ شوي، چې د کورنۍ د غړو، مېرمنې او یا هم د دوستانو په منځ کې د ویلو لپاره څه ونه لرئ؟
دا ډېره دردونکې ده.
دغه څه ډېر کله کولای شي، چې یو لړ کورنۍ ستونزې هم پیدا کړي، ځکه که تاسو په کور کې پټه خوله کېنئ، کېدای شي د کورنۍ له غړو، مېرمنې او یا هم د شا او خوا خلکو ته یو لړ پوښتنې پیدا شي.
که تاسو ډېر کتابونه لوستي وي تل به د ویلو لپاره په ذهن کې یوه څه لرئ او دا دې سبب ګرځي، چې تاسو په خبرو راولي.

۱۲- د کتاب لوستل یوه ارزانه سرګرمي ده.

داسې کسان شته، چې د فلمونو او د هغې د وسایلو لپاره زیاتې پیسې خرچ کوي، خو کولای شئ، له دې نه په کمو پیسو باندې څو کتابونه واخلئ، چې ان تر دوو میاشتو پورې پرې مصروف وئ.
هڅه وکړئ، د ځان لپاره داسې کتابونه واخلئ، چې علاقه مو ور سره وي.

۱۳- مطالعه تاسو ته دا اجازه درکوي، چې تل د خپلې خوښې شی زده کړئ.

د مطالعې او رسمي زده کړو ترمنځ توپیر دا دی، چې په رسمي زده کړو کې ته مجبور او مکلف یې، چې هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې په درسي صنف کې کېني، خو مطالعه تاسو ته دا چانس او یا واک درکوي، چې څه وخت مو زړه وغواړي د خپلې خوښې وړی شی مطالعه کړئ.

۱۴- مطالعه ذهني مشارکت ایجادوي.

څمره چې تاسو کتابونه مطالعه کوئ، په هماغه کچه مو ذهني وړتیا هم لوړېږي او له نورو سره د نظر په تبادله کې له تاسو سره پوره مرسته کوي، چې په ډېر دقت سره ور سره خپل معلومات شریک کړئ.
ډېر کله داسې کېږي، چې تاسو د یوه څه په اړه پلټنه کوئ، خو مخې ته مو ډېر نور څه هم درشي چې یو څه ور څخه زده کړئ.

۱۵- مطالعه ستاسو ستړیا له منځه وړي.

هرکله مو، چې د ستړتیا احساس وکړ، کافي ده چې یوازې د خپلې خوښې وړ یو کتاب را واخلئ او څو صفحې یې مطالعه کړئ. و به ګورئ، چې ډیره ژر به مو ستړیا له منځه ولاړ شي او ذهن به مو تازه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *