تاند- د موسیفۍ د ثبت د صنعت نړیوال فدرېشن د بریتانیا نامتو سندرغاړې ادیل د ۲۰۱۵ م کال د نړۍ غوره سندبولې وبلله.

د اغلې ادیل درېم البوم، چې «۲۵» نومېږي او د تېر کال په نوومبر میاشت کې بازار ته راووت، د دې ۲۷ کلنې سندرغاړې د لا شهرت او بریالبتوب دلیل بلل کېږي.

دا البوم په بریتانیا کې تر ټولو په لږ وخت کې تر ټولو زیات پلورل شوی البم و.

۲۵ البم له خپرېدو وروسته په لومړۍ اوونۍ کې تر ۸ لکه زیاتۍ کاپۍ وپلورل شو او د انترنیټ له لارې یې ډاونلوډ د دیجټل موسیفۍ د صنعت په تاریخ کې بې ساری و.

د دغه البوم (هلو) په نوم سندره په امریکا کې هم لومړی مقام وګاټه او تر یو ملیون ځلې زیات ډاونلوډ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *