سوپرتوکانو

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ وویل چې د افغانستان هوايي ځواک د یو نوي پیل په لور ګامونه اخلي او حکومت ژمن دی چې په دې برخه کې زیاته پانګونه وکړي.

ولسمشر غني د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو د نندارې په مراسمو کې وویل، افغانستان پخوا لوی هوايي ځواک درلود خو تنګ نظریو او نه تعهد(له هیواد سره خیانت) دا ځواک له خاورو سره خاورې کړ خو اوس دا دی دا ځواک بیا جوړ شوی دی.

د روسیې او د سیمې د هیوادونو د یوې ګډې دسیسې په نتیجه کې د نجیب د حکومت له پرزېدو وروسته له هر څه بې خبرو تنظیمونو د افغانستان د غښتلي هوايي ځواک الوتکې ویجاړې او وسپنې یې کباړ کړې.

ولسمشر غني افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع وکړي.

ولسمشر وویل چې افغانان جګړه نه غواړي، سوله غواړي.

په دې مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب وردک وویل چې د افغانستان هوايي ځواک څلور قطعې لري چې دوه یې په کابل او دوه نورې په کندهار او شنډنډ کې دي.

ده دا هم وویل چې هوايي ځواکونه لازم وسایل او خاص مهارتونه لري، په ځانګړي ډول د شپې په مخه الوتنې او بمبارۍ کولی شي.

په وروستیو کې هند د افغانستان هوايي ځواک ته ۳ جنګي هیلي کوپترونه او امریکا څلور سوپر توکانو جنګي الوتکې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې امریکا په راتلونکو ورځو کې د افغانستان هوايي ځواک ته ۱۶ نورې سوپر توکانو جنګي الوتکې ورکړي.

پر دغو الوتکو سربېره د افغانستان هوايي ځواک ۱۱ ایم آی ۳۵ هیلي کوپترونه، ۲ ایم آی ۱۷ څرخکې، ۱۶ ایم ډي ۵۳۰ څرخکې، ۲۶ سي ۲۰۷ الوتکې او ۴ سي ۱۳۰ الوتکې لري.

ولسمشر غني په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان څخه مننه وکړه چې د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ لپاره یې هلې ځلې کړي دي.

ډېر افغانان باور لري چې د ناټو ځواکونو قصداً او یا د پاکستان د رضایت په خاطر نه دي غوښتي چې افغانستان مجهز هوايي ځواک ولري.

د افغان هوايي ځواک په اړه نور خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *