د زابل یو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران ددې ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره په فساد تورنوي او وایي چې ددې ادارې مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي.

د زابل د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر سمیع الله شهامت هم د خلکو شکایتونه تر یو بریده پرځای ګڼي.

د زابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستې پر مستحقو کسانو نه وېشل کېږي او څو محدود کسان ورڅخه ګټه اخلي.

د دې ولایت یو شمېر قومي مشرانو له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل چې دې ادارې ته راتلونکې مرستې پر اړو کورنیو نه وېشل کېږي او په سرویع ګانو کې یې هیڅ ډول شفافیت نشته.

قومي مشران وایي دوی داسې موثق اسناد هم په لاس لري چې د غریبو کسانو په نوم دغه راغلې مرستې یا خو د وېشونکې ډلې پر خپلوانو وېشل کېږي او یا هم داسې کسانو ته ورکول کېږي چې بېخي په دې ولایت کې شتون نه لري.

ددې ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر هم د خلکو شکایتونه تر یو بریده پرځای ګڼي خو له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي ترڅو د مرستو په وېش او سرویع ګانو کې لا هم شفافیت رامنځته شي.

شهامت وایي دوی دومره بودیجه نه لري چې ټولو مستحقو کسانو ته دې مرستې ورسوي.

دا لومړی ځل نه دی چې ددې ولایت اوسېدونکي د مرستو په وېشلو کې د روڼوالي له نشتون څخه سر ټکوي بلکې تر دې وړاندې هم له دې ادارې څخه دې ته ورته شکایتونه شوي دي خو د اوسېدونکو په خبره یې چې کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *