د هره ورځ په څېر مې بيا راديو چالانه کړه، خپرونه لا نه وه پيل شوې. د شخصي شرکت د دفتر ملګری مې راسره موټر کې تر څنګ پر چوکۍ ناست و. کيسې يې راته کولې، ما يوازې اممم اممم ورته کول. يو نا څاپه يې مخ راواړاوه:
ـــ ولاکه دې زما کيسو ته زره هم غوږ وي، دا څه شی اورې؟ هره ورځ په دې خپرونه ته تر کوره مازغه راوخورې.
ــــ هسې ستا خو پام نه وي؛ مګر ډېره جالبه خپرونه ده، سمه ده تفريحي به وي؛ خو تر څنګ يې ډېره معلوماتي هم ده.
ـــ نو پلانی سندره راته خپره که او بيا دوی سره له خندا شنه شي، دا نو معلوماتي شوه؟
ــــ که رښتیا راباندې وآيې د دې نجلۍ د خواږه غږ لپاره يې اورم.
ملګري مې يوه شېبه راډيو ته غوږ ونيوه، دی يې هم غږ ونيوه. نجلۍ چې له خپل همکار سره وخندل زما له خولې آه قربان ووتل.
ملګري مې وويل:
ـــ ولا رښتیا هم ډېر جذابه غږ يې دی؛ خو چې څېره به يې څنګه وي؟
ـــ ګوره ياره که له مبالغې پرته درته د غږ او د دې نجلۍ د څېرې کيسه وکړم، حيران به شې.
ـــــ امممم ته نو دومره پرې ورغلی يې؟
ــــ هو په خدای
ــــ ښه نو ته وايې چې ګني څېره يې هم دومره ښکلې ده، رښتيا تا ليدلې ده؟
ــــ اففففف خو همدا درته وايم کنه
ــــ ښه نو راته ووايه، زه حيران وم چې تا په دې خپرونه کې څه لیدلي دي، چې هره ورځ يې دزړه په غوږو اورې. وبښه چې همدا اوس هم مزاحمت کوم.
شېبه غلی شوم، پام مې نه و، موټر مې په اول ګېر کې ورو ورو روان کړی و. شېبه وروسته نجلۍ خپل همکار ته په خندا وويل:
ـــ همکاره نور نو د خپرونې وخت په ختمېدو دی، تخنيکي همکار اشارې کوي، چې نور بايد له اورېدونکو خداي پاماني وکړو.
موټر مې وار له واره څلورم ګېر ته واچاوه،ملګري مې په وارخطايي وويل:
ـــ خير خو دی کنه؟ لږ کرار ځه، وخت ډېر دی. تا د نجلۍ کيسه کوله چې ليدلې مو ده که نه، ښايسته هم ده که هسې يې غږ ښکلی دی.
موټر مې بېرته کرار کړ او ومې ويل:
ــــ مياشتې وشوې چې هره ورځ دا خپرونه اورم، تا به په دفتر کې ليدلی يم چې له دوولسو بجو څخه تر يوې بجې مې د موبايل غوږی په غوږ کې اچولی وي او ګوښه او په خوند خوند دا خپرونه اورم. د دې لپاره چې هر ځای بايد دا خپرونه د دې نجلۍ د جادويي غږ لپاره واورم، د موټر ټېپ مې خراب و، هغه ورځ مې په درې زره افغانۍ نوی ټېپ او راډيو ورته واخيستل. کله چې يوازې يم په موټر کې ورته کېنم او څلور واړه لاوډسپيکرو ته يې ښه لوړ غږ ورکړم، داسې مې خمار خمار کړي، چې څه مه وايه. هر ځل چې وخاندي په زړه کې مې يو عجيب کيف غځونې وکړي، يوه څړيکه مې په زړه کې وځغلي. هيڅکله مې دا فکر نه کاوه، چې کاش دا د ښکلي غږ لرونکي نجلۍ خو مخامخ هم وګورم.
يوه ورځ له ښاره کور ته راتلم، د همدې راډيو د دفتر مخې ته راتېرېدم، زړه کې مې راوګرځېدل چې راځه يو خبريال ملګری خو مې شته پکې، په دې چل به يې پوښته هم وکړم او دا نجلۍ به هم وګورم؛ خو بيا مې زړه کې تېر شول، چې نه زه بايد د دې د غږ مين واوسم نه د هغې د څېرې. هيڅکله مې فکر ونه کړ، چې دا د خپرونې همکار يې څومره بختور دی، چې له دې نجلۍ سره ګډه خپرونه چلوي.
تر دې ځايه مې چې کيسه ورسوله د ملګري کور مې راورسېد. پر چوکۍباندې په يوه ډډه ناست و او زما کيسه يې په خوند خوند اورېده. په خوند يې وويل:
ـــ ته ولا راځه دلته به مونږ کره لاړ شو، ډوډۍ به يو ځای وخورو، کيسه به هم راته وکړې بيا به ځې.
ورسره لاړم، خو تر ما زما د ملګري ورته ډېره اندېښنه وه، کيسه مې بېرته له هغه ځايه ورته پيل کړه:
ــــ خلکو به خپرونې ته زنګونه وهل او دې به په خندا پوښتنه ترې وکړه:
ـــ څوک يې ګرانه او له کوم ځایه………..؟
له هر اورېدونکي سره به يې دومره خوږ چلند کاوه، چې مه پرې غږېږه. ذوق يې دومره لوړ و، چې هيڅکله يې بېکاره سندره اوريدونکو ته نه خپروله. که به چا د بېکاره سندرې فرمایش ورته وکړ، ورته به يې وويل چې دا سندره نه لرو، يوه بله انتخاب کړه. يوه ورځ مې زړه کې راوګرځېدل چې بايد زه هم يو زنګ ورته ووهم. د سټوډيو شمېره مې راواړوله، بېرته پښېمانه شوم. زړه کې مې ويل چې زما او د دې نجلۍ د خبرو کولو به دا مانا وي، لکه دوه خواږه ميېنان چې په لومړي ځل له يو بل سره ګوري او زړونه يې درزيږي. همدا شېبه هم داسې يو کيفيت په مخه کړی وم.
ملګري په خبرو کې راودانګل:
ــــ ښه که دې وليده چې څېره يې د ښايسته غږ خلاف بيخي بدرنګه ده بيا؟
ــــ ياره نو زه خو يې په څېرې نه يم مين او نه مې شعوري هڅه کړې چې مخامخ يې وګورم؛ خو ته غوږ شه کيسه واوره. يوه ورځ مې يو ناروغ ډاکټر ته بوولی و، د سړيو د انتظار په خونه کې ناست وم، يو نا څاپه مې همداسې يو خوږ غږ تر غوږ شو. وارخطا پورته شوم لکه چا چې غږ راته کړی وي. همغسې خوږه خندا مې واورېده، سالون ته پسې ورغلم. يو بل خوا د ناروغانو خونې وې، مخامخ دويم پوړ ته زينه ختلې وه. په سالون کې مې داسې څوک ونه ليدل چې خوشاله وي او خاندي دې، هره خوا ناروغان وو. زه لکه څوک چې رانه ورک وي يو بل خوا پسې ګورم، د زينو په سر کې بيا همغسې خوږې خندا اذانګې خپرې کړې. زړه نا زړه وم چې دويم پوړ ته پسې وخيږم که نه. ما ويل چې زما دغه تلوسه بايد همداسې پاتې شي، که نجلۍ بدرنګه وه شايد زما دې مينې ته يو څه صدمه ورسيږي؛ خو زړه مې صبر نه شو. دويم پوړ ته پسې وختم، دوه نجونې چې لاسونه يې سره ورکړي وو، په داسې حال کې يوه اتاق ته ننوتې چې مخونه يې ما ونه ليدل. تر دروازې تېز پسې ورغلم مګر دروازه رابنده شوه. دروازې ته مې وکتل پرې ليکلي و:
( د روغتون د رييس دفتر)
لاندې يې ليکلي و:
( له اجازې پرته ننوتل منع دي)
لږه شېبه بندې دروازې ته ولاړ وم، زنګ راغی زما ناروغ و، ويل يې ژر راشه چې د ډاکټر نوبت مو رارسېدلی دی. کله چې راستنېدم بيا مې د يوې خوږې او تېزې خندا غږ په غوږ کې پورې وورې شو او په ځوړند قدمونو لکه ناروغ کرار کرار لاندې راښکته شوم.
پای
احمدشاه بابا مېنه، کابل
١٣٩٤ ل کال، د جدي شپږويشتمه

مننه وروره د کیسی نه دی ډیر متاسیره شوم بیاهم مننه کوم ډیر خوندی وکه