هر څوګ د انګلسي ژبې د زده کړې لپاره هر لیوال دی، خو اکثره خلک دا بهانه کوي چې د دې ژبي د زده کړې لپاره کافي وخت نه لري، خو لاندي شپږ داسي ساده لارې دي چې ستاسو وخت به هم نه ضایع کیږي او د وخت په تیریدو سره به ستاسو د انګلیسي ژبې په پوهه کې هم زیاتوالي راځي.
- د خپل موبایل او کمپیوټر ژبه انګلیسي ته واړوئ، که څه هم دا کار به د هغو خلکو لپاره، چې له انګلیسي سره ډیره بلدتیا نه لري، د څو ورځو لپاره ستونزمن وي، خو ډاډه یم چې د وخت په تیریدو سره به دوئ ډیر لغتونه زده کړي، او له ډیرو جملو سره به بلد شي.
همدارنګه پر تلیفون او کمپیوټر سربیره تاسو د خپلو ټبلیټونو، آیپډونو او د ټولنیزو شبکو لکه: فیسبوک، ټویټر او نورو ژبې هم له خپلو مورنیو ژبو څخه انګلیسي ته واړوئ چې دا به هم تاسو له ډیرو لغتونو او جملو سره بلد کړي.
- خبرونه په انګلیسي ژبه ولولئ او ویې ګورئ، زیاتره خلک د خبرونو اوریدلو ته ډیر لیواله دي او آن عادت یې جوړ شوئ خو ځیني یې بیا پروا نه ساتي، که چیري ټول خپل دا عادت په انګلیسي ژبي د خبرونو په اوریدلو او یا لوستلو تغیر کړي نو یو خو به په نړۍ کې له بیلابیلو پیښو خبر شي او بل به یې د انګلیسي ژبه پوهه لوړه شي. د خبرونو لپاره کولای شي د بي بي سي، سي این این او یا د ګوګل خبرونه تعقیب کړئ.
- په انګلیسي ژبه موسیقي واورئ او شعرونه یې زده کړئ، په انګلیسي ژبه کې د موسقي اوریدل خوندور دي خو
صفي الله سلطاني تاسو باید په شعرونو باندي له پوهیدلو سره مبارزه وکړئ، مبارزه دومره هم اوږده نه ده تاسو کولای شئ ټول شعرونه په دې دوو ویبپاڼو A to Z Lyrics Universe, Lyrics.com کې ومومئ، او یا یې په ګوګل کې وپلټئ.
- په ډایري کې مو لیکل په انګلیسي ژبه کړئ، هره ورځ له پنځو تر لسو دقیقو په انګلیسي لیکل وکړئ، کوم کارونه چې باید د ورځي په اوږدو کې وکړئ سهار یې ولیکئ یا په ماخستن کې هغه کارونه ولیکئ چې د ورځي په اوږدو کې مو تر سره کړي دي، یا هم یوه لنډه قیصه ولیکئ، چې په دې سره به مو د انګلیسي ژبي لیکل ډیر قوي شي.
- هڅه وکړئ چې له یوه کس سره په انګلیسي ژبه خبري وکړئ، هغه که ستاسو ملګری وي، که مو د کورنئ غړی وي یا مو همکار وي، څومره چې تاسو ډیري خبري وکړئ دومره به زر هدف ته ورسیږي، دا به تاسو د انګلیسي له ژبي سره ډیر طبیعي کړي، بیا نو کله چې چیرته خبري کوئ تر فشار لاندي به نه راځئ،
- د ماشومانو کارتوني پروګرامونه وګورئ، د ماشومانو لپاره د کارتوني پروګرامونو کتل د انګلیسي ژبي د زده کړې لپاره ډېره ګټه لري، تاسو به هغه انځورونه او حرکتونه په عین وخت کې وګورئ چې دوئ خبري پرې کوي، او له بل لوري د هغو ژبه او لغتونه ډیر ساده وي چې په ښه ډول درک کیږي او پرې پوهیدل کیږي.
Hello;
Above advices from no.2 to 6 are good , but the 1. one is not completely possible.!
Thank you.