تاند- د امریکا په جان هاپکنز پوهنتون کې څېړونکو په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره داسي مصنوعي لاس جوړ کړ چې د انسان په عصبي نسجونو کنټرولېږي او د لاس له هډوکي سره ترکیب یا اخښل کېږي.
دوی دا تجربه پر هغه سړي وکړه چې ۷ کاله پخوا یې لاس د سرطان د ناروغۍ په خاطر غوڅ کړای شوی و.
د جان هاپکنز پوهنتون څېړونکي استادان وايي، د یوه ساکیټ په وسیله د انسان له بدن سره د مصنوعي لاس نښلول تر ټولوګرانه کار دی. که دا چاره په سم ډول ونه شي، د نسج په شاوخوا کې د درد، ټپ او تڼاکو د رامنځته کېدو سبب کېږي.
د هاپکنز پوهنتون څېړونکي همداراز توانېدلي چې د جراحي عملیاتو په وسیله د دغه سړي عضلې ته عصب ورکړي څو دا سړی د هغه په ذریعه په مصنوعي غړيو د لاس کنټرول حس کړي.