په تا مې زړه نه سوځي، بلکه په ځآن مې زړه سوځې چې تا ته ګورم او هیڅ نه شم کولی.
هیڅوک نه وژلی، نه شکولی شم او نه په خپل جیب کې څه لرم چې تا ته یې درکړم او دا چې درته ګورم په ځان هم وېرېږم چې بله ورځ به زه ستا په شان یم، په سپینه ږیره به کېدای شی ستا غوندي ګاډۍ ونه شم چلولی.
وایي: له سپینې ږیرې الله پاک په خپل سپېڅلې ذات حیا کوي، خو زموږ حیا چېرته ده چې ته په سپینه ږیره، ستړی ستومانه، وږی ( موړ د وږي له حاله څه خبر دی؟) پروت یې.
هو ریښتیا ستا زامن چېرته دي؟ هغه خو به ځوانان وي؟ لکه موږ چې یو، او که ځوانان نه وي واړه ولي دي؟ ته خو د څه کم او زیات ۸۰ کالو بوډا یې! په دې عمر کې دومره واړه ماشومان؟ ایا تا هم له یوې پېغلې سره ظلم کړی او هغه دي وړه ځان ته واده کړي او که دي زامن د جنګونو په اړو دوړ کې ور دوړه کړي، ځکه دلته خو د ځوانانو مرګ تر ټوکو هم اسانه دی. هیڅ خبره نه وي سړی مړ کړي، یو دوه ورځې اوښکې وڅڅوو بس نور خیر او خیرت وي که څنګه بابا؟
هو ریښتیا تا خو د هیواد تولیدات اخیستي، دا لاسي ګاډۍ ده که نه، دا هیواد ته یوه ګټه ده نه تاوان، او دا خلک یوه او بله خوا تېرېږي دوی خیرات نه درکوي؟ نه ريښتیا به یې نه درکوي ځکه ته خو سوال نه کوې بلکه د غریبۍ مزدور یې نو د غریبۍ مزدور به له غریبۍ څه په لاس راوړي؟
محمدابراهیم ګران، ۱۳۹۴/۱۱/۱۴ مالیه وزارت، کابل افغانستان