ذبیح الله خورشیدي

پنتاګون په عراق او افغانستان کې د نیول شوو بندیانو د شکنجو شاوخوا ۲۰۰ داسې انځورونه خپاره کړي چې د شکنجو او ازار نښې په کې ښکاري .

دغه تصویرونه په عراق او افغانستان کې د ابوغریب او بګرام په زندانونو کې د امریکايي سرتیرو له خوا پر بندیانو د شکنجو او آزار پر مهال اخیستل شوي.

د امریکا دفاع وزارت ډیلي میل ته ویلي، دغه تصویرونه د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر د ۱۱مې څخه د ۲۰۰۹ کال د جنوري تر ۲۲ مې نیټې پورې ثبت شوي دي.

په دغو پیښو کې ۱۴ یې تر دې دمه ثبوت شوې او د ۴۲ نورو په اړه څیړنې روانې دي خو د ورته شکنجو په اړه د امریکا له دفاع وزارت سره ۱۸۰۰ تصویرونه شته، چې تر اوسه خپاره شوي نه دي.

له دې انځورونو ښکاري چې له بندیانو سره چلند خورا دردونکی دی او هغوی چې د بشر ساتلو چیغې وهي په خپله بشر ضد سرغړونې ترسره کوي .

دا تېروتنې په عراق او افغانستان کې شوي که امریکا اوس په ریښتیا هم بشري ارزښتونو ته درناوی لري او قانون ته ژمن وي ښه به وي چې خپل مجرم سرتیري په همدې خاوره کې محکمه کړي څو په راتلونکې کې یې سرتیري له نورو ربړونو لاس واخلي.

له دې سره امریکا او افغانستان په خپلو کې په دې اړه هوکړه هم لري چې بندیان به نه شکنجه کېږي خو د قانون د اوصلو په مطابق به ورسره چلند کېږي، له بده مرغه چې امریکا د دې هوکړې په عملي کېدو کې پاتی راغلی .

د بشرحقونو په نوم خپلواکه اداره او په تېره افغان حکومت په دې تړاو لا څه غبرګون نه دی ښودلی، خو که پوښتنې ونه شي دا په دې معنی چې دوی هم په کې په یو ډول ښکیل دي.

په تېرو کلونو کې د باګرام زندان افغاني شوی، خو اوس ویل کېږي چې بندیانو سره چلند په کې ناوړه روان دی او ډیری هغه بندیان چې یوازې ساتل شوي اوس په ذهني ناروغیو اخته دي چې دا ډول چلند د ربړونو ډېر سخت دی .

دا کیسې ډېرو هغو بندیانو رسنیو ته کړي چې د بګرام له زندان څخه خوشې شوي دي .

په دې کې داسې بندیان هم شته چې د قید موده یې پوره شوې ولې بیا هم د مجرم بندي په تو ګه په زندانو کې ساتل کېږي.

د قانون له مخې بندیانو ته یوازې همدومره بسنه کوي چې ازادي پرې بنده شي وهل ، ډبول او ربړونه د دنیا په هېڅ یو قانون کې نه شته او دا ډول چلند اوس مردود بلل کېږي.

د یو ازاد او خپلواک افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *