لاهور خان منګل

موخو ته د رسیدا لپاره د هرې ادارې د جوړښت څخه وروسته دوه لویې ننګونې شته. یوه یې دا چې ستره موخه څنګه په کوچنیو برخو وویشل شي څو شته امکانات په وړ وخت وویشل شي او دوهمه ننګونه دا چې څنګه کیدلای شي چې دا ویشل شوي برخې سره منسجم او هماهنګه کړي څو په اغېزناکه توګه اړیکې رامینځ ته او په ټول کې موخې ته په رسیدا کې ترې ګټه واخستل شي.

د هر رهبر دنده ایجابوي چې په وړ ځای کې وړ کسان په دندوګوماري او د وظیفوي چوکاټ په اصولو کې د مکافات او مجازات اصل ژوندی وساتي. د رهبر اساسي ځانګړنې همدا وي چې په نورو باندې د نفوظ په شتون سره ، ټاکل شوې موخې ته د رسیدا لپاره د هغوی په رویه کې بدلون راولي همدارنګه د حکومت او د رهبر مشروعیت د ټول ټاکنو په مهال ترډیره د شویو ژمنو په سرته رسیدا باندې څرخیږي.

کله چې رهبر او حکومت د شویو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې شي، د قانون او د ملت په وړاندې مشروعیت له لاسه ورکوي. کله چې یې مشروعیت له لاسه ورکړ،. دملت له خوا د قانون په وړاندې په غبرګون کې بدلون راځي د خلکو او د حکومت ترمینځ واټن رامینځ ته کوي چې دا واټن هرډول جنایت زیږوي. کله چې ولسمشر او یا هم رهبر ته د باور رایه ورکول کیږي، د هغه څخه د خلکو توقعات پیدا کیږي، خلک یې د پلي کولو هیلې لري. ملت هم پوهیږي چې افغانستان په اوس مهال کې په کافي اندازه امکانات نه لري. زموږ ددولت تقریبا ټولې چارې د نړیوالو د مرستو په مټ چلیږي. یواځینی څه چې ملت یې له اوسنیو رهبرانو هیله لري، هغه د ملي ګټو د چوکاټ په نظر کې نیولو سره ، ملت ته رښتیا ویل دي چې د هروګړي مسلم حق دی.د مدیر او د رهبر ترمینځ یو اړین توپیر دادی چې رهبر لیدلوری لري، نوښتونه رامینځ ته کوي او د ګډوډیو په مهال د نورور سره د مشورې پرته د ښې پریکړې د نیولو وړتیا ولري. که چیرې وعدې سرته نه رسیږي،پکار ده چې رهبر د ملت بيځایه توقعات او هیلې پورته نه کړي ځکه همدا هیلې او توقعات دي چې د حالاتو او امکاناتو په نظر کې نیولو سره سره ملت اړ کوي څو د حکومت او رهبر سره واټن پیدا کړي.
د حکومت پلوه او د حکومت سره د اپوزسیون دوه تکړه لیکوالانو د سیاسي سقوط د اوازو په اړه تحلیلونه لیکلي ول. یوه یې د ولسمشر هره پریکړه پر ځای بلله خو په ځینو چارو کې د بېلګې په توګه د خلکو سره د اړیکو په ساتلو کې ، د اغېز او د ځواب ویلو کې یې ګومارل شوي لوړپوړي مامورین پړه بلل چې ګواکې هغوی ولسمشر ته وفادار نه دي او وظیفوي غفلت کوي.

ما مخکې هم ذکر کړل چې د رهبر یو له ځانګړنو دا وي چې وړ کس، په وړ ځای کې په دندې ګمارنې ترڅنګ په حکومتولۍ کې د مکافاتو او مجازاتو اصل ژوندی وساتي، همدا رنګه ددې اصل ترڅنګ رهبر باید د ځینو موثره پریکړو په نیولو سره مامورینو ته انګیزه ورکړي، انګیزه هغه څه ده چې مامورین هڅوي څو ټوله انرژي یې په کار واچوي، لاسته راوړنې ولري او همدارنګه سیاسي وفاداري ولري. که چیرې رهبر په دې کارونو کې پاتې راځي، دا ترډیره د مامورینو وفاداري خواره واره کوي چې دا بیا هم د رهبرۍ په ضعف باندې دلالت کوي.

له بلې خواد اپوزسیون د چتر لاندې بل لیکوال هم په دې اړه لیکنه کړې وه چې ترډیره یې دځینو اساسي جوړښتونو مدغم کول، په دندو باندې د وړ کسانو نه ګومارنه او همدارنګه ولسشمر په دې پړ بولي چې په خپل سیاسي ټیم باندې یې باور ونه کړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ادارې په وړاندې د موازي ادرس په رامینځ ته کیدا سره یې اساسي قانون ترپښو لاندې کړ او په اصطلاح انازشیزم په کې انتها ته رسیدلای دی. ترډیره يې نقد په ځای دی خو زموږ په ټولنه کې یوه ستونزه داده چې د سیاسي مخالفت او یاهم د اپوزسیون د موقف په نیولو سره مو ذهنونه د منفي هاخوا هیڅ هم نه ویني. که چیرې اپوزیسیون موخه په حکومت کې سمون رامینځ ته کول وي نو په کار ده چې د ملي ستونزو او پریکړو په مهال حکومت ته اړینې مشورې وړاندې کړي. که چیرې خدای مه کړه سیاسي سقوط رامینځ ته شي، نه به دا حکومت وي چې بیا پرې څوک نقد وکړي او نه به کوم رهبر وي چې بیا څوک ترې دفاع وکړي.

د حامد کرزي د حکومت په مهال مو هم د ۲۰۱۴ کال په اړه داډول وړاندوینې واوریدلې، جالبه یې داده چې هغوی چې زموږ د حکومت څخه په ښکاره توګه ملاتړ کوي، تربل هرچا د مخه، د حکومت سره د مرستې په ځای، دوی دا ډول ډنډورې خپروي. په دې ډول له یوې خوا د ملت اذهان مغشوشوي ، وسلوالو مخالفینو ته مورال ورکوي او له بلې خوا حکومت اړ کوي څو د هغوی له خوا په لاره اچول شويو لوبو کې د خنډ سبب ونه ګرځي او په پلي کولو کې ورسره پوره مرسته وکړي. هغه ځوانان چې د قلم نفوظ یې زیات دی، پکار ده چې د بې ثباتۍ په مهال د حکومت ترڅنګ ودریږي او نور ځوانان او ملت وهڅوي څو له دولت او همدارنګه د هېواد د دښمنانو له خوا د لوبو په وړاندې په غبرګون کې هوښیار واوسي.

څو چې پاتې یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *