تاند – د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د شل اوریزو اسیایي سیالیو او نړیوال جام لوبو لپاره لوبډله د لوبغاړو تر اروزونې وروسته غوره شوه.

تمه ده چې د اسیایي شل اورو لوبو او د غوراوي سیالۍ د فبروري په ۱۸ په بنګله دیش کې پیل شي. په دې سیالیو کې د افغانستان سربیره د عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ملي ټیمونه برخه اخلي. له دې ټیمونو څخه یوه ټیم د اسیا شل اوروو جام ته لاره پیدا کوي.

د اسیا د شل اورو جام لوبې د فبروري په ۲۴ پیلیږي.د دې سیالیو لپاره د افغانستان غوره شوی ټیم:

اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، عثمان غني، محمد نبي عیسی خیل، کریم صادق، شفیق الله شفق، راشد ارمان، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ، یمین احمدزی.

احتیاطي لوبغاړي:

میرویس اشرف، روښان بارکزی، نجیب تره کی، فرید ملک.

بل لور ته افغان کرکټ بورډ د شل اورو نړیوال جام لپاره خپله لوبغاړي انتخاب کړل. دا لوبې په هند کې راتلونکې میلادي میاشت ترسره کیږي.

د شل اورو نړیوال جام لپاره ټاکل شوي لوبغاړي:

اصغر ستانکزی، محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، عثمان غني، محمد نبي عیسی خیل، کریم صادق، شفیق الله شفق، راشد ارمان، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ، حمید حسن.

احتیاطي لوبغاړي:

میرویس اشرف، روښان بارکزی، نجیب تره کی، یمین احمدزی.

د شل اورونو اسیایي لوبو او نړیوال جام لوبو لپاره تقریبا لوبغاړي یو ډول دي، یوازې په نړیوال جام کې حمید حسن هم ترسترګو کیږي. که چیرته حمید حسن روغ وي نو بیا خو پکار ده چې په اسیایي لوبو کې هم ولوبیږي. د شل اورونو لپاره یوه بله پریکړه سمه نه ښکاري د کریم صادق ځایول او د میرویس اشرف نوم په احتیاطي لوبغاړو کې ګڼل.

میرویس اشرف چې کله باولنګ کوي نو د ده لاین او لینت تر کریم صادق ډير ښه وي او اشرف تیرمیلادي کال په نړۍ کې له هغو محدود باولرانو څخه یو وو چې د اوور پر سر  یې په اوسط ډول لږې منډې ورکړې وې. د بیټنګ په برخه کې هم تر کریم صادق بد نه دی نو پکار وه چې د کریم صادق پر ځای میرویس اشرف په اصلي لست کې ځای شوی وای. خو بیا هم کله چې لوبډله هند یا بنګله دیش ته ځي غوره ده چې هغه وخت داسې تیروتنو ته فکر وشي کنه داسې ښکارې چې د یوه نیم لوبغاړي په برخه کې واسطه کار کوي او که واسطه روانه وي د کرکټ روانې بریاوې به خدای مه کړه په سیند لاهو شي.

One thought on “اسیایي او نړیوال جام ته افغان کرکټ لوبغاړي غوره شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *