بشیرالحق عادل – سره له دې چې افغانستان د نړۍ په کچه اداري فساد کې درېيم ځای لري، خو اوسيدونکي يې له فساده دومره ستړي دي چې د فساد سره د مبارزينو ستاينې او ملاتړ يې کوي.

د هلمند اوسيدونکي وايي، دغلته نږدې په هره اداره کې فساد شتون لري.

د هلمند د استناف څارنوالۍ رئيس فضل سلطان ساپی چې هلمند ته له راتګ سره سم يې له خپلې ادارې د فساد شړلو هڅې پيل کړي وايي، تر دې دمه يې څلور فاسد څارنوال له دندو ګوښه کړي.

ساپي څه موده مخکې په هغه غونډه کې چې د هلمند مدني ټولنې لخوا د نوموړي ستاينې ته جوړه شوې وه وويل، د زندانيانو ډېری دوسيې چې له کلونو کلونو بې پوښتنې پرتې وې، ده له خپل راتګ سره سم وڅېړلې.

د فساد ضد هڅې چې د هلمند د استناف څارنوالۍ رئيس پيل کړي د هلمند يانو کلک ملاتړ يې ترلاسه کړی.

د هلمند مدني ټولنې له ستاينې وروسته د دغه ولايت قومي مشرانو نوموړی پر شا وډباوه او غوښتنه يې ترې وکړه چې د فساد پر ضد دې خپلې هڅې روانې وساتي.

قومي مشر حفيظ الله خان د استناف څارنوال څخه وغوښتل چې د هلمند په هغه ادارو کې دې د فساد د ختمولو هڅې وکړي چې پکې ښکېل دي.

د هلمند د استناف څارنوالۍ رئيس وايي، هڅه کوي دغلته په ټولو ادارو کې روڼتيا او عدالت رامنځته کړي.

نوموړی وايي، سره له دې چې پر وړاندې يې ننګونې شته خو بيا يې د ټولو ولسواليو په څارنوالانو کې تغير راوستی، ترڅو فساد ورک شي.

فضل سلطان ساپی چې د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر دی، پر خپلو فساد ضد هڅو يې د خلکو زړونه ګټلي.

د هلمند ولس له هغه سره يو ځای شوی دی او د ښار پر لويو لوحو يې د نوموړي انځورونه راځړولي او نوموړي ته يې د فساد سره د مبارزې اتل شعار ليکلی.

فساد هغه لويه ستونزه ده چې په افغانستان کې هر څوک دې رنځ وړي، خو تر اوسه دولت هم په دې برخه کې کومه مالومه او اغېزناکه طرحه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *