ګلاب منګل

خبریال: سید الله سلام (خوست) د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د بغلان په ډنډ غوري ولسوالي کې له قومي مشرانو سره د موافقې دفاع وکړه.

ښاغلي منګل د پنجشنبې په ورځ په خوست ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې د بغلان په ډنډ غوري ولسوالي کې له قومي مشرانو سره موافقه په سیمه کط د سولې او ثبات د ټینګېدو په هدف شوې وه.

 د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل غونډې ته د وینا پر مهال وویل:«د امنیت په تامین او د سولې په ټینګښت کې د ولسونو ونډه خورا مهمه ده. مشران کولی شي په خپلو سیمو کې د قومي تړونونو له مخې امنیت ډاډمن او ثبات ټينګ کړي. »

ښاغلي منګل زیاته کړه، همدې ارزښت ته په کتو یې څه موده وړاندې د افغان ولسمشر اشرف غني په لارښوونه بغلان ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت په  ډنډي غوري ولسوالي کې د سیمې له مشرانو سره د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې په ډنډي غوري کې روانه جګړه پای ته ورسېده او امنیت تامین شو.

د ده په خبره له قومي مشرانو سره د یاد تړون له لاسلیک وروسته  تر ۱۵۰۰ زیاتې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې، ښوونځي او کلینکونه پرانستل شول او ژوند عادي حالت ته راوګرځېد.

منګل زیاته کړه، له ځینو مغرضو کړیو سره تړلو اشخاصو، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر نه غواړي په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسیږي، د یاد تړون د ناکامۍ لپاره له بېلابېلو لارو منفي تبلیغات وکړل او دا پروسه یې له ناکامي سره مخامخ کړه.

 د ډنډ غوري موافقې ته د کابل یوه تلویزیون، چې به هیواد کې پر قومي نفاق تورن دی، له طالبانو سره د موافقې نوم ورکړ او په امنیتي اورګانونو کې یې خپل همنظره عناصر وهڅول چې موافقه ماته کړي او په سیمه کې شر ته لمن ووهي.

دا په داسي حال کې ده چې د بغلان خلک او قومي مشران د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي او وايي، د وسلوالو پرضد د روانو عملیاتو پر مهال ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده . (د سیمې د اوسېدونکو خبرې)

دوی نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال څرګنده کړه چې د عملیاتو له پیله تراوسه پوري لږترلږه ۱۲۵ ملکیان د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ۶۵۰ نور ژوبل شوي دي او نږدې ۳۰ زره کورنۍ په دې ساړه  ژمي کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

 د سیمي خلک دا هم وايي چې پخوانۍ شمالي ټلواله د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل خلک لري او د خلکو باغونه په دې پلمه اره کوي چې ګواکي هلته طالبان پټيږي.

اړوند خبرونه:

د بغلان مشرانو دولتي ځواکونه په ټولوژنه تورن کړل

د بغلان والي: ۲۰۰ وسله وال مخالفان وژل شوي

په بغلان کې زرګونه بې ځایه شوي عاجلو مرستو ته اړتیا لري

د بغلان نور خبرونه

One thought on “ګلاب منګل: په بغلان کې له قومي مشرانو سره شوی تړون د ثبات لپاره وو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *